د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال حیات پرېغال تښتول شوی

0 646

 

د جنوبي وزیرستان ټولنیز فعال او د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړی حیات پرېغال له خپل کوره په زوره اوچت کړل شوی دی. د هغه ورور مشال راډیو ته ویلي چې بېګا د جمعې شپه ځینې وسله وال کسان چې د پولیسو جامې یې اغوستې وې او دوې ښځې هم ورسره وې د دوی کور ته په زوره ور ننوتل او له ځانه سره یې یووړ.

د پرېغل ورور زر خان وايي، ”نېږدې لس یوولس کسان د وردۍ والا وو او پنځه تنه په ساده جامو کې ول، دراوزه یې راوټکوله او پاس کوټې ته وختل. حیات، زما پلار او دوه ورېرونه او زه یې یوې خوا ته کړلو او و یې تمبولو، له هغه پس یې حیات پرېغال له ځان سره بوتللی تر اوسه یې پته نه لګېږي.”

د حیات پرېغل یوه بل ورور ناصر خان مشال راډیو ته وویل چې ده ورور پاکستاني پوځ وړی دی او د ده اوله دعوا پر پوځ باندې ده، ورسره پر ای اېس ای، اېم ای، او پولیس باندې ده. نوموړی زیاتوي که یې ورور ته نقصان ورسېدلو. نور وس یې نه شته ولې چې د پاکستان بادشاهي ده. جنګ نه شي ورسره کولی خوپر خپلځان به پټرول واچوي او ځان ته به اور ورکړي.

هغه وویل، احتجاج ته به خپل ټول بچیان بیایي، ښځې به ټولې بیایي. ټول به په احتجاج کې ودروي.

ناصرخان زیاتوي چې (حیات پرېغال یې د کور یو لالټین دی او دا بتۍ یې را ته بلېدله او نن زما دا لالیټن (څراغ) را ته ختموي.)

په ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو ضلعي مشر ظهور اپرېدي مشال راډيو ته وویل چې حیات پرېغال پولیسو نه دی وړی که یې وړی وای نو نېغ به یې تاڼې ته وروړی. او پولیس خو یې تر۲۴ ګنټو زیات ساتلای هم نه شي، مجسټرېټ ته به یې پېشوي. پولیس خو یې چې اوچت کړي نو ښکاره کوي به یې، پټولای خو یې نه شي.

د پي ټي اېم فعال غړی حیات پرېغال له مسلکي پلوه فارمسیسټ دی او یوه میاشت مخکې له دوبۍ څخه د ډېره اسماعیل خان په ظفر اباد کې خپل کور ته په رخصتیو تللی وو.

حیات پرېغال
حیات پرېغال

پر دغه پېښه د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ مشر ډاکټر سید عالم مسود پر خپل فېسبوک کښلي چې د حیات پرېغال د راخوشي کولو لپاره د غورځنګ ملګري تر هره بریده تلای شي.

پښتون ژغورنې غورځنګ په پاکستان کې له عدالته لیرې وژنو، د ورک کړل شویو خلکو عدالت ته د وړاندېکولو او د پشتنو په سیمه کې د خلکو د ځان او مال د حفاظت یقیني کولو غوښتنه کوي.

مشال رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply