د پاکستان غوږونه باید تاو شي

0 612

له هغه وروسته چې د افغان سولې لپاره د افغان حکومت ترڅنګ، د امریکا اراده پخه شوې، پاکستان هم په ښکاره وايي چې د دې پروسې بریا لپاره ژمن دی چې له افغانانو او امریکا سره لازمه همکاري وکړي، خو په پټه بیا د طالبانو لپاره لابي کوي او په خپلو ګټو او امتیازونو پسې سرګردانه دی.
پاکستاني چارواکي له یوې خوا له افغان حکومت او امریکا سره سر ښوروي او بله‌خوا یې طالبان تر غوږ نیولي، په نورو هېوادونو یې ګرځوي، خو له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو اجازه بیا نه ورکوي.
د پاکستان لومړي وزیر عمران‌خان ترکیې ته د سفر پر مهال ښکاره ویلي وو چې هڅه کوي د افغانستان د ګاونډیانو په ګډون د سیمې هېوادو په مرسته د افغان سولې پروسې د بریا لپاره لابي وکړي، خو د دې بریا موخه یې د افغانانو بریا نه، بلکې په افغان سوله کې د اسلام‌اباد د ګټو خوندیتوب وو او همدا لامل دی چې طالبانو ته له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو اجازه نه ورکوي، خو په قطر، اماراتو، ایران او روسیې یې راګرځوي.
اوس پاکستاني چارواکي لګیا دي طالبانو ته د لابي لپاره د سیمې هېوادونو ته سفرونه کوي؛ کله خپله طالب استازي هم ورلېږي او دا بیا د افغان سولې لپاره د دغه هېواد همکاري یادوي، خو هغې همکاري ته یې بیا ملا ماته ده یا یې په لوی لاس نه‌کوي چې د افغان سولې پروسې پرمختګ په‌کې نغښتی وي؛ د جدې په غونډه کې له ګډون نه د طالبانو انکار یا هم د دې غونډې حاشیې ته کول او پرځای یې د دوحیې غونډې ته لومړیتوب ورکول د اسلام‌اباد د دوه‌ مخي‌توب ښه بېلګه ده.
پاکستان چې د خپلو ګټو لپاره یې کلونه ـ کلونه په افغانستان کې جګړه توده ساتلې، ترهګرو ته یې پټن‌ځایونه ورکړي، روزلي یې دي، سیاسي، مالي او نظامي ملاتړ یې کړی، هېڅکله نه غواړي چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې دې په اسانۍ او د دوی تر امتیازونو پرته تر بریا ورسېږي، خو نړېواله ټولنه، په ځانګړې توګه امریکا که رښتیا غواړي په افغانستان کې روانه جګړه پای ومومي او افغانان سولې ته ورسېږي؛ نو د نورو هلوځلو ترڅنګ دې، دا ځل د پاکستاني چارواکيو غوږونه تاو کړي او پر دې د پوه کړي چې د افغان سولې برخه کې له افغانانو او امریکا سره تر جدي، ښکاره، عملي او رښتینې همکارۍ او اقدام پرته بله لار نه‌لري؛ ان په‌دې برخه کې دې ورته ضرب‌الاجل هم وټاکي.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې اوس سیمې ته د افغان سولې د بریا په موخه په سفر راوتلی، دا ځل دې له پاکستاني چارواکیو سره په افغان سولې پروسه کې د همکاري او نه همکاري خبره سپینه کړي. که رښتینې او عملي همکاري کوي؛ نو طالبان دې له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته کېنوي، خو که بیا هم د تېر په څېر دوه‌مخې لوبه کوي؛ نو امریکا دې ترې نه یوازې خپله لار بېله کړي، بلکې پر وړاندې دې یې جدي اقدام وکړي.
بله‌خوا طالبانو ته هم په‌کار ده چې نور خپل عقل وجنګوي او په‌دې پوه شي چې پاکستان یوازې د خپلو اقتصادي او سیمه‌يیزو ګټو لپاره د دوی ملاتړ کوي او د خپلو هېوادوالو او هېواد پر ضد یې جنګوي.
که طالبان رښتیا هم ځانونه افغانان بولي؛ نو نور دې له افغان وژنې او هېواد ورانونې لاس واخلي او په هېواد کې د روانې جګړې پای‌ته رسولو لپاره چې قرباني یې یوازې افغانان ورکوي، له افغان حکومت سره د سولې مېز ته کېني.
د افغان جګړې د پای‌ته رسولو یوازینۍ لار د افغانانو ترمنځ د سولې خپل‌منځي خبرې دي او تر دې پرته، د امریکا په ګډون، ګاونډیان، د سیمې او نړۍ هېوادونه نه‌شي کولای چې د افغان سولې پروسه بریالۍ کړي؛ نو امریکا، افغان حکومت او طالبان دې یوازې او یوازې د دې لپاره شپه او ورځ کار وکړي، څو د روانې بدمرغې جګړې لمن ټوله او افغانان سوله‌يیز ژوند وکړي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply