پنټاګون: ایران په افغانستان کې له ځينو سیاسي ډلو ملاتړ کوي

0 558



ایران په افغانستان کې له یو شمېر سیاسي څېرو او کاندېدانو مالي او معنوي ملاتړ کوي. د امریکا ددفاع وزارت په یوه راپور کې راغلي چې ایران د افغانستان پر وړاندې دوه مخې لوبه پيل کړې ده. د سرچینې په وینا ایران له یوې خوا د افغان حکومت ملاتړ کوي، خو له بلې خوا د طالبانو په ګډون دداسې سیاسي څېرو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د ایران ګټې خوندي کړي. پنټاګون وایي افغان امنیتي سرچینو هم ورته ویلي، چې ایران د افغانستان په ځينو ولایتونو کې ځایي چارواکو ته رشوتونه ورکوي. سرچینه کاږي، ایران غواړي په افغانستان کې دداعش ډلې مخه ونیسي، خپل پلویان په افغان حکومت کې ځای پر ځای کړي، د اوبو ستونزه حل کړي او غواړي پلویان یې په افغانستان کې د ایران ګټې خوندي کړي. تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د ایران د لاسوهنو په اړه راپورونه خپاره شوي دي. ایران په دې تورن دی چې طالبان روزي او دوی ته وسلې ورکوي. ګڼو افغان چارواکو هم دغه ادعا کړې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply