خوست کې جوړېدونکى باچاخان نړيوال پوهنتون به ٢٧ پوهنځي ولري

0 879
يوسف منګل 

خوست ښار (پژواک، ۶ ليندۍ ۹۷): خوست کې دباچاخان نړيوال پوهنتون جوړيږي، د معلوماتو له مخې چې دغه پوهنتون به ۲۷ بېلابېل پوهنځي او ۳۱ څېړنيز مرکزونه  ولري.

په همدې موخه ولسمشر محمداشرف غني اووه کسيز کمېسيون ته دنده سپارلې چې خوست   ولايت ته سفر وکړي، څو ددې نړيوال پوهنتون د جوړېدو لپاره ځمکه معلومه او نور لومړني کارونه د شپږو مياشتو په موده کې ترسره کړي.

په همدې حال کې د خوست اوسېدونکي هيله مند دي چې ددې پوهنتون جوړېدل به د افغانستان او سيمې هېوادونو په فرهنګي او سياسي اړيکو هم مثبت اغېز ولري.

هغوی په ورته وخت له افغان دولت په ځانګړي ډول د خوست له ولايتي ادارې غواړي چې ددې پوهنتون د معياري جوړېدو لپاره له ټولو شته امکاناتو ګټه واخلي.

د ډاکټر اشرف بهير په نوم ددې ولايت يو تن اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وويل، ددې پوهنتون په جوړېدو سره به ډېرو هغو ځوانانو ته په کور دننه د ماسټرۍ زمينه برابره شي، چې بهر ته د تګ وس نه لري.

هغه زياته کړه، دا چې دغه پوهنتون په نړيوال معيار جوړيږي، نو ورسره به د افغانستان او د سيمې په ځانګړي ډول د ګاونډيو هېوادونو په سياسي او فرهنګي اړيکو کې هم مثبت اغېز ولري.

بهير وايي : ((کله چې د سيمې هېوادونو خلک دلته د ماسټرۍ زده کړو لپاره راشي نو زموږ او د دوی ترمنځ به اړيکې دوستانه شي، موږ به د دوی او دوی به زموږ په فرهنګ پوه شي او هغه غلط فکر چې اوس يې د يو بل په اړه لري، له منځه لاړ شي.))

د سيف الله زينار په نوم ددې ولايت يو بل اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې په هېواد دننه ډېر داسې ځوانان شته چې غواړي بهر کې د ماسټرۍ ترکچې زده کړې ولري، خو د اقتصادي ستونزو له امله دې کار ته زړه نه شي ښه کولی.

نوموړی زياتوي چې د باچا خان نړيوال پوهنتون په جوړېدو سره به هغوی خپلې دې هيلې ته په ډېرې اسانۍ سره ورسيږي.

دی زياتوي: ((دا د خوست مېشتو لپاره يو ښه فرصت دی چې له بهرنيو سفرونو او ډېر مالي لګښت څخه هم خلاص وي، اوس کولی شي چې په ډېر اسانۍ سره د خپلو ورځنيو کارونو ترڅنګ دلته ماسټري وکړي.))

د عزيزالله وفا په نوم ددې ولايت يو تن مدني فعال بيا پژواک خبري اژانس سره خبرو کې له ولايتي ادارې او نورو اړونده اداره غوښتنه وکړه، چې ددې نړيوال پوهنتون د جوړېدو او د ښه فعاليت لپاره سر له اوسه ټول اړين ترتيبات ونيسي.

هغه وايي: ((دا پوهنتون به نه يواځې د خوست، بلکې د ټول هېواد لپاره افتخار وي او په دې سره به د لويې پکتيا په ټوله کې د ټول هېواد ځوانانو ته په يو نړيوال پوهنتون کې د لوړو زده کړو زمينه برابره شي.))

په همدې حال کې د خوست ولايتي ادارې چارواکي وايي، ښايي چې په نږدې راتلونکو ورځو کې د ولسمشر له خوا ټاکل شوی اووه کسيز پلاوی دې ولايت سفر وکړي او د جوړېدونکي باچا خان نړيوال پوهنتون لومړي کارونه په عملي ډول پيل کړي.

د والي وياند طالب منګل پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ياد نړيوال پوهنتون لپاره په دې ولايت کې څو ځايه ځمکه هم مشخصه شوې، چې د پلاوي له راتګ سره به له هغې يو مناسب ځای وټاکل شي.

هغه زياته کړه : ((د باچا خان  پوهنتون جوړېدل د خوست ولايتي ادارې او ځوانانو غوښتنه وه چې له تېر يوکال راهيسې پرې کار روان وو او ولسمشر سره شريکه شوه، چې له نېکه مرغه ولسمشر يې منظوري ورکړې او ورته بوديجه هم په نظر کې نيول شوې.))

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply