قسم دی نه پوهیږو/ بصیر بیدار ستوری

0 569

د زغم تاقت مو نه شته بس اور اخلو لمبه کیږو
قسم دی نه پوهیږو
ټول ژوند مو تجربه دی او لا بیا تجربه کیږو
قسم دی نه پوهیږو
زموږ ځانله دنیا ده موږ له مخي باتوران یو
زاړه یو که ځوانان یو
په لافو کې چې راشو نه په ځان نه په جهان یو
زاړه یو که ځوانان یو
دنیا په ځای ولاړه ده او مونږ ترې مخکي کیږو
قسم دی نه پوهیږو
تل بل ته ګوته نیسو خو همیش موږ ملامت یو
خپل ځان ته خجالت یو
د خپلي ناپوهۍ په وجه تل بل ته حاجت یو
خپل ځان ته خجالت یو
دخپل ځان پورې خاندو اوله ځان سره جنګیږو
قسم دی نه پوهیږو
د تيرو پسي ګرځو حال راتلونکی مو برباد دې
ټول ژوند مو په فریاد دې
ته خپله نوم پيدا که ستا بابا خلکو کې یاد دې
ټول ژوند مو په فریاد دې
د پلار نیکه نامه که رانه لیرې شي ورکیږو
قسم دی نه پوهیږو
بیداره دا ویده قوم خوبه یو ورځ راویښږي
اخر به وپوهیږي
خپل ځان ،جهان به پيژني سیالي به یې سمیږي
اخر به وپوهیږي
که پوه نه شو نو خامخا به وروسته پاتي کیږو
قسم دی نه پوهیږو
بصیر بیدار ستوری

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply