په بریټانیا کې د فېسبوک خپلسري کمه شوه

0 580

د بریټانیا پارلمان غواړي د ټکنالوژي پر لويو شرکتونو نوي مقررات وضع کړي، څو په دې سره د فېسبوک له لارې د ناسمو خبرونو د خپرېدو مخه ونیسي.
همداراز، دا پارلمان د نویو مقراراتو په وضع کولو سره غواړي د فېسبوک له مشهورې شبکې د ناوړه اطلاعاتو خپرولو او ناوړه کارونې مخه ونیسي.
د فیسبوک شرکت د عامه پالیسي مدیر کریم پلانټ د بريټانیا د پارلمان د دې پرېکړې هر کلی کړی او ژمنه يې کړې چې په دې برخه کې يې تر یوه بریده کار کړی دی او خپلې هڅې به لا ګړندۍ کړي.
ناسمو خبرونو په مخنیوي کې د فیسبوک په پاتې راتلو د بريټانیا پارلمان تر سختو نیوکو وروسته د فېسبوک شبکې د ځینو پر ځای مقرراتو د لګولو هر کلی کړی دی.
خو د بريټانیا د پارلمان یوې کمیټې فېسبوک قصداً د بريټانيا د قوانینو په ماتولو محکوم کړی او د دې شرکت چلونکي یې ډيجیټلي بدمعاشان بللي دي.
د بریټانیا پارلمان د دې قوانینو د وضع کېدو غوښتنه وروسته له هغې کوي چې د امریکا په تېرو ۲۰۱۶ ولسمشریزو ټاکنو کې د روسیې د مداخلې او لاسوهنو په مخنیوي کې دا شبکه ناکامه وبلل شوه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply