د بریښنا کفری میترونه/ عبدالرووف لیوال

0 607

موږ په داسې یوه سیمه کې اوسیږو چې د بریښنا میترونه مو هغه پخوانی زاړه میترونه دی ، هر وار چې د بریښنا مامور راشی او میترونه ولولی په هر کوردرې نیم سوه ، څلورسوه وڅلویښت آویاهم ډیر مصرف چې راشی نو شپږ سوه افغانی به وی ، زموږ د جومات ملا صاحب چې په همدې سیمه کې کور لری له هر کور نه پنځه سوه افغانۍ ټولې کړی او د بریښنا مامور ته یې ۹ زره افغانی منلې وې ، ترڅو زموږ د سیمې زاړه میترونه  په کمپیوټری میترونو تبدیل نه شی ، خو ما ملاصاحب ته د پنځوسوو افغانیو له ورکړې انکار وکړ ، او دې ملا ته چې ډیر عصری او مډرن معلومیده وویل چې (تاسو څه کاره یاست کا کا ؟ چې دا پیسې ټولوی ) هغه راته په ځواب کې وویل [ته خو جومات ته نه راځې چې ما وپيژنې – نو ته څوک یې چې په ما دار، دار او بابایی کوې ؟ ] هغه خوارکی ملامت نه وو، ځکه زما دنده داسې ده چې سهار وختی نه ترماخوستنه د یوې مړۍ پیداکولو پسې سرګردانه یم – د جمعې لمانځه لوی جومات ته هغه نه راځی چې ما وپیژنی ، زه له دې تیر شوم چې ملاصاحب د بریښنا مامور ته رشوت ورکوی ، ځکه وډارشوم چې د خلکو تر مخې راباندې کومه بله ټاپه ونه لګوی ، چې په کوم بل غضب وانه وړم ، سره له دې ملا ویلی وو چې ، دا سړی هم جومات ته نه راځی او هم غواړی چې کفری میټرونه د دې سیمې په صندوقونو کې ولګول شی ، خدای دې مسلمان د ملا له دښمنۍ نه بچ وساتی یارب العالمین.

عبدالرووف لیوال.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply