طنز – محمود نظری- ډیر یې مه کښوه چې شلیږي!

0 1,260

 

 

 

ماشومان  هر ناشوني شي ته  اتومات په ژړا کیږي

خره ناکام سیاستوال دلته د ماشوم له هنره کار اخلي

فنر چې سره کښېکاږئ د ایله  کولو وروسته په هوا کیږي

لوچکان له هر چالاکي او چانسه لکه  له فنره کا راخلي

رابړ چې سره کش کړې د ایله کولو  وروسته  بیرته لنډیږي

ارګ ولي هر وخت له چورلنډوخلکولکه له رابړه کا ر اخلي

لنډاک  سیاستوال په کشولو کشولو کله غټیږي، شلیږي

له ناهله ولي دولت  له اوله له ډیره  زور اوجبره  کار اخلي

دا دولت د هرې بوغۍ   په پو  پوکولو لوی بالون جوړکړي

هغه چې په هوا سي بیا دهغه چاودو ته له صبره کار اخلي

هر سپین کالي او لو یه سپينه  ږيرې  سیک لوی ملا کړي

د ښه ملا په ځای دفتوا  لپاره  هر وارله  سپین ګبره کار اخلي

دلته دهرخړ  والي سره د څو وزارتو اوسفارتونو معامله کیږي

دټولو نقلیه وسایلوسره اوس لا ارګ له ګاډۍ خره کار اخلي

په دې ملک کې خدای ږو که دا ناولي کرغیړني وړۍ شړۍ سي

دنیا دخپل بار وړلو لپاره دلته له ناخبرو لکه د خره کار اخلي

ډیرو د امریکا په یوه مسکا  خپل  نا ولي پرتوګونه  ویستل

هر یویې دهرموږک په  کوچنی سوړه کې د خپله سره کار اخلي

څوک يې افغان څوک يې افغانستان  څوک يې اسلام نه مني

دسیاست په بزم کې بډو د ایران له روزل سوی بازیګره کار اخلي

دا یوې ډلې ټول افغانستان  تباه  او سم دم چورماچورکړ

نه نیول کیږي چې ونیول سي بیا د مسعود له شجره کار اخلي

وطن يي نیم کړی دی په زاریو او زګیرویو د امریکا په سیلاوه

غله دلته د غلا د ازادي لپاره د ډیموکراسۍ له کره کار اخلي

دا افغانان  ډیر یې د ذاته اشغالګرو ته به خوله او زړه ترخه دي

دا  پلورل سوي د هر امریکا اوناتو سره د  خولې له شکره کار اخلي

غنی مننه چې د تذکرې د  اخیستلو امر دی نر غوندې جاري کړ

دا وطن پلورنکي  یوچونګ دي په چم او ټګي د بې خبره کا راخلي

 

چورلنډ  (بدمعاش)، لنډاک ( لنډ سوچه)، چونګ ( دیوې لپې نیم)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply