ګارډین په فوټبال فدراسیون کې د جنسي ځور نور مالومات خپاره کړل

0 812

برتانوي ګارډین ورځپاڼې د افغانستان د نجونو د فوټبال لوبغاړیو د جنسي او فزیکي ځور په اړه د خپل مخکني راپور په تعقیب نور جزيات خپاره کړي.
د افغانستان د لویې څارنوالي ویاند جمشید رسولي تېره ورځ پر خپل رسمي فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې دغې څارنوالۍ نن د فوټبال فدراسیون د مشر په ګډون د دغه فدراسیون څلور نور غړي ممنوع‌الخروج اعلان کړل.
ګارډین لیکي، لوبغاړیو چې نومونه یې نه‌دي اخیستل شوي ورځپاڼې ته په‌دې اړه ویلي چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون مشر کرام الدین کریم څه ډول ځورلې دي.
یوې لوبغاړې ګارډین سره مرکه کې ادعا کړې چې د فدراسیون مشر کریم د خپل دفتر شا ته په یوه پټه خونه کې پرې جنسي تېری وکړ، بیا یې پر مخ سوک ورکړ، پر سر یې تفنګچه ور کېښوده او و یې ګواښله، که په‌دې اړه یې له رسنیو سره خبرې وکړې؛ دا او د کورنۍ غړي به یې ووژني. 
نوموړې له ګارډین سره په خبرو کې ویلي چې د کریم د شخصي کوټې قلف یوازې د هغه د ګوتو په نښان خلاصېده او دا یې په چل هغې کوټې ته بیولې او تر وهلو وروسته یې ورباندې جنسي تېری هم کړی دی. 
یوې بلې لوبغاړې هم دغې ورځپاڼې ته ادعا کړې چې کرام‌الدین کریم غوښتل هغه پر مخ مچ کړي چې په وینا یې ترې تښتېدلې چې وروسته د فوټپال فدراسیون رییس بیا پرې د هم‌جنس خوښۍ تور هم پورې کړی دی.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply