شیطاني معبد/ ژباړن: حبیب سین

0 633
سرچینه: globalnews
‎شيطاني معبد يا سټانيک ټيمپل د خدای نه مننونکو مذهبي فعالينو يوه نړيواله ټولنه ده چې د مذهبي ازادۍ لپاره مبارزه کوي.
‎د اګسټ پر اوولسمه د امريکا د ارکنساس ايالت کې د شيطاني معبد لخوا د وزې له يوې مجسمې پرده پورته سوه
‎د وزې دا مجسمه چې له برونزو جوړه وه او د بافومټ نوم ورکول سوی و؛ د ارکنساس ايالت په هغه سيمه کي د اعتراض کوونکو لخوا خلکو ته وښودل سوه چې د *لس الهي احکام* څلی موقعيت لري.
‎ د لس الهي احکامو دا څلی د دولت په پيسو درول سوی و.
‎اعتراض کوونکو ادعا کوله چې که چيري د لس الهي احکامو څلی ته اجازه ورکول کيږي چې د دولت په مالي مرسته په عام محضر کې نصب سي بايد د دوی د وزې مجسمې ته هم اجازه ورکول سي چې هلته ځای پر ځای سي.
‎لس الهي احکام په تورات او انجيل کي د الله ج امرونه دي چې د عیسويت سمبول ګڼل کيږي.
‎د شيطاني معبد بنسټ ايښودونکې لوشين ګريويس پر خپل فېسبوک پاڼه ليکلې دی؛ موږ هيڅ علاقه نه لرو چې خپل عقايد او سمبولونه پر خلکو وتپو لکه څنګه چې نه غواړو نور خلک د هغوی عقايد پر موږ وتپي
‎د شيطاني معبد دريځ دا دی چې بايد د قانون تر چتر لاندی د بيان او مذهب ازادۍ او ټولنيزي برابرې ته درنښت وسي
‎د اعتراض کوونکو يوې غړي په مرکه کي وويل دا ‌‌‌‌‌‌ډېره ښه خبره ده چې دغه په زړه پوري مجسمه اوس دلته ده او نړۍ ته ښودل کيږي.
‎د يو مسلمان په توګه چې مې کله دغه خبر ولوست د قرآن کريم هغه مبارک آيات ته مې فکر سو چې د مدينې منورې د يهودو او منافقينو په اړه نازل سوی وو. هغه وخت منافقينو له يهودو سره د مرستي ژمنه کړې وه خو پر ژمنه يې وفا و نه کړه
‎الله ج د سورة الحشر په شپاړسم آيات کي وايي
‎وروسته له بسم الله
‎كَمَثَلِ الشَّيْطَانِ إِذْ قَالَ لِلْإِنْسَانِ اكْفُرْ فَلَمَّا كَفَرَ قَالَ إِنِّي بَرِيءٌ مِنْكَ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ رَبَّ الْعَالَمِينَ
‎[د يهودو منافقو ملګرو هغوی ته دوکه ورکړه]
‎لکه شيطان چې کله انسان ته ووايي چې کافر سه
‎او کله چې [انسان] کافر سي
‎بيا [شيطان د قيامت په ورځ]
‎ورته ووايي زه ستا څخه بېزاره يم زه وېرېږم د الله ج څخه چې د عالمونو رب دی.
‎که څه هم شيطاني معبد د اسلامي عقايدو احکامو سره ښکاره په ټکر کي دی خو دا چې د مذهبي ازادۍ لپاره مبارزه کوي لوېديځ مېشتو مسلمانانو ته يي زيان نه رسيږي.
‎ځکه که دلته مذهبي ازادي ختمه سي مسجدونه او اسلامي مرکزونه به وتړل سي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply