زرین خان په یوه ځوان د څپیړې وار وکړ

0 1,205

د بالیوډ ښکلی فلم ستورې زرین خان خپل مینوال د بد اخلاقۍ له امله د ټولو خلکو په وړاندې رټلی.

یوه خپره شوې ویډیو کې ښکاری چې زرین خان یو کس په څپېړه هم وهی او رټی یې هم.

ویل کېږی دغه ځوان هڅه کوله په یو ګڼه ګوڼه کې ځان تر زرین خان ورسره وی خو ځینې وایی د بد اخلاقۍ نیت یې درلود.

زرین خان په ۲۰۱۰ کال کې د (ویر) فلم څخه خپل فلمی ژوند پیل کړی او تر هغې وروسته یې په زیاتو فلمونو کې خپل بخت ازمایلی د دې تر څنګ نه یوازې په فلمونو کې بلکې په ماډلینګ کې یې کار کړی دی.

په فلم ډګر کې د هندۍ سېنما دغه ښکلې اداکاره زرین خان په بې پروا ستورې باندې مشهوره شوې ده او شاید همدا لامل وی چې نوموړې په اوس وخت کې په کوم غټ فلم کې د کار کولو موقع نه ده پیدا کړې.

څو ورځې وړاندې دغه اداکاره د هندوستان یوه ښار اورنګ ته د یو شمېر افتتاحیه مراسمو لپاره تللې وه چې په زیات شمېرل مینوال یې هم هلته موجود وه.

د مراسمو له ختمېدو وروسته په بېرته ستنېدو په وخت کې کله چې زرین خان خپل موټر ته ځان رسوی، نو د مینوالو په ګڼه ګوڼه کې ایساره پاتې کیږی، ویل کیږی چې یو ځوان د زرین خان د ازارولو هڅه کړې وه چې د نوموړې د سخت عکس العمل سره مخ شو.

زرین خان دغه کس د ټولو خلکو په وړاندې ښکنځلی او په څپېړه یې هم وهلی دی.

د پېښې په ځای کې شته کمېرو د زرین خان دغه حرکت ډېر ژر ریکارډ کړی وه او په تېزۍ سره په ټولنیزه مېډیا کې خپور شو.

زرین خان ویلی چې کله کله په داسې کیسو کې د لاسونو کارولو ته انسان اړ کېږی په خبره یې د یوې مېرمنې په حیث یې تل دا فکر کړی که چېرته یې څوک د جنسی ځورولو هڅه وکړی نو هر چاته به همدغسې سبق ورکړی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply