امریکا د افغانستان په اړه پر خپلې ستراتیژۍ بیا غور کوي/ محمد روښان ښاد

0 756

د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ له اعلان یو کال وروسته په پام کې ده واشګنټن د دې ستراتیژۍ په اړه یو ځل بیا غور وکړي. له اوسنۍ ستراتیژۍ سره درې زره امریکایي سرتېري افغانستان ته واستول شي او هوایي بریدونه زیات کړي.

امریکایي مقاماتورویټرز اژانس ته ویلي چې ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د پرمختګونو له پڅوالي او هغې ستراتیژۍ چې تېر کال یې اعلان کړه، ناخوښه دی. د ټرمپ ادارې په افغانستان کې د نظامي سلاکارانو، روزونکو او کمانډویانو شمېر او د افغان هوایي ځواکونو ملاتړ زیات کړ.

د امریکا پر ستراتیژۍ د غور پرمهال په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر، په جنګ کې پرمختګونه او طالبانو سره د سولې پر مذاکراتو بحث او ارزونه کېږي. 
د ډونالډ ټرمپ د ستراتیژۍ له اعلان سره هیله وه چې د جنګ په جبهو کې د طالبانو پرمختګ کم شي، دا ډله په کافي اندازه کمزورې او په پایله کې دا ډله وځپل شي او د د طالبانو مشران د سولې مذاکراتو ته تیار شي، ولې دا وړاندوینه عملي نشوه. دا مهال طالبان په کلیو کې پرمختګونه لري او ځینې مهال ښارونه هم تهدیدوي.

د سیاسي مسایلو شنونکی جبران لاروند په دې باور دی چې که امریکا غواړي د افغانستان په اړه ستراتیژي یې بریالۍ وي باید پر سوله تمرکز وکړي نه پر جنګ: که امریکا فکر کوي چې ستراتیژي یې په افغانستان کې بریالۍ وي لومړی باید پر پاکستان زیات فشار راوړي او دویم پر سوله تمرکز زیات کړي.

دا مهال په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر ۱۵۰۰۰ تنو ته رسېږي. دا ځواکونه افغان امنیتي ځواکونو ته په مشورې ورکولو او د دوی په روزنه بوخت دي. ځینې مهال امریکايي ځواکونه په نظامي ماموریتونو کې هم ګډون کوي لکه سږکال چې فراه سقوط ته نږدې شوه، نو امریکایي ځواکونو پر جګړه مارو برید وکړ او طالبان یې پر شا وتمبول.

کارپوهان پر دې باور دي چې اوس امریکا متوجه شوې چې د جنګ د پرمخ بېولو پرځای په زیات لګښت غوره ده د سولې لاره اختیار کړي او له دې لارې د افغانستان ماموریت بریالی کړي.

د سیاسي چارو شنونکی عبدالشکور دادرس وایي: زما په باور امریکا غواړي د جنګ ستراتیژي د سولې په ستراتیژي بدله کړي. هغه زیانونه او ګټې چې دوی یې له افغانستان څخه لري په جنګ نه تامینېږي؛ نو ځکه یې تصمیم نیولی چې د سولې له لارې په دې هېواد کې خپلو موخو ته ورسېږي.

امریکایي مقامات وایي تراوسه د افغانستان لپاره د امریکا پر ستراتیژۍ غور نه دی پیل شوی اما ممکن په راتلونکو میاشتو کې بیا له سره وارزول شي.

د ډونالډ ټرامپ په اوسنۍ ستراتیژي کې له پاکستان څخه د توندلارو د ملاتړ په توګه یادونه شوې او له دې هېواد غوښتل شوي چې د تروریستي ډلو ملاتړ نه لاس واخلي. د دې ستراتیژۍ له اعلان وروسته د پاکستان لپاره د امریکا مرستې کمې شوي او پر پاکستان د جنګي جټ الوتکو پلور ودرول شوی دی.

د سیاسي مسایلو شنونکی جبران لاروند وایي هغسې چې ښایېدله پاکستان هغسې لازم فشار پر پاکستان را نه وړ: کله چې د جنوبي اسیا او افغانستان په اړه د امریکا ستراتیژي مطرح شوه، هیله دا وه چې پر پاکستان فشار زیات شي، خو د امریکا د فشار زیات تمرکز د پاکستان پر ځای په جنګ و.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply