څنګه اغېز وکړو؟ کتاب چاپ شو

0 1,102

د بېسبال مشهوره اسطوروي څېره (جکي رابینسون) وایي: « ژوند هغه وخت ارزښت پیدا کوي چې پر خلکو اغېز ولرې.» رهبري چې د نفوذ کارونې یوه برخه ده، که د موقف له برکته وي، پوه شی، چې تاسو د نفوذ په تر ټولو ټیټه درجه کې یاست. کله چې تاسو له نورو کسانو سره اړیکې ساتئ، اړیکې ټینګوئ او په یو ډول نه یو ډول مو خیر ورته ورسېږي، نو اغېز مو زیاتېږي، مشري او رهبري مو وده کوي او خپلې لوړې کچې ته رسېږي.

دغه څه تاسو ته د دې چانس په لاس درکوي، چې نور له خپلې محدودې ووځی او ډېر پرمختګ وکړئ. د نفوذ کولو او اغېز ښندلو لپاره شخصیت تر بل هر څه مهم دی.

فیلیپ د نولسمې پېړۍ یو روحاني و. هغه به ویل: « شخصت د ژوند په یوې بې ارزښته شېبه کې جوړېږي.» هر ځای مو چې صداقت او اخلاقي اصول تر پښو لاندې کړل، پوه شئ چې د نفوذ پر دېوال کې مو درز پیدا شو. ( څنګه اغېز وکړو؟) کتاب همدې مسایلو ته ځانګړی شوی دی.

په ډاډ سره ویلی شم چې د کتاب تر لوستلو وروسته به کاملا متفاوت او یو داسې کس یاست، چې په پوره لېواتیا به د خلکو خبرو ته غوږ ږدی او مرستې ته به یې ور دانګی. په دې کتاب کې مثبت لید لوري او ګڼې له پنده ډکې کیسې راغلې دي. د داسې اصولو په اړه پکې بحث شوی، چې کولی شي ستاسو ژوند در بدل کړي.

د کتاب لوستل به درته د دې لامل شي، چې تاسو هم د نورو پر ژوند مثبت اغېز وښندئ. د دې کتاب لیکوالان مسلکي وینا وال جان سي، مکسوېل او د هغه ملګری جیم دورنان دي.

دغه کتاب حمیدالله حمیدي پښتو ته را ژباړلی او د اکسوس خپرندویې ټولنې لخوا په وایګل چاپخونه کې په ښکلي صحافت په ۱۵۳مخونو کې چاپ شوی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply