په ابوظبي کې رښتيا څه تېر شول؟! /سيد حسين پاچا

0 631

موږ شعوري و ناشعوري مجاهدين چې نه پخپله ژبه او نه د نورو پر ديپلوماتيکه ژبه پوهيدو، نو امپړ طالب به د نورو پر ديپلوماتيکه او غولوونکې ژبه څنګه پوه شي؟

طالب له پيله تر ننه د خدای له حکمه او هم د ولس له نرخه تېښته کړې، د سياسي برياليتوب چاڼس يې نشته

موږ پروني مجاهدين و ننني طالبان د بل چا محصول او پيداوار وو

ښاغلي ليکوال خو په ليکنه کې ډېر کوښښ کړی چې طالب سپين کړي، خو طالب نه سپينيږي. طالب دننه په پوست کې پاک نه دی، ځکه چې ملي صبغه او ايډيولوژي يې تر پوښتنې لاندې ده او له بل ځايه خړوبه شوې ان تر دې چې څښتنانو يې وخت ناوخت له خپلو نظامي، استخباراتي سرچينو، مذهبي و ملکي سياستوالو يې له رسنيو سره منلې او منښته يې پرې کړې ده، نو طالب په دغه ډول صابون پرېمينځلو نه پاکيږي، تر څو چې له دغو چينلونو راخلاص او له خپل ولس و حکومت سره پر خپل ټغر و چرګۍ کښېنني.

ښاغلي ليکوال لا ماشوم دی او نه پوهيږي او نه خيرن زړونه پېژني. ابوظبئ خو لا څه ان چې يو وخت يې زموږ پخواني جهادي مشران يې هم د جهاد له برکته بيت الله ته هم ننه ايستي ول، خو چې زړونه خيرن ول او ناولې موخې يې لرلې، نه پرې طواف او نه پرې دخول د بيت الله کوم تأثير وکړ. د هغه وخت شعار دا وو چې ((واعتصموا بحبل الله جميعًا ولاتفرقوا))، خو دا چې ايډيولوژۍ او تګلارې يې جلا وې او هرې ايډيولوژۍ ځانته جلا موخې، تګلارې او ليدلوری لرلو مذهبي شعار تر ننه هسې د شنو او سپينو ټوټو او کاغذ پر مخ پاتې شو، خير که نن موږ سپينې او تورې ټوټې لرو، خو ولې نن هغه مذهبي شعار چې د هر چا په شنه و سپينه ټوټه يې ليکلی وو، نو خو هغه هم نه تر سترګو کيږي، خو نن يې بڼه بدله کړې او پر ځای کليمه مبارکه ليکل شوې. دا دې ملت ته څه پيغام ورکوي ښاغلی ميوند دې پرې سوچ وکړي.

همدا نن موږ درې تنه خپل پخواني جهادي مشران لرو چې هر يو يې ځانته د جلا مذهبي ليدلوري څښتن دی. سره له دې چې هر يو يې اسلامي بنسټپاله نظريه لري، خو بيا هم په کړوړو کې سره ورته نه دي. موجوده طالبي مشر يې بيا ځانته خپلې بابولالې غږوي.

ښاغلی ليکوال لا ماشوم دی په دې خبرو نه پوهيږي. دی لا تر اوسه په دې نه پوهيږي او نه يې لا دا درک کړې ده چې همدغه قوتونه له جهادي پيره تر طالبي و داعشي پيره زموږ تر شا ول او موږ ته يې هر ډول نفقه راکوله.

باب الولد للفراش حرة كانت أو أمة

حدثنا عبد الله بن يوسف أخبرنا مالك عن ابن شهاب عن عروة عن عائشة رضي الله عنها قالت كان عتبة عهد إلى أخيه سعد أن ابن وليدة زمعة مني فاقبضه إليك فلما كان عام الفتح أخذه سعد فقال ابن أخي عهد إلي فيه فقام عبد بن زمعة فقال أخي وابن وليدة أبي ولد على فراشه فتساوقا إلى النبي صلى الله عليه وسلم فقال سعد يا رسول الله ابن أخي قد كان عهد إلي فيه فقال عبد بن زمعة أخي وابن وليدة أبي ولد على فراشه فقال النبي صلى الله عليه وسلم هو لك يا عبد بن زمعة الولد للفراش وللعاهر الحجر ثم قال لسودة بنت زمعة احتجبي منه لما رأى من شبهه بعتبة فما رآها حتى لقي الله

ښاغلی ليکوال لا تر اوسه ماشوم دی او په دې نه پوهيږي. موږ ”مجاهدين“ او دوی ”طالبان“ د پنجاب پر بستر خو د بل چا پر نفقه رالوی شوي يو خو مربي يا پالونکی مو يو دی. موږ خو به خپل ولس ته د خپل ځان د سپيناوي او استقلال ډېرې باټې وهو، خو کاشکې چې مُنفق او مُربي مو خپلې خوښې او خپلواکۍ ته پرېږدي!

که چا موږ د پخواني هندي الاصل تورکوني مهاجر په پير کې لا تر ننه خپلې خوښې و خپلواکۍ نه پرېښې يو، خو له دې وروسته به مو هم پرېږدي. خو ښاغلی ميوند لا ماشوم دی نه پوهيږي.

له پخوانيو جهادي مشرانو چې هر يو يې د اخوان المسلمين له شعوري مکتبه راولي، بيا هم پر هماغه تګلاره پاتې نه شول او په څنګ کې يې ورسره د خپل روحانيت او سلفيت لارې راټينګې کړې. ديوبندي طالب خو له کاروانه ډېر شا ته پاتې دی. د دوی ذهنيت لا منجمد دی او پر داسې مسايلو يې سر نه خلاصيږي، ځکه خو ترې مذهبي و سياسي چارو کې خبره جړه مشوړه شوې او د خلاصون لار نه شي موندلای. طالب که په هر ځای کې وي د پنجاب پيريان پرې ناست دي ترې نه پورته کيږي.

افغان مشر ډاکټر محمد اشرفغني د خپلې پوهې، تجربې، سياسي و اقتصادي بصيرت په رڼا کې خو يو ځل زموږ د پاچايانو د پيريانو حاضرات له کابله ويلی پر ګاونډ، سيمه او نړۍ يې ورچوپ کړی چې ملت، ګاونډ، سيمه او نړۍ يې سره وښوروله او خپلو عواقبو ته يې متوجه کړه. منفق و مربي دواړه پوی شول چې تېروتنې يې کړي دي او ملاتړي يې هم پوی شول.

زه د خپل ماشوم ليکوال د لا پوهاوي لپاره يوه بېلګه وړاندې کوم. يو وخت زموږ يو جهادي تندلارې ويل ((موږ زر کاله جنګيږو))، چې هغه خبره به يې چيرته په يوټوب کې لا خوندي وي، خو چې مالي ونظامي سرچينې پرې وچې شوې او لږه تر لږه څه عقل سر ته راغلی وو او سياسي شعور يې لږ راوېښ شوی وو، نو له وخت نه په ګټه يې د ښاغلي اتمر د پخلاينې سوله ييز وړانديز ومنلو. اګر چې د مخينې له لورې له شعوري پلوه سره يو وخت سره ډېر وړاندې او په چپ لوري کې واقع وو، خو وخت و شرايطو دېته اړ کړ چې له اسمانه زمکې ته راکوز شي او ځان وپېژني.

لله الحمد نن په خپل کور کې ناست او هماغه نفقه چې د هماغه يو منفق له لورې د خپل مربي لورې ورکول کېده هغه نن پخپله لاس پر لاس يې پخپل کور کې اخلي، نو زما ماشومه زما طالب ولې رب العالمين دومره سپک او ذليل کړ چې هغه من وسلوی ولې د مربي پر لاس په سپکه او ذليله بڼه ترلاسه کوي؟

که په موږ کې اصالت وای موږ به خپل لوری پېژندلی وای، خو اصالت کې راکې نشته. زموږ د تېر و اوسني پير (مهال) مربي اوس پوه شوی چې سياسي، اقتصادي او ستراتيژيک اعتبار يې په نړۍ کې ډېره سخته صدمه ليدلې او دا بيرته په اسانه جبيره کولی نه شي. دا د افغان مشر د سياسي تدبر ښکارندويي کوي چې د کلونو کلونو پوخ اعتبار او ستراتيژيک ملګرتيا يې ورته داسې دړې وړې کړه چې نه يې ورته مذهبي او نه يې سياسي مشروعيت ورپرې ښووه. دا يې په حقيقت کې د ستر خوشال هغه ارمان په ګور پوره کړ :

ټيټ مې بوله غورځنګ راباندې مه کړه

زه په دې افتاده ګۍ کې لوی ګړنګ يم

لا تراوسه يې ماغزه پر قرار نه دي

چا چې ما سره وهلی سر په سنګ دی

تور پنجاب د ښاغلي غني له لاسه داسې ازلي قهرجنه څپېړه وخوړه چې الی يوم القيامة به يې بيا جبيره نه کړي چې ورځ تېريږي پر تور پنجاب به روحي و رواني فشار زياتيږي. معنويت يې له خاورو سره خاورې شو. د وخت ځواکمن لومړي وزير چې يو وخت يې د خپل کمپاين په وخت کې ويلي وو چې تاسې ته ما دومره لوی چوپړ تر سره کړی چې نن د خپل فساد په تورونو کې ډوب او په زندان کې د ذلت ژوند تيروي. طالبه ستا به څه حال وي؟ د ښاغلي غني پر غني کارونو به يو وخت تاريخ قضاوت وکړي.

پنجاب د خپل نه اصالت له مخې په ابوظبۍ کې يو ځل بيا ثابته کړه چې طالب يې په ولکه کې دی او ناپوه (اجهل) طالب يې انکار ته وهڅولو او د جهادي وخت هغه تېره مخينه يې راتازه کړه چې موږ مجاهدين يې له خپل لوري سره له خبرو په خپل واک کې اخېستي وو. پنجاب چې لياقت علي، بوټو، جونېجو او بېنظيره ونه زغمل، نو طالب ګله تا کله زغملی شي چې ته دې دومره خپلواک وخپلسری شې؟

بئس الفقير علی باب الامير

نعم الامير علی باب الفقير

نو زما ګرانه زموږ مربيان چې موږ د يو بل په دروازه کې د راکړې ورکړې او خپلو موخو لپاره يو بل ته په بولۍ کې وړاندې کوي ايا دا به له اخلاقي پلوه ښه نه وي چې پخپلو کې يو بل ته سرونه ښکته او يو بل وزغمو؟ قرانکريم هم همدا وايی :

((فبما لنت لهم ولو کنت فضا غليظ القلب لانفضوا من حولک، فاعف عنهم واستغفر لهم وشاورهم فی الامر، فاذا عزمت فتوکل علی الله، ان الله يحب المتوکلين)).

لومړی خبره په خپل کور کې جوړه کړه بيا له نورو سره ګاله. د بل پر ژبه له نورو سره خبرې ګټه نه کوي او دا ښه خبره نه ده چې سړی په دې متمدنه نړۍ د بل چا د سياسي، نظامي، اقتصادي او ستراتژيکو ګټو ساتنه او استازولي وکړي. خلک يې چې د طالب پر ژبه وايې ولې يې پر خپله ژبه نړۍ ته نه وايی؟

که د چا څه مشروع غوښتنې وي افغان مشر به يې ځواب ووايی او قناعت به ورکړي، خو موږ چا ته د وېرې تعويذونه نه شو ليکلی.

په درنښت

سيد حسين پاچا

په ابوظبي کې رښتيا څه تېر شول؟!

http://www.rohi.af/fullstory.php?id=73497

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply