د پښتنو دژغونۍ غورځنگ د ملاتړ غونډه /محمداقا شيرزاد

0 910

دپښتنو دژغونۍ غورځنگ د ملاتړ غونډه:
په تودو سلامونو مو تود هر کلی کوم:
درنو دوستانو په سويډن د ميشتو افغانانو اوله سويدن بهرر ا غلو ميلمنو نن مو ټولو ټولنو په گډه د خپل پښتنو وروڼو سره د ملاتړاود هغوی د روا او منل شوو حقونو له پاره د ورورولی غږاواز پورته کړزه د يوه افغان په حيث ستاسو راتگ ته هرکلی وايم کور مودان .
درنو پر خپل ولسونو مينو دوستانو غواړم دافغان ولس پر غميزو لږ رڼا واچوم کله چی په 1893ز کال د نړې ستر زبر ځواک، ښکيلاکگر لوی برتانيا د افغان ولس پر سينه توره کرغېړنه کرښه د ډيورنډ کرښه وباسله له همغه نېټې زموږ ولسونه د سترو غميزو اود انگريز پلاس جوړ شوي هېواد پاکستان د پولي پر دواړه خواوو پراته پښتانه داور پر سرو لمبو کې سوځيدلي ساتلي اوپه تيرو ۷۰ کلونو کې دافغان وژنۍد نړيوالو ټولو منل شوو قوانين تر پښو لاندی کړي اودا لاس وهنې دوام لري.
د پاکستاني پوځ او استخباراتو په لاس همدې بهرنۍ پالیسۍ، نن سبا اسلام اباد په نړۍ کې ګوښه کړی او نړۍ اوس پاکستان د یو تروریستي دولت پتوګه پېژني.
تر کومه چې د پاکستان په کورنۍ پالیسي پورې اړه لری هغه هم په سیمه کې له نورو ناکامه او بدنامه پالیسي ده. پاکستان په کور دننه خپل ولس وژنی. بلوچان ترې ټول ناراضه او خپلواکي غواړی. پښتانه هم پخپلو وروستیو خوځښتونو سره راویښ شوي او اسلام اباد ته وايي چې نوره پښتون وژنه بس ده او هغه ودروه. اوس د خپلواکې پښتونخوا او بشپړ افغانستان داعیه د اسلام اباد اورمیږ ماتوي. سند هم د پاکستان د یوه بام او دوه هوا کورني سیاست څخه تر پزې رسیدلي او خپلواک سندیش غواړي. د پاکستان ټول ولس د پوځي جنرالانو او پوځیانو له سیاستونو او خپلسریو څخه کرکجن او تر دوه سږمو رسېدلی.
درنو دوستانو د خواشنې ځای دی ، چی افغانستان په ۲۱ پېړې کې هم هما غسې وېشلی او ټوټې پاته شوی دی.
څلورلسيزي کيږي چی د سيمه ايزو او نړېوالو پېچلو لوبو او استخبارتي جگړو په تاوده ډگر اوسنگر اوښتې دی.
داوسنې افغانستان د وگړو سر شمېرنه نه ده شوی خو د وگړو اټکلي شمير يې شاوخوا ۳۶ ميلونه دی تر ۴۰ ميلونو زيات پښتانه د کرښې اخوا ير غمل ساتل شويدي يوه بېلگه وړاندې کوم موثق راپورونه ښيي چی د 2015 زکال راديخوا ۷۵زره پښتانه د ترهگريزو عملونو کې وژل شوي او۳۲۰۰زره تري تم دي، ۱۵۰۰ نجونې تريتمی دي . د ملگرو ملتو د يونما راپور ښيي چی په ۲۰۱۷ ز کال په افغانستان کې د ۱۱زرو په شاوخوا ملکي هيوادوال د ترهگريزو حملو له امله شهيدان شوي . په موجوده افغان خاوره کې د توکم او ژبې له پلوه گڼ شمېر توکمونه پکې ميشت دي. لکه پښتانه ، تاجک ، هزاره ، ازبک ، ترکمن ، نورستاني ، بلوڅ ، پشه يي، پرا چه يي ، ايماق ، هندوان ، سکان ، عربان اوداسی نور واړه ټبرونه چې په ديريشو ۳۰ خپلواکو ژبو خبری کوي .
زموږ د وېاړلي هېواد لومړنی نوم ارېا نا بيا خراسان او وروستی نوم يې افغانستان دی، چې په تاريخي لحاظ ۵زره کلن لرغونی تاريخ لري . د دې هېواد جغرافيه او حاکميت کله تر ډېلي ، نيشاپور ، بخارا او سمرقند پوری رسېدلی . خو د افغانانو اصلي خاوره او ټاټوبې تل د پرديو تر بريدونو لاندې راغلی دی .چې د افغان مېړني ولس په سرښیندنه بیرته خپلواک شوی دی . د هېوادوالو د وروسته پاتیوالي او د افغان واکمنانو تر مينځ کورني مخالفتونه د دې لامل شوي چې د نړۍ زبر ځواکونه له حالاتو بده گټه واخلي او په ظالمانه توگه ددی هېواد خاوره وويشې او نورو ته يي په سوغات کې ور کړي . زما په اند تر څو چې افغان ولس په دې سیمه کې ژوندی پایي ، دخپلئ خاوری يوه لويشت به هم چا ته ورنه کړي او د چا خبره د هېواد د نومول شوي پولو په توګه ایستل شوي کرغړېنی کرښې به ونه مني . که نن وي که سبا لروبر افغانان به د يو واحد ملت په توگه سره یو ځاي او گډ ژوند وکړي . تاریخ ثابته کړه که د برلین دیوال چې جرمنیان یي په لویدځ او خټیځ جرمنې ویشلي وه او په ۱۹۹۲ ز کال کې د جرمن ولس د ګډي او کلکې ارادې له امله ونړید ، د افغانانو تر منځ ایستل شوي کرښې به د افغانانو له خوا ورانیږي او د لوي افغانستان د هستیدو خوب به ریښتیا کیږي . دا د هر هېوادوال هیله او ارمان دی او د خداي ج په تکیه به دا ارمان پوره کیږي .
درنو دوستانو : دا ورستې خودجشه خوځښت چی توری کرښې پراته ټول ولسونه د يوه سوليز حرکت له پاره د خپلو روا حقونو دتر لاسه کولو له پاره د لراوبر افغان يودی تر شعار لاندی په خوځښت راوستل ددی لاملونه به وارزوو هغه دا چی په تيرو ۴۰ کلونو کې د پاکستان نظاميگر واکمن رژيم دافغان ولس د ورانولو او بربادولو له پاره د ترهگرلکه داعش، القاعده، طالب، او په لسگونو نوری ډلی ټپلې په خپله خاوره وروزل وسلوال يې کړل ددوی له پاره د ترهگريزو عملياتو نخشې جوړی او عملي کړي د پولي دواړه خوا پراته ولسونه زياتره مخور مشران يا تريتم شول يا د پاکستان په جيلونو کې ورک دي. دترهگريز بريد ته مسجد چی د خدای ج کوردی، مدرسه چی اسلامي زده کړو له پاره جوړی شوي ،يو شميرکورو نه يا هوټل او يا ښونځي په نښه کوي او ترهگر عمليات پکې سرته رسوي .په زرگونو پاکستاني مدرسو کې د استخباراتو د اداری يانی اي،ايس ای لخواروزنه او پالنه ور کول کيږي دوران کاری او ځان وژنې له پاره زموږ هېواد ته راستوي .
وېاړلو د غونډې گډون والو :کله چی زموږ په گران وېاړلي هېواد افغانستان کې د شاه غازي امان الله په مشری د خپلواکې جنډه رپانده شوه اود نړې ستر ښکيلاکگر زبرځواک څخه خپلواکي تر لاسه شوه شاه د پرمختگ له پاره يو لړ کوټلي گامونه پورته کړه همدا د خپلواکي اتل تر کوم نوم لاندی اود چا په لار ښونه او ملاتړ له خپل هېواده کډوالی ته اړ باسل شو؟ او که زموږ په هېواد کې هر چا يا هر رژيم د پرمختگ هوډ کړی د نړې ښکيلاکگرو په مرسته د پاکستان په لارښونه د پښو اچول شوي په اتم د ثور ۱۳۹۲ ل کال کې په کابل کې غوبل د ۷۰ زرو انسانانو وژل، چور اونور جنايتونو ته چا زمينه برابره کړه؟ همدا پاکستان اودده لاس پوڅو کار وو.دالقاعدی مشر چیری ژوند کاوه چير ته ومړ د اوسنيو ترهگريزو ډلو پناه ځايونه او روزنه په کوم هيواد کې سرته رسي ؟ ځواب گاونډې هيوادونه همدا نن پرون ستا پر خاوره د ورځئ سلگونه راکيټونه وروي ولی د څه له پاره د پښتنو ځورونه ،وژنه، جيل ته ټيل وهل د څه له پاره د پښتون ملت زور اود مټو ځواک ټولی نړې ته جوت دی دا ملت اوس دابدي خوب نه بيدار شوی دا شعار به د عمل جامه واغوندي چی لربر افغان يو دی او هر څوک چی ددی باتور غېرتي ملت د ځورولو او جلاوالي کوښښ وکړي دد ملت لخوا به دا سی خوله ماتونکې ځواب تر لاسه کړي او په کونډو به شي چی هيڅکله کله بيا د ولاړيدو توان ونه لري .
درنو دوستانو په پلازمېنه کابل کې د سولی کنفرانس اود داکتر اشرف غني لخوا بيساري وړانديزونه ولی ددی سره سم ترهگريز فعاليتو زور اخستل په څه ما نا ؟ ځواب دادی چی پاکستان دافغان سولی او باثاباته افغانستان سره تاريخي دشمني لري ۱۳۹۷ل کال د لشکرگاه د لوبغاړي په ډگر ترهگريز په بريد کې د ۱۴ځوانانوشهادت او ۴۲ تنو ټپي کيدل د کومې موخې له پاره ؟دا اوس چی په ټول هيواد کې د هلمند د پرلت د خوني د ملاتړ له پاره د سولې خېمې جوړيږي موږ هم ددی پرلت خونو نه په کله ملاتړ کوو اوددی ترهگريزو عملونو په کلکو ټکو غندنه کوو.د لربر افغانانو د ژغورنې دغور ځنگ ملاتړ او ننگه کوو،دافغان ولس له پاره تل پاته سوله ،يوالی او عدالت غواړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply