ضوابط باید د روابطو ځای ونیسي/اېمل پیاوړی

0 578

کله چې ضوابط تر پښو لاندې شي او ځای یې روابط ونیسي، په دې پوه شه چې په ټولنه کې فساد اوج ته رسېدلی دی. په دغه ډول وضعیت کې نو ګوزاره او ژوند په خپله له ځان سره جفا ده. د دغه حالت پر وړاندې یا باید ودرېږې، مبارزه او مقاومت وکړې او که ځان بې وسه بولې، نو بیا به یا ظلم او بې عدالتي زغمې او یا به له هغه ځایه کوچېږې.

له بده مرغه اوس په ټولنه کې تر ډېره پورې همدغه فرهنګ عام او دود دی، موږ وینو چې ضوابط شاته شوي او ځای یې روابطو نیولی دی، ځکه خو له ګڼو ستونزو او روان وضعیت څخه ځورېږو او تر هغو چې ضوابطو بېرته خپل او د اوسنیو روابطو ځای نه وي نیولی، نو تر هغو به د ښادۍ، خوښۍ، انصاف، عدالت، ښه والي او پرمختګ مخ هم ونه وینو. په دغسې حالت کې د ښه والي او پرمختګ فکر لېونتوب او خیال دی.

په افغانستان کې د جنګ له کلونو کله چې دلته نظام او قانون و، نو هغه مهال ضوابط حاکم و، او موږ باید خپل همغه پخواني میراث، دود او فرهنګ ته ورستانه شو، همغه چې له خپلو نیکونو په میراث راپاتې و، هغه فرهنګ چې په هغه کې تل ضوابطو ته درناوی کېده او تل ضوابط غوره ګڼل کېدل او زموږ د ژوند چارې د ضوابطو په اساس مخته تلې. له کومې ورځې چې زموږ د ټولنې نظم ګډوډ شوی، امن او ثبات له منځه تللی، د قانون ځای بې قانوني، خپلسرۍ، زورواکۍ او بې بندوبارۍ نیولی، نو له همغې ورځې ضوابط د روابطو تر تاثیر لاندې راغلي.

دلیل یې هم معلوم دی، کله چې دولت ونړېده، نو اتومات ورسره د ضوابطو ځای روابطو ونیوه. یانې داسې نه ده چې روابط دې په طبیعي توګه پر ضوابطو بریالي شوي وي، بلکې د ټولنې ناخوالې، ناقانونۍ، ګډوډۍ او ناامنۍ د دې لامل شوې چې روابط پر ضوابطو بریالي شي. لکه څنګه چې په طبیعي توګه روابط پر ضوابطو نه دي حاکم شوي، نو دغسې باید خلک هم دا توقع او انتظار ونه لري، چې په طبیعي توګه به ضوابط بېرته خپل ځای له روابطو ونیسي او ورباندې برلاسي به شي، د دې لپاره انساني هڅې او کوښښونه حتمي دي، ځکه تر څو چې د اساسي قانون په اساس شفافه دولتداري رانه شي، روابط به همداسې پر ضوابطو حاکم وي، نو پوښتنه داده چې په دې برخه کې د ولس مسوولیت څه دی؟

ولس په دې برخه کې چې څومره لوی مسوولیت لري، نو همدومره یې رول هم موثراو ارزښتناک دی. موږ ټولو ته ښایي چې په دې برخه کې د مسوولیت احساس وکړو او د مسوول شهروند په توګه چلند اختیار کړو او د روابطو برتري په ضوابطو باندې ونه منوزه باور لرم که ولس په دې برخه کې خپل صادقانه، عملي او جدي غبرګون وښيي، نو اتومات به ضوابط د روابطو ځای ونیسي، ستونزې ، ناخوالې او بې عدالتۍ به ورسره راکمې شي.

په دې برخه کې باید ټول د یو مکلفیت او مسوولیت له مخې اقدام وکړو، ځکه تر هغو چې د فساد او روابطو د پاللو پرځای غبرګون ونه ښودل شي، نو تر هغو پورې به له یوې خوا فرصتونه ضایع کېږي، له بلې خوا به بې عدالتي دوام لري او په نتیجه کې به یې ولس خپل حقونه، خپلې ازادۍ او خپل هغه امتیازات چې مشروع نظام او قانون دوی ته ورکړي له لاسه ورکړي، نو لنډه دا چې باید د قانونمندۍ او د ضوابطو د پاللو لپاره په ګډه همکارۍ کار وکړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply