انګلستان هند ته ستره ماتې ورکړه او د یو ورځنیو سیالیو لړۍ یې وګټله

0 919

انګلستان هند ته ستره ماتې ورکړه او د یو ورځنیو سیالیو لړۍ یې وګټله

دعوت میډیا ۲۴ (سه شنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د انګلستان او هندوستان ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو درېیمه لوبه کې انګلستان هند لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه او په دې سره یې د یو ورځنیو سیالیو لړۍ وګټله.

د انګلستان لخوا جويي روټ په زړه پورې لوبه وکړه، چې د وروستۍ منډې په پوره کولو سره یې سلیزه هم پوره کړه او لوبډلې ته یې بریا هم وروبخښله. په وروستي وخت کې انګلستان ته د ۲ منډو اړتیا او د جویي روټ سلیزې ته د ۴ منډو اړتیا، چې روټ د هاردک پانډیا په توپ څلوریزه ووهله، او د بریا ترڅنګ یې سلیزه هم پوره کړه.

ننۍ لوبه کې لومړی توپوهنه د هند لوبډلې وکړه، چې په پېل کې د روهیټ شرما له ویکټې غورځېدلو وروسته ویرات کوهلي او شیکر دهاون د ۷۱ منډو په زړه پورې ملګرتیا وکړه، په همدې ډول هند تر پایه سوکه توپوهنه وکړه چې د ۸ لوبغاړو په سوځېدلو یې ۲۵۶ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د انګلستان لوبډلې ښه او چټک پېل وکړ، او وروسته د جویي روټ او ایون مورګن لخوا د ۱۸۶ ناسوځېدلو منډو په زړه پورې ملګرتیا ترسره شوه، چې روټ ۱۰۰ او مورګن ۸۸ ناسوځېدلې مسوولانه منډې جوړې کړې، چې د ۳۳ توپونو او ۸ ویکټو په توپير یې هند ته ماتې ورکړه، او په دې سره انګلستان د درې یو ورځنیو سیالیو لړۍ هم په ۲-۱ وګټله.

جویي روټ په دوه پرلپسې سلیزو سره نن د یو ورځنیو سیالیو ۱۳مه سلیزه پوره کړه، چې د انګلستان لپاره لومړی لوبغاړی شو، او په همدې ډول یې په یادو دریو سیالیو کې ۲۱۰ منډې جوړې کړې، چې د په همدې ډول د یو ورځنیو سیالیو لړۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو.

ددغه لړۍ په لومړۍ سیالۍ کې هند لوبډلې د شل اوریزو سیالیو په څېر په یو ورځنۍ سیالۍ کې هم انګلستان ته سخته ماتې ورکړه، چې تمه کېده په اسانۍ سره به د یو ورځنیو سیالیو لړۍ کې بریا خپله کړي، خو د انګلستان لوبډلې سخته ځوابي لوبه وکړه.

له لومړۍ ماتې وروسته د انګلستان لوبډلې په دویمه سیالۍ کې چې د کرېکټ په تاریخي لوبغالي لارډز کې ترسره شوه، هند لوبډلې ته د ۳۲۳ منډو ستر هدف وټاکه، چې هند لوبډله یې په پوره کولو کې ناکامه شوه او یوازې ۲۳۶ منډې یې جوړې کړې.

په دې سره د هند او انګلستان ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو لړۍ د انګلستان په بریا پای ته ورسېده، چې له دې وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو سیالیو لړۍ هند لوبډلې په ۳-۰ ګټلې وه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply