طالبان په خندق کې / سید ابرار صمیمي

0 680

د یکشنبې په ورځ پاکستاني سرچینو وویل چې د امریکا او پاکستان تر منځ د همکاري لپاره په خبرو اترو کې پرمختګ نه دی شوی او بلکې نور مشکلات پکې پیدا شوي دي. د دوشنبې په ورځ د طالبانو د تحریک اعلامیه خپره شوه چې د الخندق په نوم پسرلني عملیات پیلوي.

 په تیرو کلونو کې هم طالبانو عمري او منصوري علمیات لرل خو سږ کال تمه کیده چې طالبان به د افغانستان د حکومت د سولې په طرحې غور وکړي او پر جګړې باندې د تاکید په ځای به د سولې پر مذاکراتو باندې تاکید وکړي.

 د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي دي چې په دغو عملیاتو کې به پر امریکایانو او د دوی پر داخلي حامیانو عملیات کیږي. څرنګه چې امریکایانو ته صدمه رسول طالبانو ته ډیر سخته دي نو په عمل کې د دې اعلامیې مانا دا ده چې طالبان به د افغانانو وژلو ته د پخوا په شان ادامه ورکړي او د افغانستان هدیرې به لا لویې شي.

 د تیر ژمي د کابل پروسې په کنفرانس کې د سولې په اړه د ولسمشر غني وړاندیزونو ته تر ډیره حده په داسې سترګه وکتل شول چې د سولې د مذاکراتو لپاره یې کابو ټول خنډونه لرې کړې دي. د کابل پروسې په کنفرانس کې د ولسمشر غني له طرحې وروسته طالبانو وویل چې په دې طرحه کې د خارجي عسکرو وتلو ته په ښکاره اشاره نه ده شوې. د دوی د دې نیوکې په ځواب کې د افغانستان د سولې د عالي شورا یو مقام ډاکتر اکرم خپلواک رسنیو ته وویل چې که د سولې خبرې کیږي نو د خارجي عسکرو د وتلو په اړه د مهال ویش جوړول به یې یو اصلی ټکی وي.

 په تیرو دریو میاشتو کې مختلفو کورنیو او بهرنیو سرچینو ویلي وو چې طالبان د افغانستان د حکومت د سولې په وړاندیز باندې غور کوي او پر موضوع باندې د غور کولو له خبرې داسې مانا اخیستل کیده چې طالبان به په نهایت کې د سولې لپاره مذاکراتو ته تیار شي، ځکه د جنګ د دوام لپاره پلمه تقریبا پاتې نه وه. خو اوس چې طالبانو پسرلني عملیات اعلان کړي دي نو ښکاره مانا یې دا ده چې افغانستان له بده مرغه یو بل خونړی کال او  د ګرمۍ خونړی موسم په مخ کې لري.

 په دې کې شک نشته چې د طالبانو له خوا د جنګ اعلان به د افغانستان د خلکو او دولت مشکلات زیات کړي مګر په نظامي لحاظ به د دغو علمیاتو او د منصوري او عمري علمیاتو تر منځ درې واضح فرقونه وي:

 یو دا چې د افغانستان اردو تر پخوا زیاته منظمه شوې، مجربه شوې او تجهیز شوې ده. د افغانستان هوایي قواوې اوس داسې الوتکې لري چې د لیزر په ذریعه دقیق عملیات کوي او هم د عملیاتو ځای ته په حد اکثر لنډ وخت کې ځان رسوي. دغه راز د افغانستان د اردو د ځانګړو قوتونو تشکیل قول اردو ته لوړ شوی دی او د دې مانا دا ده چې په سږني پسرلي کې به نه یوازې هوایي حملې پر طالبانو باندې زیاتې شي، بلکې ځمکني بریدونه به هم تر نورو کلونو زیات وي.   تر دوه زره څلورلسم کاله پورې افغان اردو خاصه تجربه نلرله خو له هغه وروسته چې خارجي قواوې تر څو نوي فیصده پورې له هیواده ووتې او لویدیځوالو جنګ عملا افغان قوتونو ته پریښود نو د افغانستان د امنیتي، دفاعي قوتونو تجربه کال په کال زیاته شوه او اوس ویلای شو چې دغه تجربه له درې کاله پخوا سره د پرتلې وړ نه ده.

 له بلې خوا د امریکا هوایي حملې دومره زیاتې شوې چې په تیرو پنځلس کلونو کې یې ساری نه لیدل کیږي. د امریکا د دفاع وزارت له رپورټونو سره سم، د روان میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې امریکایي قواوو پر طالبانو او داعشیانو باندې په متوسط ډول هره ورځ تر دیارلس ډیرې هوایي حملې کړې دي چې په تیره یوه نیمه لسیزه کې یې ساری نه و. دغه ارقام او نور شواهد راښیي چې تر منصوري او عمري عملیاتو به د خندق عملیات د طالبانو لپاره ډیر ګرانه پریوزي.

 د منصوري او عمري علمیاتو په وخت په پاکستان باندې د امریکا او نړیوالې ټولنې خاص فشار نه و خو په تیرو څو میاشتو کې پاکستان له زرګونو میلیونه ډالرو مرستې محروم شوی دی، په دغه هیواد کې اقتصادي فشار مخ په زیاتېدو دی، کلداره د ډالر په مقابل کې تر بل هر وخت ډیره راکښته شوې ده، د بلوڅو د نهضت په څنګ کې په تیرو څلویښت کلونو کې د پښتنو تر ټولو پیاوړی تحریک د پښتون ژغورنې غورځنګ په نوم فعالیت پیل کړی دی او د نواز شریف د لرې کېدو په نتیجه کې د پاکستان د دموکراسي بهیر یو ځل بیا له جدي ستونزو سره مخ دی. د پاکستان په اړه دغو حقایقو ته په پام سره ویلای شو چې پاکستان له طالبانو سره د حمایت لپاره هغومره شیمه نلري لکه د عمري او منصوري علمیاتو په وخت کې یې چې لرله. دغه شان ایران د خپل اتومي پروګرام په سر او په منځني ختیخ کې د خپلو مداخلو په نتیجه کې له جدي مشکلاتو سره مخ دی او د طالبانو د حمایت هغه زور ورسره نشته چې مثلا دوه کاله پخوا ورسره و او ملا منصور به یې نازاوه.

 نو په نتیجه کې ویلای شو چې د خندق عملیات به که څه هم د افغانستان د خلکو غمونه او دردونه زیات کړي او دوه زره اتلسم کال به زیات خونړی کړي خو د طالبانو د نهایي سقوط پیل به هم ورڅخه وشي.

 ځینې صاحب نظران اټکل کوي چې طالبان  د خپلو نویو عملیاتو له بد انجامه او مشکلاتو خبر دي مګر له یوې خوا د پاکستان فشار او له بلې خوا د داعش ویرې مجبور کړي دي چې په خندق کې ځان واچوي. د پاکستان فشار د دې لپاره دی چې له امریکا سره په مذاکراتو کې کوم امتیاز تر لاسه کړي او د داعش ویره دا ده چې اکثره افراطي طالبان او انتحاریان داعش ته وراوړي او طالبان اندیښمن دي چې که د سولې مذاکرات پیل کړي نو خپل اصلي نظامي قوت به له لاسه ورکړي او په بې زهرو لړمانو به بدل شي. دا اوس هم اکثره طالبان د جیبونو په ډکولو باندې بوخت دي.

طالبانو که د خندق په نوم عملیاتو لپاره هر حساب کړی وي خو  په نهایت کې یې تر ګټې تاوان ورته ډیر دی. د دوی اصلي ګټه به دا وه چې د افغانستان د نه ورانولو او د افغانستان  د خلکو د نه وژلو لاره یې انتخاب کړې وای.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply