آيا د حکومت د استازي په نه شتون کې د سولې خبرې نامشروع دي؟

0 462


لیکنه : خوشحال آصفي

په داسې حال کې چې د پاکستان د صدراعظم عمران خان  په نوښت په عرب متحده اماراتو کې د وسله والو طالبانو، امريکا، پاکستان او عربي چارواکو تر منځ خبرې شوي؛ دلته په کور دننه يو شمېر سياسي کړۍ په دغو خبرو کې د افغان حکومت د استازي په نه شتون نيوکې کوي او د افغان حکومت د استازي په نه شتون کې دغه خبرې نامشروع بولي. دوی دليل راوړي چې پاکستان د افغانستان لپاره ښه نيت نه لري او ډېر احتمال شته چې په دغه خبرو کې د افغان حکومت د نماینده په نه شتون کې د ځان او وسله والو طالبانو لپاره ډير امتياز وغواړي.

خو اوس پوښتنه دا ده چې رښتيا هم د افغان حکومت د استازي په نه شتون کې د افغان سولې په تړاو د وسله والو طالبانو، امریکا، پاکستان او عرب متحده اماراتو د چارواکو تر منځ خبرې رښتیا هم تر پوښتنې لاندې او نامشروع دي؟

که څه هم د سياسيونو دغه اندېښنه چې ممکن پاکستان په دغو خبرو کې هم د ځان او هم د وسله والو طالبانو لپاره ډير امتياز وغواړي او ترلاسه به يې هم کړي؛ تر يوه بريده سمه ده، خو په ټوله کې په څو دليلونو سره په زغرده دا ويلی شو چې د افغان حکومت د استازي په نه شتون کې هم د وسله والو طالبانو، امریکا، پاکستان او عرب متحده اماراتو د چارواکو تر منځ د افغان سولې په تړاو روانې خبرې له بشپړ مشروعيت برخمنې دي.

لومړی: مخکې له دې چې د افغان سولې په تړاو د امريکا، طالبانو، پاکستان او عربي چارواکو تر منځ خبرې پيل شي؛ د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب په اماراتو کې له خپل اماراتي سيال او د امريکا له استازي زلمي خليلزاد سره ليدلي او د افغانستان د سولې په تړاو ورسره غږيدلی دی. حمدالله محب به حتماً د افغان حکومت پيغام له زلمي خليلزاد او اماراتي چارواکو سره شريک کړی وي، د افغان حکومت سرې کرښې به يې اماراتي چارواکو او زلمي خليلزاد سره شريکې کړي وي او حتماً به له وسله والو طالبانو سره په خبرو کې د افغان حکومت پيغام د زلمي خليلزاد او اماراتي چارواکو لخوا طالبانو ته رسول کيږي.

دويم: تېره ورځ د عبدالسلام رحيمي په مشرۍ له وسله والو طالبانو سره د افغان حکومت مرکچي پلاوی هم عرب متحده اماراتو ته رسيدلی او که څه هم مستقيماً له وسله والو طالبانو سره په خبرو کې برخه نه لري خو د خبرو له جريان خبردار دی او دغه بهير څاري. دغه افغان پلاوی مستقيماً له زلمي خليلزاد او اماراتي چارواکو سره په تماس کې دی او دوی يې له وسله والو طالبانو سره د خبرو له جريانه خبروي.

درېيم: وسله وال طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر نه دي. په بار بار وسله والو طالبانو يواځې له امريکا سره په خبرو کولو تاکيد کړی دی او د افغان حکومت سره يې هر ډول خبرې رد کړي. اوس که افغان حکومت هم په دغه خبرو کې خپل استازی استولی وای نو ممکن وسله والو طالبانو په خبرو کې له ګډونه انکار کړی وای. پس لازمه ده چې افغان حکومت له ليرې دغه خبرې وڅاري او د غونډې نتيجې ته په تمه شي.

څلورم: دغه خبرې له وسله والو طالبانو سره د سولې سند لاسليک کول نه بلکې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو کولو لپاره زمينه برابرول دي. اصلاً دغه خبرې د وسله والو طالبانو، امریکا او پاکستان تر منځ د خبرو کولو په خاطر د باور فضا رامنځته کولو لپاره ترسره کيږي.

په دغه خبرو کې به د وسله والو طالبانو رسمي غوښتنې او شرطونه واورېدل شي، د سولې لپاره د پاکستان، امريکا و طالبانو په نيت به يو و بل پوه شي او تر ډېره به له افغان حکومت سره د خبرو لپاره د طالبانو د حاضرولو په ميکانيزم او شرطونو خبرې وشي. بيا چې کله دوی موافقې ته رسيږي نو وسله وال طالبان به هم له افغان حکومت سره خبرو ته کيني، بيا به د ملګرو ملتونو د استازي په شتون کې د امريکا، پاکستان، عرب متحده اماراتو څخه د ضمانت اخيستلو سره د افغان حکومت او وسله والو طالبانو د مرکچي پلاوو تر منځ د سولې هوکړه ليک لاسليک کيږي او افغانان به د سرتاسري سولې خاوندان کيږي.

پس ويلای شو چې د امریکا، پاکستان، عرب متحده اماراتو او وسله والو طالبانو تر منځ د افغان سولې په تړاو اوسنۍ روانې خبرې بشپړ مشروعيت لري او هيڅ يوه ډله دې اندېښنه نه لري.

آيا طالبان به له افغان حکومت سره خبرې وکړي؟

که څه هم وسله وال طالبان په بار بار تاکيد کوي چې له افغان حکومت سره خبرو ته نه حاضريږي خو بيا هم حتماٌ به افغان حکومت سره خبرې کوي، ځکه که له افغان حکومت سره خبرې ونه کړي نو بيا په افغانستان کې د وسله والو طالبانو جګړه تر پوښتنې لاندې راځي چې په تېرو شپاړسو کلونو کې له چا سره جنګېدل؟

طالبانو که څه هم په يوه اندازه په افغانستان کې له بهرنيو ځواکونو سره جګړه کړې خو په لوړه کچه يې له افغان حکومت او افغان امنيتي ځواکونو جنګ کړی دی. په دغه جګړه کې د افغان حکومت په ګډون وسله والو طالبانو هم په زرګونو تنه قربانیان ورکړي دي. پس اوس که له افغان حکومت سره له خبرو کولو انکار کوي نو حتمي ده چې په افغانستان کې د دغې ډلې ترسره جګړه هم تر پوښتنې لاندې راځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply