پر امریکا د اسامه بن لادن پلور، طالبانو ته ستر عبرت! / ودان روښان

0 584

د ورکړل شویو رپوټونو له مخې د پاکستان پوځ په ۲۰۱۱ کال کې اسامه بن لادن پر امریکا پر ۵۰۰ میلیونه ډالرو پلورلی و.

دغه مطلب د پاکستان د پوځي څارګرې څانګې( ای اس ای) پخواني مشر اسد دراني په هغه   کتاب ( داستخباراتو تاریخ) کې افشا شوی چې د هند استخباراتو یو پخواني لوړ پوړي چارواکي سره یې په ګډه لیکلی دی.

کله چې بن لادن امریکایي ځانګړو ځواکونو د پاکستان پوځي ښارګوټي ایبټ اباد کې په توره شپه په خپل کور کې د تاریخ یو بېساري عملیاتو په ترڅ کې وواژه هماغه وخت هم یاده پېښه یوه معما ښکارېده او ځینو کسانو ورته د شک په سترګه کتل او داسې انګېرنه وه چې په دې اړه کومه مامله شوې یا هم چا غټه بونګه خوړلې ده دا ځکه چې څه ډول شوې د بګرام له هوایي ډګره هیلیکوپترې والوزي شاوخوا ۲۰۰۰ کیلومتره الوتنه وکړي د کلیو، ښارونو او پوځي قطعو او جزوتامونو ان ښایي قول اردوګانو پر سرتېرې شي، په پوځي ښارګوټي( ایبټ اباد) کې د پوځي ټولګي ترڅنګ د یو کور پر باکم کیني، ځانګړي ځواکونه کوز کړي، په کور کې ډزې وکړي، کسان ووژني، مړی له ځان سره هیلیکوپتر ته پورته او هیلیکوپترې بېرته پر همغه تګلوري خپلې اډې ته روغې رمټې ستنې شي؟!

په داسې حال کې چې ویل شوي د پاکستان پوځ د نړۍ له ځواکمنو پوځونو ګڼل کېږي څه ډول شونې ده چې تر ولکې لاندې خاورې پر سر دې یې پردۍ هیلیکوپترې سلګونه کیلومتره الوتنې وکړي، بریالۍ چاپه دې واچوي، بېرته دې ستنې شي خو پوځ پرې خبر نه شي! د پوځ رادار څه کوي او نور د فضا څارنې سیستمونه څه کوي؟ په داسې حال کې چې نه کوم تطبیقات او نه هم د هوایي ځواک د شپې تمرینونه او عملیات وي.

له دې پېښې وروسته امریکا، پاکستان ته هیڅ هم ونه ویل چې دا خپله د پوښتنې وړ مسله ده او هغه دا چې امریکا اسامه ته د پنا ورکولو په تور د طالبانو اداره چپه کړه او مالومه هم نه شوه چې رښتیا اسامه ته طالبانو پنا ورکړې وه که پاکستان؟ او که طالبانو هم پنا ورکړې وه نو د پاکستنیانو په امر یې دغه کار کړی و ځکه هغه ډول چې اوس طالبان د پاکستان ډول ته ګډېږي او د هغه هېواد ستراتېژي په افغانستان کې پلې کوي، هغه وخت هم همدغه حال و. رښتیا دادي چې پاکستانیانو هغه وخت هم پر اسامه او طالبانو خپلې موخې پلې کولې خو   کله چې زور پرې راغی نو مشر وویل:«پهلا پاکستان» نو ځکه یې طالبان او اسامه ټول   پر امریکا وپلورل چې د امریکا اوسني ولسمشر ډونلډ ترمپ په وینا:«پاکستان امریکایي مشران دوکه کړل او د ترهګرۍ پرضد مبارزې په پلمه یې له ۳۳ میلیارده ډالرو ډېرې پیسې ترې واخیستې خو د ترهګرۍ پر ضد یې نه یواځې رښتینې مبارزه ونه کړه بلکې ترهګر یې نور هم د امریکایانو وژلو له پاره پیاړوي کړل»

امریکایانو د پاکستان په پوځي ښارګوټي کې له کلونو راهیسې ساتل شوی د پوځ معزز میلمه( اسامه بن لادن) پیدا او وواژه خو پاکستان ته یې هیڅ هم ونه ویل داسې لکه چې پاکستانیانو هیڅ ګنا نه وي کړې او بن لادن د دوی له خاروې بهر کوم ټاپو کې په نښه او وژل شوی وي، بلکې هغه د چا خبره یو پاو لا د پاکستان پر امریکانو بار شوې وه چې د پاکستان پر فضایي حریم یې تېری کړ دی؟. پاکستاني چارواکو د تل په شان ددې قضیې تاو هم له پښتنو وایست او وتلی ډاکتر شکیل افریدی یې په دې تور بندي کړ چې ګنې امریکایانو ته یې د بن لادن ځای ځای ګی ورښودلی و. خو په اصل کې دا هغه چې وایي د غر په پر پټول او زرګري جنګ و چې هڅه یې د القاعده پاتې شونو له احتمالي بریدونو د پاکستان ژغورل او د پاکستانیانو په سترګو کې خاورې اچول و چې په دې سره وکولی شي د اسامه پرسر له امریکا ۵۰۰ میلیونه ډالر انعام پرې ګړوت کړي.

ښکاره ده چې ددې کیسې تر شا مامله شوې او هغه هم داسې چې څو لورو په کې خپلې ګټې ترلاسه کړې. که وکتل شي په دې مامله کې باراک اوباما دویم ځلي د امریکا ولسمشر شو ځکه چې د امریکا هغه غلیم یې وواژه چې درې نیم زره امریکایان یې وژلي، د امریکا اقتصادي ځواک سمبول یانې د نیویارک سوداګریز مرکز دوه غبرګلونې اسمان څکې او هم دهغه هېواد د پوځي ځواک سمبول یانې پنتاګونو سره یې تښتول شوې الوتکې جنګولې وې نو د دغسې یو غلیم وژل په دې ارزيدل چې اوباما یې په انعام کې دویم ځلي د امریکا ولسمشر شي. بل پلو د امریکا څار ګرې څانګې هم د انعام وړ وې چې د امریکې دومره ستر غلیم چې پورته یې یادونه وشوه له منځه وړی دی او همدغه راز، په دې برخه کې نور امریکایي ښکیل بنسټونه او کسان هم چې وتوانېدل امریکا ته د اوړو پوزه جوړه کړي دستاینې دي. بل خوا په دې مامله کې پاکستاني جنرالانو هم خورا ښه ګټه وکړه په افغانستان کې د لاسوهنې او د ترهګرو پر روزلو یې امریکایانو سترګې پټې کړې، پر پخوانیو وړیا میلیاردونو دالر یې۵۰۰ میلیونه نور هم جیبونو ته ووهل چې د پاکستان دننه او بهر کې پرې پانګونه وکړي، اسامه خو هسې هم نور د دوی په درد نه خوړ، ځکه چې له اسامه سره دغه وخت د پخوانۍ شاوخوا ۶۰۰ میلیون ډالري پانګې ایله له ۲۰۰ تر ۳۰۰ میلیونه ډالر پاتې وو او لا که پاتې هم نه و او ښایي د بن لادن پاتې پانګې ډېره برخه یې د پاکستاني جنرالانو لاسته ورغلې وي او بله دا چې د اسامه رول نور له دوی سره او هم په سیمه ییزه کچه  پای ته رسېدلی و ځکه چې له ۲۰۱۰ کال راهیسې نور داسې کسان په رادبره کېدو وو چې د اسامه په پرتله ډېر ځواکمن وو لکه ابوبکر بغدادي او نور چې د ۲۰۱۳ کال په پای کې د لوبې ډګر ته راووتل خو د امریکایانو بیا اسامه په کار و ځکه چې هغوی خپل دلایل درلودل چې مخکې یې یادونه وشوه.

پر امریکا د اسامه پلور د پاکستان کومه نوې لوبه هم نه وه ځکه چې پخوایې هم رمزي یوسف، خالد شیخ محمد، ایمل کانسي، ملا سلام ضعیف او د ځینو مالوماتو له مخې  ۴۰۰۰ پاکستانیان او نور بهرینان پر امریکا پلورلي وو خو د اسامه د پلور ماملې بربنډېدل د طالب مشرانو له پاره ځکه د عبرت لوست دی چې دوی باید پردې وپوهېږي چې کله هم ددوی رول پای ته ورسېږي که هرڅومره صادقانه د پاکستان غلامي یې کړې وي بیا یې هم په پلورلو کې ځنډ نه کوي او یا دا چې د دوی(طالب مشرانو) په بدل کې داسې مامله پاکستانیان پیدا کړي چې له دوی (طالب مشرانو)یې ګټه ورته ډېره وي بیا هم یې په پلور کې زړه نه وهي او له بن لادن په ډېره ناوړه بڼه یې پېرودونکی ته په لاس ورکوي. هغه ډول چې نور طالب مشران لکه، ملا عمر، ملا اختر منصور، ملا عبیدالله، ملا یاسر، ملا عبدالرقیب، ملا عبدالغني برادر  او ډېر نور یې له کونډۍ ونې ځار کړل پاتې یې هم څه د ادې زامن نه دي او که وي هم هغوی د خپلې ادې په زامنو هم ایله ونه کړه او شاوخوا څلور زره یې د ډالرو په بدل کې امریکایانو ته لاستړلي په لاس ورکړل نو هغه طالب مشران خو یې نصوار هم نه دي چې په کوټه، پېښور او نورو ځایونو کې د پاکستان استخباراتي مامورانو چې پخواني مجاهدین یې مقامات بولي تر څارنې لاندې شپې ورځې تېروي او د پېشوریانو په خبره ټیم پاسوي.

خو هغه عزت، سرلوړي، ویاړ، امنیت او برم چې یو څوک یا یو افغان(څوک چې ځان ته افغان وایي) په خپل پلرني ټاټوبي کې لري بل هیڅ ځای یې نه لري، په پاکستان کې خو یې بیخي نه لري، نوره مو خوښه خپله!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply