اهریمن خپله غصه پر افغانو رسنیو او خبریالانو سړوي / ودان روښان

0 655

 

په دې کې شک نه شته چې افغانۍ رسنۍ به د پرمختللیو هېوادو  هغو په شان مسلکي او لږ عیبه نه وي، دا رسنۍ به له تردید پرته کاري نیمګړتیاوې ولري، په تول برابر مسلکي کار به نه شي کولی او په ټوله کې به په بېلابېلو برخو کې نیمګړتیاوې ولري، خو له دې ټولو سره سره یو څېز یا یو شی چې هیڅوک سترګې نه شي ترې پټولی د افغانستان غلیم او د افغان د بربادۍ، د افغانستان ورانۍ او د افغانانو تباهي مسوول یې ډېر ښه ولس او نړۍ ته ور پېژندلی دی. که تاسې د افغانستان له لس کلن ماشوم هم و پوښتۍ چې په افغانستان کې د جنګ جګړو، چاودنو، ځانمرګه بریدونو او وژنو مسوول څوک دی له ځنډ پرته به یې نوم په زغرده درته واخلي. نه یوازې افغانان بلکې اوس ټوله نړۍ پر دې پوهېدلې چې څوک افغانانو، افغانستان او ان ټولې نړۍ ته شرخوښونکي او ترهګر صادروي، چې په دغه کار کې ستره ونډه او مهم رول  افغان رسنیو او خبریالانو لوبولی دی. همدغه افغانې رسنۍ او خبریالان دي چې د ترهګرو د ملاتړو له څېرې یې نقاب لرې کړی او ددوی څېره یې افغانانو، سیمې او نړۍ ته بربنډه کړې ده. د همدوی د کره او نه ستړي کېدونکي کار په پایله کې ده چې اوس د ترهګرۍ ملاتړي د نړۍ له قهر او غصې سره مخ او ګوښی شوی دی نوځکه خو غواړي له افغان رسنیو او خبریالانو له یوې خوا غچ واخلي او له بله پلو افغانې رسنۍ او خبریالان وویروي.

له تردید پرته چې اهریمن له ډېرې مودې راهیسې د افغانستان رسنیو پر اغیز پوهېده او ښایي دا هڅه یې هم کړې وي چې په افغان رسنیو کې نفوذ وکړي او له دې لارې د هغوی روښانونکو کړنو مخه ونیسي. ښایي د زر لاره یې هم ازمویلې وي خو له هغه ځایه چې افغانې رسنې او خبریالانو د هیواد رښتیني بچیان دي نو ځکه خو اهریمن له دې لارې کومه کومه ګته نه ده کړې. اهریمن چې د رسنیو او خبریالانو له اجیر کولو ناهیلی شو  نو خپلو معلوم الحاله جاسوسان یې د څېړونکو او سیاستوالو تر پردې لاندې رامخته کړل، سره له دې چې دغو جاسوسانو په ډېره سپین سترګي او بې حیایي د خپل بادار له ګټو دفاع کړې او لا یې هم کوي خو هغه تمه چې بادار ترې درلوده هغه پوره نه شوه چې په دې سره یوازې جاسوسانو ځانونه رسوا او سپک کړل، خلکو او رسنیو وغندل، بې عزته یې کړل او د بادار له جیرې نور هیڅ یې هم ترلاسه نه شو کړی. داسې یو وخت هم راورسېد چې نور یې له افغان رسنیو او خبریالانو شکایت نه یوازې له چا پت نه کړ بلکې  په ډانګ پېیلې یې خپل غږ پورته کړ. د بېلګې په توګه د ۱۳۹۴ کال په وروستیو کې د پاکستان  ملي امنیت او بهرنیو اړیکو کې د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز په رسمي توګه افغان چارواکو ته شکایت وکړ چې افغانو رسنیو د پاکستان بد تصویر وړاندې کړی او ده له افغان چارواکو وغوښتل چې ددغه کار مخنیوی وکړي، سره له دې چې افغان چارواکو داغوښتنه ونه منله او هغه یې د پاکستاني چارواکو کړنو پورې اړوند وګڼله.

کله چې هغوی له دې لارې هم ناهیلي شول، وروسته یې افغان رسنۍ او خبریالان مخامخ په نښه کړل. لرې به نه ځو د همدغه تېرکال د لړم پر شپاړسمه نیټه  شمشاد تلویزیون ځکه  د دوو ځانمرګه بریدګرو  تر برید لاندې راغی چې په دغه تلویزیون کې تل د ملي ګټو په اړه بحثونه کېدل، په دغه تلویزیون کې د ډېورنډ کرښې په اړه د ملي  دریځ ملاتړ کېده، په دغه تلویزیون کې د ترهګرۍ ملاتړي څېره بربنډه، ددغه تلویزیون ځینې خپرونې د ملي ګټو پر محور راڅرخېدې نو ځکه خو تر ځانمرګه برید لاندې راغی.

د همدې تېرې چارشنبې ورځ په کندهار کې د عبدالمنان ارغند په نوم خبریال د ترهګریز برید ښکار او ژوند یې بایلود، دا ځکه چې منان ارغند پر فیسبوک ملي ګټو دفاع کوله، ارغند د سولې په ملاتړ او د جګړې غندنې پستونه لګول. منان ارغند په کندهار کې د سوله غوښتنې او جګړه غندنې خیمې پورته کېدو په اړه مالومات خپرول او خلک یې سولې ته رابلل. منان ارغند د ۲۰۱۷ کال د مې پر پنځمه نیټه په سپین بولدک کې د افغان پوله ساتو ځواکونو  او پاکستاني پوځیانو ترمنځ وسله والې نښتې په اړه رپوټونه خپاره کړي وو. په هغه جګړه کې ۴ افغان پولیسو ژوند بایللی او دوه پاکستاني ټانکونه سوځول شوي او یو ټانک یې افغان ځواکونو نیولی و. منان ارغند په هغه جګړه کې د شهید شویو پولیسو انځورونه خپاره او هغوی یې د وطن رښتیني اتلان بللي وو، نو ځکه خو تر برید لاندې راغی.

د اهریمن ترټولو خونړی او قهرجن برید چې پر رسنیو او خبریالانو یې پلان کړی و د ۱۳۹۷ کال د غوایي پر لسمه د دوشنبې ورځ وشو. په دغه برید کې د شیطاني پلان له مخې لومړی یو غولونکی ځانمرګه برید وشو کله چې خبریالان د رپوټونو چمتو کولو په موخه د پېښې ځای ته ورغلل ځانمرګه بریدګر د هغوی په منځ کې وشو چې ۹ خبریالانو په کې ژوند بایلود. په دوی کې د غریبې او بې وسې کورنۍ په خواریو لویه کړې پاک لمننه او د روزګار ظالمانه څپېړو وهلې محرم دورانۍ(فرښته درانۍ) هم شته.

وژل شوي نور د ازادۍ خبریال عبادالله حنانزی، د ازادۍ رادیو عکاس سباوون کاکړ، د یک تلویزون خبریال غازي رسولي، د یک تلویزیون فلم اخیستونکی نوروزعلي رجبي، د مشعل تلویزیون خبریال سلیم تلاش، د مشعل تلویزیون فلم اخیستونکی علي سلیمي، د فرانس پرس اژانس عکاس شامری فیضي، د طلوع تلویزیون فلم اخیستونکی یارمحمد توخي، دي.

په ټپیانو کې  د رویترز عکاس عمرسبحاني، د ندای افغان عکاس احمد شاعظیمي، د الجزیرې عکاس ناصر هاشمي، د افغانستان تلویزیون خبریال سید احمد ابرار، عیار لمر او داوود قیصاري نومونه راغلي دي.

ترهګرو پر دې هم بسنه ونه کړه او په خوست کې د بي بي سي سیمه ییز خبریال احمد شا هم په نښه کړ. کله چې د خوست ځاځي میدان مېړنیو د پاکستاني ملیشو پوز په خاورو سولولی او شرمونکې ماته یې ورکړې وهو احمد شا ددې پېښې په اړه  پروخت او سم رپوټ ورکړی و چې دا مسله اهریمن ورته په زړه کې اچولې وه نو ځکه خو یې په بې شرمانه برید کې په نښه او د تل له پاره یې د تورو خاورو میلمه کړ.

دې پېښو وښوده چې اهریمن خپله غصه پر افغانو رسنیو او خبریالانو سړوي.

خو له ننني برید وروسته سمدستي د رسنیو ملاتړ بنسټونو اعلان وکړ چې دغه برید به د رسنیو پر کار هیڅ راز، ناوړه اغیز ونه کړي. دوی یو بل زړه ور ګام هم واخیست چې په دې اړه به د جزا نړیوالې محکمې ته شکایت وکړي او هم به د ملګرو ملتو له امنیت شورا وغواړي چې دا پېښه په جدي توګه وڅېړي.

دا مسله هم باید د ترهګري ملاتړو په دوسیه کې هم شامل او پوښتنه ترې وشي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply