هندواڼه وخورئ او له یو شمېر ناروغیو سره مخه ښه وکړئ! / ډاکتر وحیدالله

0 1,284

(یکشنبه، ۱۲ وری، ۱۳۹۶ل): هندوانه د ګرمئ موسم مېوه ده، چې په عام ډول د ګرمۍ ختمولو او په بدن کې د اوبو زیاتولو لپاره استعمالیږي، خو سربېره پر دې هندوانه د یو شمېر ناروغیو مخه هم نیسي.

د روغتیا ژورنال (هیلت لائن) د راپور پر اساس په هندوانه کې ۹۲ سلنه اوبه شتون لري چې د انسان روغتیا لپاره تر ټولو ښه خواړه دي، همدا ډول د هندوانې په یوه ګیلاس شربت کې ۴۶ سلنه کیلوریز او د ویټامین C او ویټامین A مادې هم په پراخه ډول شتون لري.

هندوانه په هیڅ ډول بد اغیز نه کوي، بلکې برعکس ددې یو شمېر روغتیایي ګټې دي چې په لاندې ډول دي:

د بدن اوبه او نمکیات کنټرول ساتي

لومړی باید وویل شي چې هندوانه د ګرمۍ موسم مېوه ده، او په ګرمۍ کې د انسان له بدن څخه اوبه او نمکیات زیات خارجیږي، چې تنده هم محسوسیږي او کمزوري هم، د روغتیا متخصصین وایي، هندوانه کې داسې اجزا موجود دي چې نه یوازې د ګرمۍ په ختمولو کې مرسته کوي بلکې په بدن کې د اوبو نمکیات (مالګې) سطحه هم کنټرول ساتي.

د سرطان په مخنیوي کې مرسته کوي

د یو شمېر څیړنو وروسته معلومه شوې ده چې په هندوانه کې د سرطان راپیدا کولو ماده (لایکوپين) مخنیوي اجزا موندل کیږي، یعنې هندوانه پخپل ترکیب کې لایکو پین ماده لري کومه چې د سرطان په مخنیوي کې مرسته کوي.

د زړه ناروغیو لپاره ګټوره ده

هندوانه د زړه ناروغیو د خطراتو څخه ساتنه کوي، په دې کې شته مادې لکه ویټامین A-C-B6 منرالونه او لایکوپين اجزا نه یوازې د سرطان او هاضمي سیستم ښه کولو کې مرسته کوي، بلکې د زړه ناروغیو لپاره هم ډېره ګټوره ده.

ځیګر او پښتورګو لپاره هم ګټوره ده

هندوانه د تشو متیازو روانول ښه کوي، زیاتره د ځیګر او پښتورګو ناروغان د تشو متیازو روانۍ څخه کړیږي، ددې لپاره هندوانه غوره خواړه دي چې د متیازو رواني ښه کوي او پښتورګي صفا کوي، چې هیڅ ډوله فشار نه محسوسیږي، همدا ډول دغه میوه له بدن څخه په امونیا ویستلو کې هم مرسته کوي، امونیا د نایتروجن او هایدروجن یو مرکب دی چې د بې رنګه غاز په شکل وي، په بدن کې د امونیا شتون پر پښتورګو فشار راولي.

ویښتان او پوستکی ښایسته کوي

په هندوانه کې اکسائیډ ضد ماده شتون لري، چې د لمر وړانګو زیان مخنیوی کوي، زیات لمر د انسان پوستکی توروي او ویښتان یې ژیړوي، په هندوانه کې ویټامین A او C ماده د بدن پوستکی او ویښتانو ښه ساتلو کې مرسته کوي.

همدا ډول هندوانه هډوکی قوي کوي، د ویني لوړ فشار او غوړ کموي، انرژي تولیدوي او د بدن دفاعي سیستم هم پیاوړی کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply