د کنړ ځنګلونه، له منځه تلونکې شتمني (وروستۍ برخه) / اسدالله ولي/یما هوتک

0 1,961

لکه څرنګه چې مخکې مو یادونه وکړه د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دولت تر پایه د کنړ او نورستان ولایتونو د ځنګلونو د ونو پرې کول او لیږد په بیلابیلو ډولو دوام درلود، په لومړیو کې د چارتراشو او خامو موادو په بڼه او بیا د پځو موادو(کړکیو، دروازو، الماریو، د خوب تختونو، او داسې نور…) په بڼه د هیواد دننه او بهرته لیږدول کیدل، قاچاقبرانو دا پلمه کوله چې دوی نوې ونې نه پرې کوي او پخوا پرې شوې لرګي انتقالوي خو په اصل کې هیڅکله نه ارې د ونو په پرې کولو ستړې شوي او نه هم د

ظالمو قاچاقبرو زړه په شنو ونو او زرغونو ځنګلونو وسوزید، قاچاقبرو به د کړکیو او دروازو د چوکاټونو په پلمه لوی لوی چارتراش دوه یا درې ځایه کول او د چوکاټ په نوم به یی انتقالول، که څه هم له دې لرګیو څخه په کنړ کې ګمرک او محصول اخیستل کیده، خو په ادارو کې د شته فساد له امله ډیرې برخه یې د ملي بودجې پرځای د فاسدو چارواکو او زورواکو جیبو ته تللې.

 

د اوسنې دولت د رامنځ ته کیدو سره سم له کنړ ولایت څخه د هر ډول لرګیو د انتقال مخه ونیول شوه، که څه هم اوسنۍ اداره له ډیرو ګواښونو او د لرګیو د سوادګرو او قاچاقبرو له نیوکو او اعتراضونو سره مخ شوه خو د ځوانانو او مدني فعالانو په ملاتړ یې تر ډیره بریده تراوسه د هرډول لرګیو د انتقال او قاچاق مخه نیولې، خو له دې سربیره بیا هم په ځنګلونو کې د ونو وهل او پرې کول په بشپړ ډول ندې دریدلي او اوس هم قاچاقبران په ځنګلونو کې ونې پرې کوي او ولسوالیو ته نږدې یې د لیږد د یوې قاچاقي لارې د موندلو او یاهم بیا د خامو او یا پخو موادو په شکل د لرګیو د لیږد د آزادیدو په تمه ذیرمه کوي، په ټولنیزو رسنیو کې ځيني داسې راپورونه هم خپاره شوی چې اوس قاچاقبران د چپې درې څخه د غرونو له لارې د ننګرهار ولایت خیوی ولسوالۍ ته لرګي لیږدوي او یوه بله لار چې اوس هم پرې په پټه لرګي لیږدول کیږي هغه د اسمار ولسوالۍ د اوغوزباغ درې لار ده چې پاکستان ته تللې

د لرګیو د مکمل بندیز په لنډ مهال کې د کنړ خلک له ډیرو ستونزو سره مخ کړي، لکه د لرګیو د لسګونو وړو فابریکو بندیدل چې په سلګونو خلک په کې په کار بوخت وو، د ولایت په دننه کې له یوی ولسوالۍ څخه بلې ته ته د لرګیو د لیږد بندیدیل چې عام خلک هم نشي کولای خپل د کورونو د اړتیا وړ لرګین توکې ولیږدوي، د سوادګرو په میلویونونو افغانیو پانګې کنګل کیدل چې د لرګیو په اخیستلو یې لږولې ده، د لرګیو په ذیرمتونونو(هډو) کې د لمر او لنده بل له امله د لرګیو خرابیدل او ورستیدل، او په ځینو ذیرمتونونو (هډو) کې د اور لګیدنې ناوړه پیښې رامنځ ته کیدل چې له امله یې ډیر لرګې د اور خوراک شول او خلکو ته په کې په میلونونو افغانیو زیان ورواوښت.

دې دلایلو ته په کتو سره ویلای شو چی که څه هم دی کار د لرګیو په قاچاق کې پام وړ کمښت راوستې خو د ځنګلونو د وهلو په مخنیوی کې تر ډیره اغیزمن ندې ثابت شوی، او په لنډ مهال کې یې عام ولس له ډیرو ستونزو سره مخ کړې، نو ددې ستونزې د حل لپاره یو څو بنسټیزو او اړینو کارونو ته اړتیا ده چې هم د ځنګلونو د بی دریغه پرې کیدو مخه ونیول شي او هم اوسنيو پرې شويو لرګيو څخه په قانوني او اغیزمنه توګه ګټه واخستل شي.

 

د یادونې وړ ده چې، ځنګلونه په هغه ځایو کې وهل کیږي، چې دولت هلته حاکمیت نلري او دولت نشي کولای په مستیمه توګه د ځنګلونو د وهلو مخه ونیسي خو بیاهم ځنې لارې چارې شته چې دهغی څخه په کار اخستلو کولای شي تر ډیره بریده ددې کار مخنیوی وکړي.

 

په لومړي قدم کې د ځنګلونو د پرې کولو د مخنیوي لپاره باید په ټولو هغو توکو چې د ونو د پرې کولو لپاره ترې کار اخستل کیږي لکه: برقي ارې، لويې لاسي ارې، لوی تبرونه او داسې نورو باندې کلک بندیز ولږول شي.

له ځنګلونو څخه د ولسوالیو مرکزونو ته د هر ډول لرګیو په لیږد په ځانګړي توګه شنو او تازه پریکړل شویو لرګیو باندې سخته جریمه او سزا وټاکل شي.

 

د پخوانیو لرګیو څخه د اغیزمنې ګټې اخستنې لپاره باید په کنړ کې د لویو صنعتي فابریکو جوړولو ته زمینه برابر شي، او خصوصي سکتور وهڅول شي تر څو پدې برخه کې پانګونه وکړي او د دولت له خوا ورته ځمکه، بریښنا او نورې آسانتیاوی برابر شي.

دا فابریکې باید ددې وړتیا ولري ترڅو له لرګیو اغیزمنه ګټه واخلي او یوه ټوټه یې هم بیځایه ضایع نشي او په نړیوالو معیارونو برابر د فرنیچرو او نورو توکو د تولید وړتیا ولري، دولت باید ټولې ادارې پدې مکلفې کړي چې د بهرنیو توکو پرځای ددوی له تولیداتو څخه ګټه واخلي.

څرنګه چې کنړ یو غرنې ولایت او د کښت او کرکیلې وړ ځمکې پکې ډیرې لږې دي او د نفوس ډیره برخه یې په غرنیو سیمو کې ژوند کوي، او د عاید او ګټې وټې بله لار نلري، نو ډیرې وخت دوی دې ته اړ کیږي تر څو د ونو له وهلو او لرګیو له خرڅولو له لارې خپلې اړتیاوی پوره کړي، نو دولت او مرستندویې ټولنې باید ددې ستونزې د حل لپاره په بدیل لارو غور وکړي لکه د مالدارۍ وده، د میوه لرونکو ونو ترویج او داسې نور…

د ځنګلونو د وهلو د مخنیوي په برخه کې تر ټول اړین کار چې اغیزمن ثابتیدای شي هغه د قومونو او ولسونو ملاتړ ترلاسه کول او هغوی دی ته هڅول دي چې د قومي تړونونو او ناغو له لارې د ځنګلونو پر وهلو بندیز ولګوي، چې ښکاره بیلګه یې د شیګل ولسوالۍ د قومونو تړون دي چې تراوسه یې ځنګل روغ پاتې دې، نو له دې تجربې څخه په نورو ځایو کې هم باید ګټه واخیستل شي.

لاندې انځور کې د شیګل ولسوالۍ د لاحسین ځنګل دی چې دقومي تړون له برکته تراوسه روغ پاتې دي:

په پای کې له ټولو کنړیانو په ځانګړي توګه له ځوانانو څخه غوښتنه کوو تر څو د خپلې ملي شتمنۍ ساتنه وکړي، ځکه د کنړ غرونه په همدې شنو ونو ښکلي ښکاري، او ددې شنو برکت دې چې کنړ د پاکو، روانو او پریمانه اوبو څښتن دې او په هره دره کې يې روڼی او ښکلې اوبه بهیږي، که خدای مکړه غرونه مو له دې شنو ونو خالي شول نو نه بیا دا ښکلې درې او روانې اوبه وي او نه به د کنړ اوسنې ښایست وي.

د یو سوکاله او پرمختللي افغانستان په هیله!

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply