د کابل ښار د نهمې حوزې اړونده سيمه کې د طالبانو لخوا د يو موټر بم بريد له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا بريد پرون ماښام په اوه بجو د څرخي پله پر لاره د «ګرينج ويليج» په نامه هغه ساحه کې شوی، چېرته چې د بهرنيو موسسو دفترونه دي.
د کورنيو چارو وزارت وايي، چې په دې بريد کې ٤ تنه وژل شوي او ١١٣ نور ټپيان دي، خو نورو امنيتي سرچينو ويلي، چې په دې پېښه کې ٢٠ تنه وژل شوي.
د عامې روغتيا وزارت وايي، چې په ټپيانو کې لسګونه ښځې او ماشومان هم شامل دي، چې د کابل بېلا بېلو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د یادې چاودنې غږ د کابل ښار له احمدشاه بابا مینې تر خيرخانې، قرغې، کمپنۍ، کوټه سنګي او نورو سيمو کې اورېدل شوى دى.
د کورنيو چارو وزارت وايي، چې ډېرى مرګ ژوبله په نږدې کورونو کې ملکيانو ته اوښتې ده.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د دې بريد مسووليت په غاړه اخيستى دى، خو ادعا يې کړې، چې بهرنيانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
http://news.insan.af/
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320