هندي موسیقار ذاکر حسین د (پشتو) موسیقۍ پارچې لپاره ګرامې جائزه ګټلې

464

حسین

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES

وتلي هندي موسیقار ذاکر حسین د ۲۰۲۴ کال غوره نړیوال موسیقۍ فعالیت له کبله ګرامې موسیقۍ جائزو کې د (پشتو) نومې موسیقۍ پارچې لپاره جائزه ګټلې.

ذاکر حسین او ملګرو موسیقارو ته یې دا جائزه روانه اوونۍ د امریکا متحدو ایالتونو کالفورنیا په لاسوېګس کې ورکړل شوه.

پشتو نومې پارچه د موسیقۍ یو تال دی، چې له هندي او لوېدیځو سازونو ترتیب شوی. ښاغلي حسین مخکې د دې پارچې په هکله ویلی و، چې د هغې پوځي موسیقۍ له سرونو یې الهام اخیستی چې پر هند د انګریزانو واکمنۍ پر مهال د پښتنو په سیمو کې د انګریزانو پوځي مارشونو د موسیقارو او ځايي موسیقۍ له یو ځای کېدو رامنځته شوي وو.

په دې پارچه کې له موسیقار، فلم جوړونکی او طبله غږوونکي ذاکرحسین سره چې په موسیقۍ کې د استاد لقب ورکړل شوی، موسیقار بېلا فلیک، ایدګار میر او راکېش چورسیا (د شپیلۍ یا دروي غږوونکي) هم موسیقي غږولې.

ذاکر حسین د جائزې مراسمو ته وینا کې د خپلو ملګرو په استازیتوب له ګډونوالو مننه وکړه او ویې ویل: “له اکاډومۍ مننه، له تاسې ټولو مننه، زموږ کورنۍ دلته دي، له هغوی مننه، له دوی پرته موږ هېڅ یو، له مینې پرته، له موسیقۍ پرته موږ په هېڅ حساب یوو.”

د رپوټونو له مخې د ګرامې په ۶۶مو جایزو مراسمو کې د هندي موسیقارو شنکر مهادېوان او ذاکر حسین په ګډون د شکتي یا قوت ډلې ”دا شېبه” نومی البوم هم د کال غوره البوم وبلل شو او جائزه ورکړل شوه.

ګرامې جایزه د امریکا متحدو ایالتونو کې د ثبت هنرونو ملي اکاډومۍ له لوري ورکول کېږي. د دې جائزې هدف په موسیقۍ برخه کې د مهمو لاسته راوړنو ستاینه او په دې ډګر کې پرمختګ ته هڅول بلل کېږي.

ګرامې د موسیقۍ صنعت په برخه کې خورا معتبره جائزه بلل کېږي چې د یوه زرین ګراموفون په بڼه هر کال یو شمېر سندرغاړو او موسیقارو ته په بېلابېلو برخو کې د غوره فعالیت بدل کې ورکول کېږي.

بی بی سی/ پښتو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.