ټرامپ د سوریې څخه خپل ځواکونه ایستل، سعودي یې پاتې کېدل غواړي

0 1,113

دعوت میډیا ۲۴ (یکشنبه، ۱۲ وری، ۱۳۹۷): په سپینه ماڼۍ کې دوو جګپوړو چارواکو رسنیو ته ویلې چې ټرمپ غواړي له سوریې څخه خپل ځواکونه را وباسي.

ټرمپ د اوهایو په ایالت کې د یوې وینا پر مهال هم ټینګار کړی وو چې امریکا به ډېر ژر خپل ځواکونه له سوریې څخه را وباسي.

نوموړي د تیرې پنجشنبې په ورځ د اوهایو په غونډه کې وویل: «مونږ به ډېر ژر له سوریې څخه را ووځو، مونږ به خپل هیواد ته را وګرځو چیري چې باید مونږ واوسو».

ټرمپ په داسي وخت کې دغه څرګندونې کوي چې اکثره پوځي جنرالان او ایتلافیان یې د عسکرو د پاتې کېدو په حق کې دي.

فرانسې تېره ورځ «جمعه» اعلان وکړ چې دوی به په سوریه کې خپل د ځواکونو شمېر زیات کړي، تر څو د امریکا په مشري د داعش پر خلاف جګړه کې زیاته ونډه ولري.

بلخوا یوه امریکايي چارواکي وال سټریټ ژورنال ته ویلي چې امریکا لږ تر لږه باید د دوه کلونو لپاره په سوریې کې خپل ځواکونه پریږدي، تر څو هغه لاسته راوړنې خوندي شي چې د سخت دریځو د شړلو وروسته تر لاسه شوي دي او ددې لپاره چې سوریه د ایراني ځواکونو لپاره په همیشنۍ پوځي قرارګاه بدله نه شي.

بلخوا د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان چې اوس مهال امریکې ته په دوه اونیز رسمي سفر تللی، «ټایم» مجلې ته ویلي چې امریکايي ځواکونه باید له سوریې څخه ونه وزي، او باید چې د سوریې واک د اوسني ولسمشر بشار الاسد سره پاته شي.

نوموړي ویلي چې د سوریې د اوسني ولسمشر په ګټه به نه وي که چیري ایرانیانو ته په سوریې کې خلاص لاس ورکړي.

ابن سلمان ویلي چې ایران غواړي پر سوریې د واک تر لاسه کولو وروسته عراق او د سوریې له لاري منځني سپین سمندر ته لاره پيدا کړي، که امریکايي ځواکونه په سوریه کې پاتې شي، نو د ایران مخه به ونیولې شي، کنه ناورین به را منځته شي.

نوموړي ویلي چې امریکايي ځواکونه که چیري د ډیرې مودې لپاره نه پاتې کیږي، نو باید د یوې متوسطې مدې لپاره پاتې شي.

ابن سلمان ټینګار وکړ چې په سیمه کې د ایران د نفوذ د مخنیوي لپاره وروستی خنډ امریکايي ځواکونه دي.

بلخوا امریکايي رسنیو خبر ورکړی چې ولسمشر ټرمپ د بهرنیو چارو وزارت له لوري د سوریې د ازادو شویو سیمو لپاره منظور شوی د ۲۰۰ ملیونه ډالرو مرستې د درولو امر کړی دی، دغه پیسې د ازادو شویو سیمو د بیا رغونې لپاره پخواني وزیر ریکس تیلرسن منظوري کړي وې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply