شفيق ستانکزى له لوبغاړو کمېشن اخلي/نويد تمحر

0 619

افغانستان کرکټ بورډ اجراييه رييس شفيق ستانکزى له ډېر وخت راهيسې له لوبغاړو کمېشن اخلي او ډېر هغه لوبغاړي چې استعدادونه يې درلودل، ده يې ملي لوبډلې ته نه دي پرېښي، ځکه چې شفيق ستانکزي سره به دا ويره وه چې کېداى شي بيا ده ته کمېشن ورنکړي.

د کرکټ بورډ يوې ډېرې نږدې سرچينې راته وويل، چې شفيق ستانکزى د نسيم دانش او عاطف مشعل سره هم يو وخت په دې کمېشن وران شوى و، خو بيا وروسته سره بېرته جوړ شول، اوس که څه هم نوى چيرمېن عزيزالله فضلي د شفيق ستانکزي نږدې ملګرى دى، خو بيا هم شفيق ستانکزى ځينو ستونزو کې راګېر شوى دى.

شفيق ستانکزي نه يواځې دا چې د کمېشن ټولې پېسې ځان ته اخيستې، بلکې په دې کې ورسره نوروز منګل او شېر آغا همکار هم شامل ول.

په کرکټ بورډ کې دننه د يوه کارکوونکي په وينا، شفيق ستانکزى اوس مهال ذهني ناروغه شوى دى او هېڅ په ځان نه پوهېږي. هغه وايي چې که چېرته په شفيق ستانکزي پسې پلټنه وشي او کيسې پسې راوسپړل شي، نو ځاى به يې زندان وي. ځکه چې په کرکټ بورډ کې تر ټولو زيات فساد شفيق ستانکزي کړى دى.

که مو په ياد شي، کله چې عاطف مشعل د کرکټ بورد چيرمېن شو، نو په لومړي سر کې د دواړو لويه لانجه منځ ته راغلې وه، خو دواړو هوښيارتيا دا وکړه چې کيسه يې بهر وتو ته پرې نه ښوده او اخر سره په خپل منځ کې سلا شول او خپلې خپلې برخې يې سره وويشلې.

د افغانستان کرکټ بورډ يوه داسې اداره ده چې د ټولو هېوادوالو سترګې دي ورته، په داسې حال کې بيا له کلونو راهيسې شفيق ستانکزى د اجراييه رييس په څوکۍ ناست دى او ټول په دې خبر دي چې په فساد کې تر مرۍ پورې ډوب دى، خو بيا هم دولت وخت نا وخت د کرکټ بورډ چيرمېن بدلوي او اجراييه رييس په خپل ځاى پاتې وي.

که مو ياد شي، تېرو ورځو کې په کابل کرکټ لوبغالي کې د ورزشي خبريالانو کرکټ لوبه روانه وه، چې بيا شفيق ستانکزى لوبغالي ته ورغى، ويکټې يې ورته په لغته ووهلې او ورزشي خبريالان يې په زوره له لوبغالي وويستل، همدا راز يې ښه بې عزته کړه او کنځاوې يې هم ورکړې، خو هېڅ ورزشي خبريال د شفيق ستانکزي پر ضد څه ونه ويل او نه يې دا پوښتنه وکړه، چې دوى ته خو کرکټ بورډ اجازه ورکړې وه، نو بيا شفيق ستانکزي ولې دومره بې عزته کړل؟

په اصل کې دا هغه ټول کسان و، چې په کرکټ بورډ کې غوړې زيړې خوړلې وې، ډېرى وخت يې د شفيق ستانکزي ډالۍ په جېبونو کې راوړې وې، نو له دومره بې عزتۍ وروسته هم هېڅ غږ چا پورته نه کړ.

له ولسمشر مو غوښتنه همدا ده، چې بايد نور شفيق ستانکزى له کرکټ بورډ ليرې کړي او يوه کمېټي دې وټاکي، تر څو د شفيق ستانکزي د فساد کيسې رابرسېره کړي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply