د نړۍ اویا او د سیمې پینځه پنځوس میلیونه پښتنو

عبدالغفور لېوال

0 1,014

هوښیار اوسئ، چې په دغه وخت کې له پښتونخوا سره د قبایلي سیمو ( فاټا) بېړنی ورګډون تصادفي او یا هم د زړه سوي کار نه دی. د دې پرېکړې ترشا ځانګړې اجنداوې شته، چې وروسته ورته اشاره کیږي، خو تر دې وړاندې باید ټینګار وکړم، چې د قبایلي اېجنسیو د اوسېدونکیو روان حقوقي – سیاسي وضعیت د زغملو وړ نه دی. زاړه او وراسته قوانین، وروسته پاتې وضعیت او د انساني ژوند تر ټولو بد شرایط یې باید او خامخا بدل شي.
خو پر دغه حساس و تاریخي مهال، په داسې بېړه، دا بدلون څه نورې کیسې له ځانه سره لري:
۱- ترهرڅه وړاندې د پښتونژغورنې د پیاوړي او تاریخي خوځښت وېشل او ترمنځ یې اختلافات جوړول،
۲ـ د سیمې د استخباراتو او نړیوال ښکېلاک له لوري د افغانانو له روانې ټولوژنې (Genocide) څخه پام په بله اړول،
۳ـ د پښتنو ملتپالو ګوندونو ترمنځ د شخړو او اختلافاتو لویول او ان ټکرونو ته لاره هوارول،
۴ـ د افغان ملي بنسټونو په وړاندې د ولس راپارول،
۵ ـ د خپلواکو قبایلي سیمو پوځي کول او تر بشپړو نظامي شرایطو لاندې هلته د نړیوالو ترهګرو ډلو ځاپرځای کول.
دې ته ورته ګڼ نور اهداف هم شته، چې پریوه غشي د څو مرغیو ښکار ته لارهواروي او د انګریزي ښکېلاک ( بېل یې کړه، اېل یې کړه) سیاست یوځل بیا تداعي کوي.
سپارښتنې :
۱- پر دې مسئله د نظر اختلافات او د سیاسي لیدلوري توپیر، یوازې په سیاسي خبرو اترو او منطق وڅېړئ، وشنئ او د نظر توپیر دوښمنۍ ته مه باسئ.
۲- د پښتونژغورنې پیاوړی ولسي لښکر له منځ څخه پاشل کېدو ته مه پریږدئ او له دې استخباراتي چل ول څخه یې بېل وساتئ، ویې ژغورئ !
۳ـ تاریخي څېرې او د پښتون ملتپال بهیر مشران مه کنځئ، په دې کې هغوی هېڅ ملامت نه دي؛ پاچاخان، خان شهید او نور شخصیتونه و واکمن اوس د تاریخ ځلنده څېرې دي، د دوی سپکاوی هېڅ ستونزه نه شي هوارولای .
۴ـ د پښتنو مسئله تر دې اداري بدلونونو ډېره لویه ده، چې تر دې پراخ ملي شعور او سترې تاریخي پرېکړې یې حللارې دي. پښتانه باید خپلې تاریخي جغرافیې ته ځان ورسوي او هغه له بنسټه د لوی افغانستان پیوستون دی.
۵- د پښتنو لپاره لومړیتوب باید د روان قتل عام په وړاندې په یوه غږ پاڅون وي، موږ باید ژوندي پاتې شو. خپلواکي او واکمني ژوندیو ولسونو ته بویه، نه مړوته.
لنډه یې دا، چې که دا ځل د پښتون په وړاندې د ( بېل یې کړه، اېل یې کړه !) دسیسه ناکامه شوه، نو بیا یې هیڅکله او هیڅوک په سیمه او نړۍ کې د یوه ستر قومي زبرځواک جوړېدو څخه نه شي راګرځولای.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply