د حکومت او طالبانو له اوربند وروسته څه کول پکار دي؟/ ګلرحمن رحماني

0 544

سوله چې له یوې خوا د خدای امر دی او له بلې خوا د ولس او حکومت غوښتنه ده، نو د حکومت او افغان وسله والو طالبانو ترمنځ د اوربند له اعلان وروسته اوس دې دې وخت رار سېدلی دی چې ولس او د بېلابېلو اقشارو استازي په دې برخه کې یو بل مهم ګام واخلي او دغه دواړه خواوې په خپلو کې سولې ته سره راضي کړي. داسې باور دی چی شاید د افغان حکومت او طالبانو د اوربند موده وغځېږي .

متل دې چې په هرې تورې شپې پسې سبا وي، افغانانو ډېرې تورې شپې د روښانه سهار لپاره سبا کړې ، داسې ښکاري چې نوره تیاره لدې وطن څخه په ټولېدو ده او رڼا خورېږي،ځکه افغان ولسمشر د پنجشنبې په ورځ له ارګ نه د یو ویډیویي پیغام له لارې وویل (د روژې مبارکې میاشتې له ۲۷مې نېټې څخه د کوچني اختر تر پنځمې پورې اوربند اعلانوم او عین وخت کې د هیواد ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هدایت ورکول کېږي چې د اوربند پر مهال پر افغان وسله والو طالبانو خپل ټول تهاجمي عملیات متوقف کړي، خو د داعش ، القاعدې او نورو نړیوالو تروریستي شبکو پر ضد به عملیات ادامه ولري).

د افغان حکومت د اوربند په ځواب کې وسله والو طالبانو هم د اخترې درې ورځې اوربند اعلان کړی دی چې حکومت او افغان ولس یې ستاینه او هرکلی کړی دی او خدای دې وکړي چې دغه اوربند په دایمي اوربند او تلپاتې سوله بدل شي.

د سولی عالی شورا چی د طالبانو او افغان حکومت د سولې منځګړیتوب کوي ، د افغان حکومت د اوربند غوښتنې ته د وسله والو طالبانو له مثبت ځوابه هر کلی کوي او وایي ( موږ هیله مند یو چی دا به د مخامخ او نیغ په نیغه خبرو اترو لپاره لمړنی ګامونه وی ، تر څو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مذاکراتو او سولی لپاره د افغانانو اوږدمهاله هیلی په واقیعت بدلی شوی وی ، مونږ هیله لرو چی دا لمړنی ګامونه اوږدمهاله اوربند ته زمینه برابره کړی) .

د افغان دولت او طالبانو د اوربند ملاتړ او هر کلی ولس هم کړی او خوښي یې څرګنده کړې ده او له دواړه لورو یې هیله کړې چې دا اوربند دې وغځېږي، تر څو افغان ولس نور هم په سوله کې ژوند وکړي .

دا چې دواړه لورو اوربند کړی او په هیواد کې یې ډزبندي اعلان کړې او د دوی تر څنګ ناټو او امریکا ویلي چی مونږ د افغان حکومت له دی اقدامه هر کلی کوو، خو د داعش په وړاندی به جګړه روانه وساتو، دا چی اوربند به څوک ماتو وخت به یی معلوم کړی .

افغان ولس، مشرانو، متنفذینو، علماو او ټولو ځوانانو ته پکار ده چی د سوشل میډیا او ټولو هغو لارو څخه چې دوی یې د سولې لپاره موثره بولي،ی د دواړه لورو له خوا د اوربند شعارونو کی سالم نقش ولوبوي ، په ټولنیزو رسنیو کی باید داسی شعارونه خپاره کړي، تر څو د دولت مخالفین دېته اماده شي چې له حکومت سره د ځوانانو له طریقه سوله وکړي .

علماء کرام ، سپن ږیری او مخور باید د ممبر له لارې خپل مسولیت ترسره کړي ، د سولې په اهمیت باندې ممبر له لاری وغږیږی ، او د دی تر څنګ باید د اوربند په اړه باندی هم وغږیږی .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply