د امریکا ستراتیژي او د سولې څرکونه

0 734

مطیع الله سحر

دمتحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تېر اګسټ پر ۲۲ دافغانستان او سیمي لپاره خپله سراتیژي اعلان کړه، امریکايي چارواکي وایي دافغانستان او سیمې لپاره خپله ستراتیژي ارزوي چې په پایله کې به یې دا په ډاګه شي چې په کومو برخو کې ډېر کار او زیار ته اړتیا ده.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزیف ووټل په واشنګټن کې په یو وینا کې وویل د نوي ستراتیژۍ په رڼا کې پرمختګ شوی او په ټوله کې دا ستراتیژي بریالۍ ده، هغه زیاتوي چي د دې ستراتیژۍ له مخې ډېر څه سم روان دي خو ځیني داسې برخې هم په کې شته چې زموږ له تمې سره سم چټک پرمختګ پکې نه دې شوی.

جنرال جوزیف ووټل دا هم وویل چې په تېر اختر کې رامنځته شوی اوربند او د افغان ولسمشر له خوا طالبانو ته د بې قید او شرط خبرو وړاندیز په رڼا کې بې ساری فرصت رامنځ ته شو چې د دغه اوربند په پایله کې هغه طالبان چې له غرونو څخه ښار ته راغلي ول او له افغان حکومت سره یې په ګډه د اختر خوشحالي  ولمانځله چې د ټولو افغانانو په زړونو کې یې خوشحالي خپره کړه.

جنرال ووټل دافغانستان په برخه کې د پاکستان پر رول هم ټینګار وکړ او ویې ویل چې د پاکستان له خوا د  مرستې نښې لیدل شوي خو لا هم ډېر څه ته اړتیا ده چې دغه هیواد یې باید په افغانستان کې د امن او ټیکاو لپاره وکړي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ په پوځي برخه او د سولې په تړاو روانو خبرو کې پرمختګ شوی، خو اړتیا ده چې پاکستان پر طالبانو او حقاني شبکې چې د دوئ په خاوره کې مېشت دي فشارته دوام ورکړي د نوموړي په اند اسلام اباد له څو لارو دا کار کولی شي،یو دا چې هغوی ونیسي له خپلې خاورې یې وباسي او د سولې خبرو او له شته فرصتونو ګټې پورته کولو ته یې حاضر کړي.

امریکا ولسمشر د افغانستان او سیمې لپاره د ستراتیژۍ اعلانولو پر مهال هم پاکسان ته خبر داری ورکړ چې له وسلوالو ملاتړ او په خپله خاوره کې ځای ورکول به درنه بیه ورته ولري. له اوږده انتظار وروسته د تېر کال په اګست میاشت کې د امریکا ولسمشر د افغانستان او سویلي آسیا لپاره خپله ستراتیژي په ډاګه کړه امریکا د دې ستراتيژۍ له مخې افغانستان ته نور پوځیان واستول شول په افغانستان کې مېشتو امریکایي سرتېرو ته زیات واک ورکړل شو او له افغان ځواکونو هوایي ملاتړ هم پراخ شو.

په لومړیو کې پر دې ستراتيژۍ یو نیوکه دا وه چې ډېر پام پوځي برخې ته شوی او د خبرو له لارې جوړ جاړي ته پام نه دی شوی،خو امریکایي چارواکو د افغان حکومت له خوا طالبانو سره د سولې د وړاندیز ملاتړ کړی او له طالبانو سره یې د افغان پلاوي په موجودیت کې د مخامخ خبرو امکان هم نه دی رد کړی.

دامریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل له افغانستان د امریکایي ځواکونو بیړني وتل به تشه رامنځ ته کړي چې ترهګر به یې ډکه کړي،ځکه به تر هغه افغانستان کې امریکایي ځواکونه جګړه کوي چې ویې ګټي او تر هغه به له وسلوالو طالبانو او نورو ډلو سره جنګ کوي چې مات یې کړي.   

سلوالو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ټرمپ دا ستراتیژي د جګړې پر دوام ټینګار بللی او وایي چې د دوی پرضد به جګړه کوي تر هغو چې یو امریکایي عسکر هم زمونږ په هیواد کې وي او امریکایي مشران جګړیزه تګ لاره تعقیبوي موږ به په پياوړي روحیه پوره عزم او لا ډېر متانت سره د هغوی په وړاندې جهاد کوو.

ښاغلي ټرمپ  وویل موږ په پاکستان کې د ترهګرو ډلو لکه طالبانو او نورې هغه ډلې چې سیمې او نړۍ ته ګواښ پېښوي د خوندي پټڼځایونو په هکله نور چوپ پاتې کېدای نشو،پاکستان که له موږ سره مرسته کوي ډېر څه به ترلاسه کړي او که مرسته نه کوي او ترهګرو ملاتړ کوي ډېر څه به له لاسه ورکړي

 د نوموړي په خبره په تېره کې پاکستان د ایتلاف غړی و خو ورته مهال یې هغو ډلو ته هم ځای ورکړی و چې امریکایان به یې وژل خو نور به دا حالت بدلیږي. د امریکا ولسمشر د خپلې افغان ستراتیژي اعلانولو پر مهال هند په دې وستایه چې له افغانستان سره یې د بیا رغونې په برخه کې مرسته وکړه نوموړي پر نوي ډیلي غږ وکړ چې په دې برخه کې خپلې مرستې روانې وساتي امریکا په دغه ګام سره د پاکستان سیال هند ته نور هم نږدې شو چې افغانستان کې سوله او ټیکاو غواړي. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply