زړه مې مات دی / عزت الله ځواب

0 1,648

درد بيخي له حده زيات دی، زړه مې مات دی!!
زړه مې مات دی، زړه مې مات دی، زړه مې مات دی
هغه ماته چې مسکی – مسکی کېدلو!!
هماغه ښکلی وفات دی، زړه مې مات دی!
طالب جان که د هلمند، که د کندهار دی!!
د غزني، که د قلات دی، زړه مې مات دی!
بې خولګۍ د مينې داو کې ګټه نه شته!!
سراسر په کې بايلات دی، زړه مې مات دی!
دا په کلي کې د ډېرو بچو پلار شو!!
دا په اصل کې ميرات دی، زړه مې مات دی!
ماشومانو ته صوفي سړی ولاړ دی!!
چې واده دی، که خيرات دی، زړه مې مات دی!
ستا جانان ځوابه تريخ دی مرچکی دی!!
ستا جانان ځوابه شات دی، زړه مې مات دی!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply