له هغه وروسته چې د کورنیو چارو وزارت په کابل ښار کې د انسان تښتوونکیو او وژونکیو، غلو او د هغوی د ملاتړو او زورواکانو په نیولو، بېوسلې کولو او ملت ته د هغوی پر ورپېژندلو پسې پایڅې راپورته کړي، په ښار کې د پولیسو ګزمې ګرځي او په بېلابېلو برخو کې یې پلټنې پيل کړې.
ورسره هممهال د کابل ښاریانو هيلې هم راژوندۍ شوې او تمه لري چې امنیتي ځواکونه به یې دا ځل په کابل کې د فعالو جنایتکارانو او د هغوی د ملاتړو له زورواکي، غلاوو، انسانتښتونو او لسګونو نورو جنایتونو بېغمه کړي.
د کورنیو چارو وزارت لومړی په کابل ښار کې د ۲۲۲ غلو، انسانتښتونکيو او جنایتکارانو نوملړ خپور کړ او له خلکو یې وغوښتل چې د نیولو په برخه کې یې ورسره مرسته وکړي.
ورپسې یې د هغو ۱۶ زورواکانو او د ځمکو غاصبانو نومونه هم خپاره کړل چې د خلکو او دولتي ځمکې یې چور کړې، ناقانونه وسلهوال لري، له خلکو باج اخلي او د قانون او دولت پر وړاندې هم درېږي چې له دې ډلې شاوخوا نیمايي هغو یې امنیتي ادارو ته د حساب ورکولو په موخه د پولیسو ادارې ته مراجعه وکړه او کورنیو چارو وزارت پاتې نور ممنوعالخروج اعلان کړل او خبرداری يې ورکړ که ژر تر ژره حاضر نهشي؛ نو بانکي حسابونه به یې هم وتړي.
کورنیو چارو وزارت دغه راز د امنیتي او دفاعي ادارو له منسوبینو پرته د رنجرو، هایلکسو او نورو موټرو په باډیو کې د وسلهوالو پر ناستې هم بندیز ولګاوه، زورواکانو ته یې خبرداری ورکړ چې له دې وروسته دې په ښار کې نیمه سقیله وسلې نه لېږدوي او پولیسو ته یې امر وکړ چې په ښار کې د تورو ښيښو لرونکي موټر هم ودروي او که چا له پورته مواردو سرغړونه وکړه؛ نو دوی یې د درولو او ورباندې د فایر کولو صلاحیت لري، خو پرون د جمعیت ګوند د یوه غړي یونس قانوني ساتونکي د نوموړي له موټرو د تورو ښيښو پاکولو په غبرګون کې پر پولیسو ډزې وکړې او د مالوماتو له مخې، پولیسو دغه کس نیولی دی.
اوس کابل ښاریان او شنونکي د زورواکانو پر وړاندې د کورنیو چارو وزارت د وروستیو اقداماتو د ملاتړ ترڅنګ، له پولیسو غواړي چې له توپیر پرته د ټولو زورواکانو، غلو او جنایتکارانو پر وړاندې جدي عمل وکړي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
کابل ښاریان وايي، که څه هم د زورواکانو، غلو، انسانتښتوونکیو او نورو جنایتکارانو د نیولو او بېوسلې کولو په اړه د کورنیو چارو وزارت اعلامیو روحي تسکین ورکړی، خو یوازې دا بسنه نهکوي او پهکار ده چې د ټولو پر وړاندې جدي او عملي ګامونه واخلي.
د کابل ښار اوسېدونکی عبدالقیوم سره له دې چې د زورواکانو او جنایتکارانو پر وړاندې د پولیسو وروستی دریځ ستايي، خو وايي، یادې ډلې له سترو مافیايي بانډونو سره تړاو لري او په اساني به یې مهار نهکړي.
نوموړی زیاتوي، که د کورنیو چارو وزارت رهبري د پخوانيو جهادي رهبرانو او نورو سیاسیونو نفوذ او فشار ته تسلیم نهشي، افغان ځواکونه د هر ډول بلواګرو او جنایتکارانو د ماتولو وړتیا لري او کولای شي کابل ښار ترې پاک کړي.
په همدې حال کې مدني فعال روحالله طاهر هم د پولیسو وروستي دریځ ته خوشبین دی او تمه لري چې دا ځل به له کابل ولایته غله او نور جنایتکاران ورک کړي او زورواکان به هم مهار کړي.
نوموړی د امنیتي ادارو په مسوولانو غږ کوي چې د هيچا نفوذ او فشار ته تسلیم نهشي او له هر زورواکي، غله او جنایتکار سره جدي او قانوني چلند وکړي.
خو د چارو شنونکي بیا د کورنیو چارو وزارت وروستي اقدامات نمایشي یادوي او وايي، که رښتیا غواړي له کابل ښاره جنایتکاران او زورواکي ټول او مهار کړي؛ نو دغه وزارت یې په اړه پوره مالومات لري، ور دې شي او د قانون منګولو ته دې يې وسپاري.
د سیاسي چارو شنونکی محمدالله تړون وايي، پولیس په کابل کې د ټولو جنایتکارو ډلو او د هغوی د ملاتړو په اړه لازم مالومات او اسناد لري؛ نو د اعلامیو خپرولو پر ځای دې، له خپل ځواکه په استفادې د هغوی پر وړاندې عملیات وکړي او قانون دې پرې پلی کړی.
د تړون په وینا، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د هر ډول زورواکو او جنایتکارانو د نیولو، بېوسلې کولو او مهارولو ځواک لري او که رهبري یې وغواړي او د چا تر نفوذ او فشار لاندې را نهشي، کابلیان به ډېر ژر د یادو ډلو له شره خلاص کړي.
د مالوماتو له مخې، په کابل کې پنځلس سوه فعال جنایتکاران چې د ۲۰ بانفوذو شخصیتونو له لوري یې ملاتړ کېږي، ۲۸ زره میله وسلې لري او هر یو یې په دغه ولایت کې د غلا، انسانتښتونو، وژلو او نورو جنایتونو له لارې د میاشتې له زر ډالرو نیولې تر یو لک ډالرو عاید لري.
د کورنیو چارو وزارت یې اوس د نیولو، بېوسلې کولو او مهارولو لپاره لاس پهکار شوی او وبه لیدل شي چې د دغه وزارت رهبري څومره په دې برخه کې خپل امرونه او خبرداري عملي کولای او هغوی د قانون منګولو ته سپارلای شي.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320