په سعودي کې د دیني علماوو د ناستې ارزښت/ګلرحمن رحماني

0 748

په سعودي عربستان کې د افغان سولې په اړه د نړۍ د دیني عالمانو دوه ورځنۍ ناسته د ۳۳ هیوادونو ۱۵۰ عالمان او مفتیان ګډون لري چې د بحث اصلي موضوع یې د افغانستان د جګړې پایته رسېدل او د سولې تامین دی. په دې کنفرانس کې به په افغانستان کې د تروریزم او سختدریځۍ پر ضد د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو دریځ هم روښانه شي .

دا غونډه د دې لپاره د افغانستان لپاره ډېره ګټوره ده چې له یوې خوا د اسلامي نړۍ هم اشخاص په کې را غونډ دي او له بل لوري د ایات او حدیث په رڼا کې د افغانستان جګړه غندي او نامشروع یې بولي. دا غونډه په حقیقت کې له طالب څخه د جګړې هغه مشروعیت اخلي چې پاکستانیو ملایانو به ورکاوه او دوی به خلکو ته تبلیغاوه.

د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، دا لمړی ځل دی چې د نړۍ په کچه د اسلامي نړۍ عالمان د افغانستان د سولې په اړه راغونډېږي چې دا زموږ او د افغانستان د سولې لپاره یوه لویه لاسته راوړنه او لوی ملاتړ دی. افغان پلاوی دې ناستې ته د افغانانو د سولې غږ لېږدوي .

د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء مشر ډاکټر اکرم خپلواک وویل (موږ د طالبانو راتګ ته د جدې او مکې مکرمې په کنفرانس کې او بله هره غونډه کې هر کلی وایوو او غوښتنه مو دا ده چې د دوی د مختلفو سطحو رهبري ، علمایې ، سیاستوال یې د رهبري غړي یې ، په هر ځای کې چې وغواړي په غونډو کې د افغانستان له علماوو سره ، سیاستوالو سره او د حکومت له غړیو سره برخه اخیستلی شي او موږ یې هر کلی کوو) خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوی پیغام پاڼه کې ویلي چی افغان حکومت غواړي د داسې اوازو په خپرولو سره د خلکو ذهنونه مغشوش کړي ، او د سعودي په غونډه کې ګډون یې هم رد کړی دی .

د سعودی عربستان په کنفرانس کې به د افغان جګړې په اړه د ۳۷ هیوادونو علما او مفتیان د روانی جګړې په اړه یوه اعلامیه هم صادره کړي او په دغه اعلامیه کې به پر دې ټینګار وشي چې ایا په افغانستان کی روانه جګړه مشروعیت لری او که نا ؟

سعودي عربستان په تېرو ۱۷ کلونو کې د سولې لپاره څو ځلي  وړې او لویې غونډې برابرې کړي خو دا ځل متفاوته غونډه جوړوي ځکه په دې غونډه کې د اسلامي هیوادونو علما او مفتیان راټولېږي او په افغانستان کې د جګړی د مشروعیت او نه مشروعیت په اړه فیصله کوي. دوه اوونی وړاندی د مسلمانانو تر ټولو سپیڅلو ځایونو مکه او مدینه منوره کې د افغان جګړې په ناروا کېدو خطبه وویل شوه چې د افغانستان علماوو، حکومت او عامو افغانانو یې تود هرکلی وکړ.

د افغانستان دیني علما او د سولې عالي شورا استازي هم په دې غونډه کې ګډون لري او هغوی هیله ښودلې چې دا غونډه به د افغان سولې د تامین په برخه کې پام وړ رول ولري، ځکه طالبانو، پاکستان او د ترهګرو نورو ملاتړ ته به سخته وي چې د اسلامي نړۍ د جیدو علماو پر وړاندې ودرېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply