له مار سره ټوکه وشوه

0 670

د مار په لیدو ډېری ځای پرېږدي او تښتي، یو شمېر داسې وي چې ورمنډې کړي او تر نړۍ يې تېر کړي، خو کله کله داسې هم وي چې ماران بیا د خلکو مرستې ته اړ شي.

همداسې د امریکا په ایریزونا کې وشول. هغه مهال چې مار غوښتل په یوه ځنګلي سیمه کې د کور دننه له یوې برخې بلې ته واوړي، خو کله چې یې حرکت وکړ، په شدت له یوې غوڅې کټوۍ سره وجنګېد او سر یې کلک پکې ونښت.
ډېر زورونه یې ووهل، تر نیمه یې خپل بدن له دې سورۍ شوې کټوۍ وايست، خو نور یې حرکت و نه‌‌شوای کړای او بند پاتې شو.

وروسته د کور خلک راغلل او مار یې په ډېر ماهرانه ډول له دې کټوۍ خلاص کړ او پر ځای د دې چې و یې وژني، د ځنګله پر لور یې خوشې کړ.
رسنۍ لیکي، د دې مار په خوشي کېدو نږدې شل دقیقې وخت لګېدلی او خلکو هڅه کوله چې کتوۍ داسې وڅېري چې مار زخمي نه‌شي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply