بیا یې نه مني………!/اسدالله ولی او یما هوتک

0 675

د بریښنایي پیژندپاڼو پرسر له کلونو ناندرو وروسته دافغانستان ولسمشر خپله وروستۍ پریکړه وکړه او په رسمي ډول یې ددی ملي پروسې پرانیسته وکړه، ولسمشر او د کابینې غړي لمړني افغانان وو چې بریښنایی پیژندپاڼې یې ترلاسه کړي. خو په همدې شیبو کې د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس خپل موقف اعلانوي او وايې چی دا پروسه غیرقانوني ده او مشروعیت نلري، هغه وايې چی په دی هکله ملي اجماع نده شوي او په دي تړاوو ډیرو بحثونو ته اړتیا ده، نوموړې زیاته کړه چې هغه له بریښنایي پیژندپاڼو له اصل او محتوا سره ستونزه نلري، خو ددی پروسې پیل به د خلکو ترمنځ نورې ستونزې، او جنجالونه وزیږوي.
هغه وړاندې په خپله وینا کې زیاته کړه چې افغان حکومت د ټاکنو په دوران کې له خلکو سره وعده کړی وه چې په لمړیو دوو کلو کې به خلکو ته دوه میلیونه کارونه پیدا کوي خو برعکس په میلیونونو خلک بیکاره شو، امنیتي وضیعت ورځ تربلی خرابیږي او افغانان په هیواد کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي او نوموړي د زابل ولایت د دای چوپان ولسوالۍ جګړه د بیلګې په ډول وړاندې کړه.
هغه وویل په میلیونونو هیوادوال په فقر کې ژوند کوي او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري، هغه په خپلو خبرو کې ټوله ملامتیا په ولسمشر غني او دهغه په ټیم واچوله، مونږ نه پوهیږو چی دا ښاغلې د حکومت یو کلیدي غړې دې او که ددولت یو فعال اپوزیسیون؟ نو که دولت په خپلو کړنو کې پاتې راغلی وي او له ده سره دپردې تر شا کومي ريښتینې ناویلی خبری وی د رسنیو په مخکې دې ټولو افغانانو ته ووایې او استعفاء دی ورکړي او که داسې نه وي نو ولې پرته له کوم دلیل او منطق څخه بې ځایه شور او جنجال جوړوي.
که دوی وايې چی د پيژندپاڼو د ویش په هکله ملي اجماع نده رامنځ ته شوي، نو دوی ملي اجماع څه ته وایې، یو کار چي د ټولو افغانانو په ګټه وي او ټول یې غوښتونکې وي، نو دا خپله ملي اجماع ده نن ټولو ولیدله چي پښتون، ازبک، هزاره او نورو ټولو قومونو او دهیواد ملي او حکومتي مشرانو لکه: ولسمشر، د مشرانو جرګې رئیس، د ولسي جرګې رئیس، لوی څارنوال، قاضی القضات، دعلماؤ شورا رئیس، د ولسمشر دویم مرستیال، د سولې شورا رئیس، د اجرائیه ریاست لومړې مرستیال، د ولسمشر د لومړي مرستیال ځوی او د جنبش ګوند مشر باتور دوستم، د ملي امنیت سلاکار، او د کابینې نورو غړو ټولو په خوښۍ پیژندپاڼی واخستلې، مشروعیت دوي څه ته وايې، آیا دا ټول په قانون نه پوهیږی او یو نامشروع کار یې ترسره کړی، که خبره د مشروعیت شي نو اجرائیه ریاست د کوم قانون له مخې مشروعیت لري، پداسې حال کې چې دده خپل موقف او دنده غیرې قانوني ده نو دا څنګه د هیواد ملی پروسو د مشروعیت او غیر مشروعیت حکم کوي.
خو دا ددوی عادت ګرځیدلې دوی د هرې ملي پروسې او پرمختیایی پروګرام په مخکې خنډ جوړوي او غواړي په جنجال او شر جوړولو امتیازات واخلي، دوی ته هیواد ملي ګټې ارزښت نلري او تل د خپلو شخصي او تنظیمي ګټو په لټه کې وي، دوی په تیرو ۱۷ کلونو کې د دولت ټولی مهمې چوکۍ خپل میراث ګرځولي او له ټولو دولتي امتیازاتو ګټه اخلي، اوس خو دی یوه بیلګه وړاندې کړي چي ددې هیواد او ولس په ګټه یې کوم کار کړې؟ خو دوی یوازې صلاحیت غواړي او مسئولت نه مني.
بریښنایی پیژندپاڼه دټولو ستونزو د حل لپاره لومړنې اساس او بڼسټ دی، دا یوازی یو ساده بایومیتریک سیستم ندی، بلکې دا د بریښنایې حکومتولۍ اساس دی چې د دولت او خلکو په کارونو کې ډيري آسانتیاوی رامنځ ته کوي، د دولت کارونو ته چټکتیا وربښي، په ځانګړي توګه دهغو خلکو لپاره چې په دولت کې له بیروکراسۍ او کاغذ پرانۍ څخه شکایت کوي، او په اوږده موده کې د دولت او خلکو ترمنځ شفافیت او حسابدهي رامنځ ته کوي، اوس خلک د ډیرو ساده کارونو د ترسره کولو لپاره ددولتي ادارو مخکي په ورځو انتظار وباسي.
دولت تراوسه د هیواد د وګړو په هلکه دقیق مالومات او احصائیه نلري، نو کله چې دقیق مالومات او احصائیه نه وي دوی به خپل متوازن پرمختیایې پلانونه لکه د بودجې تخصیص، روغتیایی، ښوونیز، او نور د کومو ارقامو او مالوماتو پر بنسټ جوړوي، نو چي کله دا پروسه په بریالیتوب سره پای ته ورسیږي بیا مونږ کولای شو د ریښتینو او دقیقو ارقامو او مالوماتو له مخې د هیواد د پرمختګ لپاره د واقیعتونو پربنسټ اقتصادی او پرمختیایې پلانونه جوړ او پلې کړو.
اوس مونږ حتی په دې نه پوهیږو چې په هیواد کې څومره وګړي د رایې اچولو مستحق دي او په هر ټاکنو کې په میلیونونو اضافی رای پاڼې چاپیږي چې له یوې خوا په میلیونونو ډالر بې ځایه لګښت پرې راځي او له بلې خوا په ټاکنو کې درغلۍ ته لار جوړوي که مونږ سره دقیق ارقام په لاس کې وي نو دا ستونزه له منځه ځي او دټاکنو په لګښت او روڼتیا کې مرسته کوي.
کاغذي پيژندپاڼې په ډیره آسانۍ جعلي جوړیږي او وسلوال مخالفین او نورې افراطي ډلې تری په ډیره آسانۍ سره ګټه اخلي چي امنیتي ځواکونو ته یې ددوی په پیژندلو کې لوی سرخوږې جوړ کړې نو که بریښنايې پیژندپاڼې وویشل شی د امنیتي ځواکونو سره ددوی په پیژندلو کې ډيره مرسته کوی او په راتلونکې کې د تروریستي بریدونو او جنایې جرمونو په مخنیوي کې ګټورې تمامیږي.
اوس نړیواله ټولنه ددی پروسې مالي ملاتړ کوي او په میلیونونو ډالر یې ورته ځانګړي کړي، دری کاله تیر شول خو تر اوسه دا پروسه پرته له کوم منطقي او څرګند دلیل څخه ځنډیدلې وه، دا ملي پروسه د مخکنۍ اداري پرمحال پیل شوی وه خو د افغان توری پرسر د لانجې له امله په کلونو وځنډیده، ځینو خلکو دا باور درلود چي د افغان توری یواځې په پښتنو پورې اړه لري او نور قومونه چي په هیواد کې ژوند کوي افغانان ندي خو که تاریخ وګورو د هیواد ټولو وګړو تر همدې یوه نامه لاندې د یوه واحد ملت په توګه ژوند کړې او د هیواد د خپلواکۍ او عزت لپاره يې مبارزه کړي او خپل سرونه یې نذرانه کړي چي د تاریخ په کتابونو کې یې ډیرې بیلګې له سکندره نیولې تر انګریزانو، روسانو او طالبانو پورې لیکل شوي، مونږ تراوسه د یوه واحد ملت په توګه ژوند کړې او ټوله نړۍ مو په همدې نامه پیژنې.
دا ښکاره ده چي زمونږ دګاونډ او سیمې ځیني هیوادونه پدی پروسه کې لاسوهنه کوي او د خپلو لاسپوڅو په وسیله غواړي ددی پروسې په مخکې خنډونه او ستونزې جوړې کړي او د بریالیتوب مخه یې ونیسي، دوی یو پرمختللې او متمدن افغانستان نشي زغملې، خو دوی باید یوهه شي چې افغانان اوس ویښ شوي او د خپل ولسمشر ترشا ولاړ دي او ټول قومونه لکه پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن او نور او ټول پیاوړي سیاسي ګوندونه ددې اړینې ملي پروسې پیل د یو جشن په توګه لمانځي.
ولس نور له دی جنجالونو په تنګ راغلې او ستړې شوی نور د خپلو ګټو لپاره ولسونه سره مه ویشۍ او په خپلو کې یې سره مه جنګوۍ، بس دی ددې پرځای خپل وخت او انرژي د هیواد د دښمنانو پرضد وکاروۍ، دسولې او هوساینې لپاره کار وکړۍ، دا هیواد د نورو جنجالونو او کړاوونو د زغملو وس نلري، د پرمختګ او هوساینې پر لور یو ګام هم ددی ولس لپاره لوی زیرې دی دا خوښې ترې مه اخلۍ.
د یو موټي، پرمختللي، هوسا او خپلواک افغانستان په هيله!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply