طالبان زابلیانو ته د کومې ګنا سزا ورکوي؟

0 702

ودان روښان

د ورکړل شویو رپوټونو له مخې طالبانو د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ له لرې پرتې موسی زیو سیمې لسګونه کورنۍ د خپلو کورنو پرېښودو ته اړې کړې دي. طالبانو ددې سیمې شبږ کلیو اوسېدونکو ته ویل چې دوی(طالبان)غواړي له دې سیمې پر دولتي ځواکونو پراخ بریدونه وکړي نو ځکه خو باید خلک خپل کورونه پرېږدي.

په دغه ځای کې دوه مهمې پوښتنې راپورته کېږي او هغه دا چې اوسمهال ټول ولس له هغې جملې د زابل میړني اولس د جګړې ضد او سوله غوښتنې خپل غږ پورته کړی چې دغه غږ د جګړو لومړیو کرښو طالبانو تر بل هرچا زیات بدرګه کړ. د کوچني اختر په ویاړ درې ورځني اوربند کې زابلي طالبانو تر نورو ډېر د سولې هرکلی وکړ او ان له اوربند وروسته طالبانو له زابلیانو سره په استثنایي بڼه د سوله غوښتنې لاریون هم وکړ چې دا په خپله سولې ته د زابیانو تنده او له جګړې ستړیا او کرکې ښکاره نښه ده، نوبیا ولې طالبان پر جګړې ټینګار کوي په داسې حال کې چې د سولې له پاره د طالبانو استازو او امریکایانو ترمنځ هم خبرې اترې شوي چې طالبان په ډېر ویاړ وایي چې له امریکایانو سره یې په ګډه چای او کلچې خوړلې دي چې دا په خپله سولې ته د طالبانو لیوالتیا ښيي نو که داسې وي نو بیا ولې طالبان مظلوم زابلیان په اور اړوي هغه هم په داسې بڼه چې سلګونه کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودو ته اړې کړای شي؟

که وکتل شي په پخوا کې داسې په ډانګ پېیلې توګه طالبانو له دولتي ځواکونو سره د جګړې چمتووالي په اړه اعلان نه و کړی او که دا رښتیا هم دغسې کوم څه وي نو ښکاري چې طالبان د کوم لوی او پراخ جنګ پلان لري هغه ډول چې له موسی زیو سیمو د شاجوی ولسوالۍ او د ولایت مرکز کلات ښار ته ورغلي خلک وایي طالبانو ورته ویلي، چي د یوې لويي جګړې پلان لري، نو په کار ده، چي خلک ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي.

که داسې وي نو طالبانو او په ټوله کې د هغوی ملاتړو استخباراتي شبکو په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه د سولې پراخو هڅو شنډولو په موخه د لاډېرو وینو تویولو ته ملاتړلې ده چې له بده مرغه بیا به یې هم زیان د زابل مظلوم ولس وګالي. دا داسې مهال دي چې په تېره شاوخوا یوه نیمه لسیزه کې د زابل ولس خپل بچیان په هر نوم او لامل چې و د طالبانو په جګړو کې قرباني کړي. د طالبانو د جګړو او بغاوت له امله زابل له هرډول پرمختګه لکه پوهنې، روغتیا او د بیارغاونې له نورو پروژو پاتې شوی دی. په تېرو کلونو کې له زابله بیخي لږ شمېر زده کونکي د کانکور په ازموینو کې بریالي شوي او زابل یوازینی ولایت و چې یو وخت د زرګونو کسانو ترمنځ ان یو کس هم د ملکي خدمتونو او اداري سمون ګومارنو په ازموینو کې ګډون نه و کړی چې دا په خپله د پرمختګ له کاروانه د زابل او زابلیانو بېرته پاتې کېدو څرګنده بېلګه او نښه ګڼل کېږي چې لامل یې هم طالبان او د هغوی بغاوت دی. له دې ټولو سره سره دادی اوس طالبان غواړي بیا هم د زابلیانو د سولې غوښتنې هیلو ته د جګړې، اور، مرګ او وینو پیغام راوړي. خو که داسې وي چې طالبانو د پراخو بریدونو او جګړو تابیا کړې وي نو پر دې ټول پوهېږي چې دولت او د هغه نړیوال ملاتړي په لویو جګړو کې پر طالبانو برلاسي دي،که خبره د جنګ جګړو وي هغه هم په داسې بڼه چې د جګړې جبهه پراخه او ډېر کسانپه کې ګډون وکړي نو په دې سره ښایي طالبان ترټولو ډېر زیان وګالي.  

په دغه ځای کې بله مهمه انګیرنه دا هم کېدی شي چې په دغه ځای کې ښایي کوم بل پلان وي او هغه دا چې طالبان غواړي دغلته بهرني اورپکي ځای پرځای کړي چې دغه کار یې پخوا هم کړی دی. (۱)

دا هم شونې ده چې په دغه ځای کې د ځینو طالب قوماندانانو قومي موخې هم وي په دې مانا چې ښایي ځواکمن طالب قوماندانان غواړي له دې سیمې خلک وباسي او په هغې کې خپل قومیان او پلویان ځای پرځای کړي چې دا به بیا داسې ستونزې وزېږوي چې لسیزې لسیزې به دوام وکړي، سره له دې چې په دې اړه کره شواهد نه شته خو په پخوا کې د ای اس ای په لاس د ملاعمر له وژل کېدو او د همدې استخباراتي شبکې په خوښه او زور د طالبانو مشر په توګه ملا اخترمحمد منصور غوره شو، ځینو طالب قوماندانانو یې مخالفت کړی. په دې ډله کې  د ځینو نورو ترڅنګ د پخواني نوموتي او بېرحمه وژل شوي طالب قوماندان ملاداد الله ورور منصور داد الله هم و. په دغه اخ وډب کې د ملامنصور پلویانو منصور دادالله او د هغه څو پلویان د قومي تړاو په دسیسه کې ووژل. یا هم ښایي طالبان غواړي دغلته د ناقانونه کاروبار لکه د نشه یي توکو پروسس کارخانې جوړې او یا هم د هیرویینو او قیمتي ډبرو کاروبار مرکزونه جوړ کړي.

هرڅه چې وي، وي به خو له هغه ځایه چې د موسی زیو سیمه خورا حاصلخیزه ده او ددې سیمې خلک تر ډېره د ورځني ژوند اړتیاوې له کرنې او بڼوالۍ پوره کوي او اوس چې د غلو دانو او میوو ټولولو وخت دی او خلک د کال خواري حاصل او لګښت توښه برابروي په دغه وخت کې له خپلو سیمو د خلکو شړل له مظلوم ولس سره د طالبانو له دوښمني پرته بل څه ګڼل کېدی شي؟  

(۱)طالبانو تر دې وړاندې د زابل په خاک افغان او ارغنداو ولسوالیو کې د بهرنیو اورپکو لکه چیجنیانو، عربانو، پاکستانیانو د منځنۍ اسیا اوزبیکو اونورو ځای پرحای کېدو خبرو کړل شوی و. د زابل ولایتي شورا رییس عطا جان حق بیان ویلي و چې ددغه ولایت اړوند دتګ راتګ ټولې لارې له ډېورنډ کرښې هغې غاړې  ته پرانیستې دي، طالب او داعش اورپکي پرې ازاد تګ راتګ کوي . ده ویلي و:« اوزبیکان، چیچنیان او عربان او دنورو هېوادو اورپکي د ای اس ای په لارښوونه دغلته ځای پرځای او پاکستان یې تمویلوي.»

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply