ترهګر د عمل پر ځای عکس العمل ته اړ کړﺉ /  ودان روښان

0 608

 

په دې ورستیو کې یو ځل بیا د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبلې شمېر لوړ شوی دی د بېلګې په توګه د شنبې ورځ د غور ولایت شهر ک ولسوالۍ په اوشان سیمه کې د دوو دولت پلوه قوماندانانو ۱۵ کسان او ۶ دولتي سرتېري  او هم په دې سیمه کې د یو بل دولت پلوه قوماندان ۱۱ کسان او ۲۵ طالبان په جګړه کې وژل شوي دي.

په هلمند ولایت کې له پوځي عملیاتو وروسته لسګونه تښتېدلو طالبانو د فراه  ولایت په بالابلوک او لاش او جوین ولسوالیو او د فراه ښار اړوند سیمو کې د عامه نظم پولیسو او پوځ پر پوستو بریدونه کړي دي.

د رپوټونو له مخې په دغو بریدونو کې، شاوخوا ۵۰ دولتي سرتېري وژل شوي، چې ډېری یې د عامه نظم دي.

د زابل په ارغنداب، دای چوپان او میزانې ولسوالیو کې د پوليسو پر ځینو پوستو طالبانو ډله یيز بریدونه کړي چې ۲۲ پوليس په کې  وژل شوي دي.

د بغلان ولایت تاله وبرفک ولسوالۍ طالبانو نیولې چې امنیتي ځواکونو ته په کې درنه مرګ ژوبله اووښتې او هم د فاریاب ولایت بل چراغ او د بدخشان ولایت کوهستان ولسوالیو لاس په لاس کېدو کې هم دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اووښتې ده. د کابل ښار په دښت برچي او نوي ښار کې پر یو وخت ځانمرګه ډله ییزو بریدونو هم مرګ ژوبله پرځای پرې ایښې. د ننګرهار پر مستوفیت ځانمګر بریدونو کې ۹ کسان وژل شوي. د رپوټونو له مخې د افغانستان بېلابېلو  سیمو کې اوس جګړې روانې دي. داسې ښکاري چې ترهګرو ډلو او دهغوی ملاتړو د تل په شان یوځل بیا له افغان دولت او نړېوالې ټولنې سره دوکه وکړه، په دې مانا کله چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني طالبانو ته د سولې بېساري وړاندیزونه اعلان او نړیوالې ټولنې یې هم ملاتړ وکړ، هغه وخت داسې انګېرل کېده څه چې د ترهګرو ملاتړو داسې شنه څراغونه ورکول چې ګنې طالبان د ولسمشر غني وړاندېزونه څېړي، ځینې طالبان سولې ته د خبرو لیواله دي …څه… او… څه… خو په حقیقت کې طالبان او د هغوی ملاتړو پراخو بریدونو ته چمتووالی نیوه چې کله هغوی ښه ځانونه چمتو کړل نو بیا یې د الخندق په نوم پسرلنیو عملیاتو پیل اعلان وکړ. هماغه وخت مې په یوه لیکنه کې د بېلګو په ښودولو سره وویل چې د طالبانو الخندق عملیات باید بابېزه ونه ګڼل شي چې له وړاندوینې سره سم ټیک یوه اوونۍ وروسته د کابل په شش درک سیمه کې پر خبریالانو او د رسنیو کارکونکو خونړی برید وشو. په هغه برید کې ۹ خبریالان او د رسنیو کارکونکي ووژل شول.

دا دی اوس نږدې د ټول هېواد په کچه طالبانو جنګ جګړو ته زور ورکړی چې دا لړۍ لاهم روانه ده. پردې ټول پوهېږي چې د مرګ ژوبلې دوام هغه هم  په دومره لویه شمېره کې اندېښمنونکې ده، دا ځکه چې د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله هم د امنیتي ځواکونو او هم د ولس پر روحیه ناوړه اغیز پرېباسي. دا تصادفي خبره نه ده بلکې د یو سنجول شوي پلان له مخې لومړی زیانمونکې سیمې او پوستې په نښه شوي بیا د په نښه شویو سیمو سرتېرو شمېر په پرتله لږ تر لږ یو پر پنځه شمېر وسله وال راټول او بریدونه پلان شوي چې په دومره لویه شمېره کې یې مرګ ژوبله اړولې ده. شک نه شته د یاغیانو ملاتړي ددغه ډول عملیاتو خورا اوږده تجربه او چمتوالی لري. په لنډه توګه ویلی شو چې د پاکستان پوځ د تېرې پېړۍ  له  پنځوسمې لسیزې راهیسې د هند او افغانستان په اړه د خپلو هژموني موخو ترلاسه کولو په موخه په دې برخه کې نظري او عملي کار کړی، د دا ډول جګړې مادي، تخنکي، رواني او مانیز اړخونه یې ډېر پخوا په خورا ځیر سره څېړلي او تجربه کړي دي. پر افغانستان د پخواني شوروي سره پوځ یرغل پاکستانیانو ته په دې برخه کې خورا زیات مالي او تخنکي ملاتړ او بډایه تجربه ور په برخه کړل چې ان له افغانستانه د سره پوځ وتلو وروسته هم هغوی دا برخه ژوندۍ وساتله او په پرله پسې توګه یې په افغانستان، هند او د نړۍ ګوټ ګوټ کې ترهګریز بریدونه پلان او عملي کړل چې دا لړۍ اوس هم روانه ده، د مطلب اوږدېدو مخنیوي په موخه دا بحث لنډوو او خپلې موضوع ته راګرځو. روښانه ده، چې طالبانو د خپلو ملاتړو پرمټ د کره مالوماتو له مخې وروستي بریدونه په داسې بڼه پلان کړي چې پر کوم ځای، کله  او څه ډول برید وکړي چې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته درنه مرګ ژوبله واړوي. په دې سره غواړي په ولس او هم امنیتي او دفاعي ځواکونو کې ناخوښي رامنځته کړي او هم د جګړې په اوږدولو سره د افغانستان نړیوال ملاتړي هم له بریا ناهیلي کړي چې د افغانستان له ملاتړه لاس په سر او میدان بیا د افغانستان حریصو  او بدنیته ګاوندیانو ته شغالي شي او د ۷۰ لسیزې لوبه تکرارکړي.

پوښتنه داده چې څه کول په کار دي؟ لومړی وړاندیز مې دادی چې د امنیتي ځواکونو معیشي حالت ښه کولو ته لا نور پام هم وشي. بله دا چې همداوس او له ځنډ يزته باید د ملي امنیت شورا او د وسله وال پوځ سرقومانداني د ټول هېواد زیانمونکو سیمو په اړه کره ارزونه وکړي او په اړه یې جدي تدبېرونه ونیسي، دغه زیانمونکي سیمې که په اضافي ځواکونو نه شي پیاوړې کېدی د اوس له پاره دې د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبلې مخنیوي په موخه پوستې ترې وایستل شي چې البته دا د مرګ ژوبلې مخنوي وروستۍ چاره باید وي ځکه چې ترهګرو ته د سیمو ورپرېښودل په خپله خطرناک او له زیان سره مل کړنه ده، خو د انسان ژوند بیا تر ټولو مهم دی نه ښايي چې امنیتي ځواکونه په لوی لاس د توپ خولې ته ورکړل شي. مهمه مسله داده چې د ترهګریزو بریدونو مخنیوي په موخه دې کشفي او استخباراتي څانګې له هره اړخه پیاوړې شي چې د مخالفینو پلانونو او بریدونو په اړه واردمخه کره مالومات ترلاسه او له څه کولو مخکې تر هوایي او ځمکینو بریدونو لاندې ونیول شي هغه ډول چې څه موده مخکې په فراه، د کندهار بند تیمور او ځینو نورو ځایونو کې وشول چې مخالفینو ته په کې درنه مرګ ژوبله  واووښته.  اوس هم باید افغان امنیتي بنسټونه په تېره کشفي او استخباراتي څانګې پیاوړې او له هغوی دغوښتنو کچه دومره لوړه شي چې وتوانېږي بریدګر له مبدا تر مقصده وڅاري او له برید مخکې یې په مناسب ځای کې له منځه یوسي، پرې نږدي چې ترهګر پر دولتي بنسټونو او امنیتي ځواکونو ډله ییز بریدونه وکړي بلکې باید له برید وړاندې پرې ګوزار وشي. په دغه ځای کې بهرني مانور ته ډېر پام په کار دی اړینه ده چې د ترهګرو مشران او اغیز من کسان له هېواده بهر په نښه او له پښو وغورځول شي او هم یې د وسلو او مهماتو زېرمې ویجاړې شي. کله چې د کندوز یو عادي طالب ډلګی مشر ماشوم د پنځه زره کالدارو په بدل کې د پولیسو پر رنجرموټرو پسې د ماین نښلولو ته ګومارلی شي، ولې د ملي امنیت کارکونکي له دې په ډېرو پیسو دغه ډول کارونه، نه شي کولی یا یې نه کوي؟ اړینه ده چې ځمکه د ترهګرو ډلو مشرانو او غړو ترپښو لاندې سره تبۍ شي، هرځای په نښه او له منځه یووړل شي. باور دادی چې په اوسنیو شرایطو کې دا یوه له اغیزمنو لارو ده په هغه شرط چې په سمه توګه وکارېږي او د ناوړه ګټنې مخنیوی په کې وشي. پر ترهګرو باید د فعالیت کړۍ دومره تنګه شي چې د عمل پر ځای عکس العمل ته اړ کړی شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply