آیا د ماشومانو بدني سزا اغیزمنه ده؟

0 893

ژباړه: عطا محمد میاخېل

ډېری والدین کله وخت دې ته اړ کېږي، چې خپلو ماشومانو ته سزا ورکړي، آیا دا کار اغېزمن دی؟ څېړنو ښودلې، هغه ماشومان چې په کم عمر کې سزا ورکول کېږي، له پنځه کلنۍ څخه وروسته، له ځانه تهاجمي چلندونه څرګندوي.

د هغې څېړنې پر بنسټ، چې د تولان نیواور لئان په پوهنتون کې ترسره شوې، کومو ماشومانو ته چې په درې کلنۍ کې بدني سزا ورکول کېږي یانې وهل او ټکول کېږي، له پنځه کلنۍ وروسته له ځانه سر غړونکي چلندونه ښکاره کوي.

د دې څېړنې پایله، چې د امریکا د ماشومانو طب په خپرونه کې خپره شوې، څرګندوي هغه ماشومان چې په پرله پسې توګه وهل او ډبول کېږي، د هغو ماشومانو په پرتله چې هېڅ بدني سزا نه ورکول کېږي، له پنځه کلنۍ څخه تهاجمي چلند پیدا کوي.

د څېړونکو په وینا، بدې خبرې کول، چیغې وهل، له نورو سره په ورانیو او ګواښونو لاس پورې کول، د هغو ماشومانو د تهاجمي چلند نښه ده، کوم چې وهل او ډبول کېږي.

د امریکا د ماشومانو د طب اکاډمۍ امریکایي کورنیو ته سپارښتنه کړې، چې د بدني سزا پرځای له بلې اغېزمنې تګلارې څخه کار واخلئ، چې عبارت ده له: د دېوال یوې ګوښې ته د ماشوم محدودول، ځکه دا تګلاره ماشوم ته دا موکه په لاس ورکوي، چې د خپل چلند او د پایلو په اړه یې فکر وکړي.

د کاټرین ټېلر په نامه یو امریکایي څېړونکی په دې باور دی، که چېرې والدین د ماشومانو له وهلو او ټکولو څخه ډډه وکړي او له بدني سزا څخه پرته نورو تګلارو څخه کار واخلي، نو ماشومان به هم په لوړ عمرۍ کې، له ځانه ښه چلندونه ښکاره کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply