د سولې خبرې، که کودتا

0 515

ماسکو د فبرورۍ په ۵ مه او ۶ مه طالبان او یو شمېر هغه افغانان میلمانه کړی چې ځانونه د افغانمرکزي حکومت مخالفین او ناراضیان بولي. طالبان ماسکو ته د خپل دې کودتا يی شعار سره ورځي« که واک ته ورسیږي د افغانستان ۱۷ کلنه اردو،، ملي پولیس او ملي امنیت به منحل کړي»، خو بلخواد دولت په مخالفینو او ناراضیانو کې هم چې ماسکو ته ور روان دي له نیمايي زیات پخواني کودتاچیاندي. دلته سړی ویلی شي چې د ماسکو په یاده غونډه کې به د سولې د خبرو اترو پرځای؛ افغانحکومت ته د ګواښونو، تاوتریخوالي او کودتا وزمه پریکړو روحیه غښتلي وي، نو ځکه دې غونډې ته دکودتاچیانو جوړه غونډه هم ویلای شو.

ماسکو د نړۍ په درېیمو هېوادو په تېره بیا افغانستان کې د کودتاګانو اوږده مخینه لري. ماسکو په ټولوهغه کودتاګانو کې چې افغانستان کې په تېرو پنځو لسیزو کې ترسره شوې، په یوه یا بله بڼه لاس لرلی؛یا يی په ښکاره د هغو لاسنیوی او ملاتړ کړی او یايی په پټه ورته امکانات او اړین وسایل برابر کړی دي!

ماسکو په افغانستان کې د داسې مرکزي حکومت څخه چې خپلواکه تګلار چلوي، اندیښنه لري او هغهنه شي زغملای!

ښاغلی فضل الرحمان فاضل، د اسلامي جمعیت د مړه مشر برهان الدین رباني خوريی او ماسکو ته درباني په مشرتوب د ۱۳۷۰ کال د لړم د ۲۰ ــ ۲۴ نېټې د مجاهدینو د پلاوي ګډونوال «ماسکو کېمجاهدین او روسانو سره خبرې اترې» تر سرلیک لاندې د خپل رپوټ په ۱۹ او ۲۰ مخ کې لیکي:

«برهان الدین رباني در مورد (برچیدن بساط.. رژيم نجیب) تماس ګرقته، الکساندر روتسکوی معاونرئیس جمهور فدراسیون روسیه رامخاطب ساخته، میګوید شما باید در مورد همکاری کنید). بعد ازبرهان الدین ربانی (حجتهّ الاسلام سید رحمت الله مرتضوی سخنګوی حزب وحدت اسلامی)، که رییسهیئت مجاهدین مقیم ایران در هیئت مجاهدین نیز بود، ضمن صحبت خویش روتسکوی را مخاطبساخته، در زمینه چنین میګوید(شما وقتی دل ما را بدست می اورید که رژیم کابل را که ملت ما انرانمیخواهد، از میان بردارید). به تعقیب او نوبت به مولوی صاحب محمد نبی محمدی امیر حرکتانقلاب اسلامی میرسد، او با تضرع و التماس چنین میګوید(از روسیه در جهت از میان برداشتن رژیمکابل، ارزومندیم و باید ناامید نشویم. باید این طور ګفته نشود که ما در امور کابل مداخله نمیکنیم،این کار مداخله ګفته نمی شود»

البته دې کې شک نشته چې د ماسکو او نورو هېوادو لکه پاکستان، لاسوهنې او تیري ته، د هېواد پهکورنیو چارو کې خپله یو شمېر خرڅ شوی افغانان لارهواروي، خو ماسکو هم د سیمې د یوه ګاونډيپتوګه، ولې زموږ هېواد کې لاسوهنو او کودتاوو ته لاس واچوي؟!

ماسکو لومړی په حکومتي کچه اعلان کړه چې د فبرورۍ په ۵ ــ ۶ به د افغانستان له مرکزي حکومتهیو شمېرناراضه افغانان او طالبان د سولې خبرو لپاره ماسکو ته بلي، خو وروسته يي د سیاستوالو اورسنوالو د کلکو نیوکو له مخې، دغونډې رسمي نوم لیری کړ او هغې ته يي بین الافغاني رنګ ورکړ اوڅرګنده ده چې دا غونډه به د پټو دروازو ترشا ترسره کیږي او هلته به روسان هم لکه «پیشو د خدایلپاره موږک ونه نیسي

ډيری رسنۍ او سیاستوال په دې اند دي چې د ماسکو جوړېدونکې غونډه د کومې «افغان ټولنې» لهواک او وسې پورته خبره ده چې ماسکو يي په اړه خبرې کوي. په دې هم ټول پوهیږي چې کابل کې دروسيي سفارت او د افغانستان لپاره د پوتین ځانګړی استازی ځمیرکابلوف د دې غونډې په تیارولوکې ډېرې خولې توی کړې دي.

د طالبانو پلاوی چې اټکل کیږي مشري به يي شیرمحمد عباس ستانکزی کوي، دې غونډه کې د طالبانوهغه دریځ بیا تکرار کړي چې د قطر په پلازمینه دوحه کې يي د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايی پلاويسره تر خبرو وروسته څرګند کړی، او ویلي ول« که طالبان واک تر لاسه کړي د افغانستان ۱۷ کلنهاردو،، ملي پولیس او ملي امنیت به منحل کړي»

داسې ښکاري چې ماسکو دا غونډه د طالبانو د یاد زبرځواک ښودلو لپاره جوړه کړې او د افغان دولتمخالف او ناراضي افغانان يي د دې ځواک د نندارې لپاره هلته بللي دي.

دا چې طالب جان وايی« د افغانستان ۱۷ کلنه اردو،، ملي پولیس او ملي امنیت به منحل کړي»، پهصفا ټکو کې د کودتا خبرې کوي، د دغې پریکړې په هیڅ برخه کې د سولې خبره نشته.

د طالبانو موخه یوازې ولسمشر غني له واکه لیری کول نه دی، بلکې دوی غواړي هغه نظام چې د دوی لهنسکورېدو ۱۸ کاله وروسته، د افغانانو په زیار او کړاوو جوړ شوی ړنګ کړي. په نظام کې د افغانهېواد ټوله هستي او شتمني راځي. حکومت به ړنګیږي؛ دولت به نړیږی؛ مدنې ټولنې، سیاسي اوټولنیزې ډلې به له منځته ځي؛ ښځې او نجونې به په کورونو کې مهرلاک کیږي؛ ښوونځي او پوهنتونونهبه تړل کیږي؛ تلویزیون او رادیو به اعدامیږي؛ د تلیفون او بریښنا مزي به پرې کیږي او د لاهور منډه يیکې به خرڅیږي؛ د ژوند او تمدن ټول اثار به میراتیږي او طالب جان به په کنډوالو او هدیرو واک چلوي.

د مخالفینو او ناراضیانو په ډله کې د شمالټلوالې پر لنډه غرو سربېره، د اسلامي ګوند استازی او بلخوا پخوانی کودتاچي شهنواز تڼي هم ګډون لري. د اسلامي ګوند مشر حکمتیار یوازې څو ورځې مخکې ویلي ول چې د پاکستان پرځای ارګ او کابل د جنګ لامل دی او بل پلو په جګړو کې پاکستان ته ډېر تاوان وراوښتي. حکمتیار دا خبرې په داسې مهال کوي چې طالبان وايی«که واک ته ورسیږی د افغانستان ۱۷ کلنه اردو،، ملي پولیس او ملي امنیت به منحل کړي.

حکمتیار هیروي چې په ۱۹۹۲ کال يي د ننګرهار د قول اردو او د پاتې افغانستان ټانکونه، الوتکې او پوځي وسایل د نورو مجاهدینو پشان پاکستان ته وچلول او هلته يي د عادي اوسپنې په بیه خرڅ کړل. مجاهدینو په همدې کال کې د افغانستان اردو چې د امیر عبدالرحمان له وخت څخه پرې کار شوی وو، ړنګه کړه او کورنیو جګړو ته يي لار هواره کړه.

په همدې دلیل نن په ارګ کې د وژل شویو کورنیو سره د لېدنې په مهال ولسمشر غني وویل« هېڅافغان دا نه مني چې د افغان ځې د وینې په بیه جوړ شوي، نورو هېوادونو ته د داغمجاتو په حیث ولېږل شي. دا راز هغه زیاته کړه سیاسي سوله په تدبیېږي. نوموړي ټینګړ چې هېڅېسوله ونه مني چېې د افغانستان ملي ځېږي.BBC»

د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ ۴ مه

سرلوڅ مرادزی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply