شارخ‌خان پاکستان ته مېلیونونه پیسې انتقال کړې

0 1,040

د بالیووډ فلمونو وتلی اداکار شارخ‌خان یو ځل بیا د هندي افراطیانو له لورې تر نیوکې لاندې راغلی او په ټولنیزو رسنیو کې يې انځورونه په دې خاطر ښکته پورته کېږي چې ګواکې پاکستان ته يې کروړونه پیسې انتقال کړي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې د هندي افراطیانو له لورې د شارخ‌خان هغه ویډیو ډېره لاس په لاس کېږي چې په ۲۰۱۷ کال کې د بهاولپور ټانکر برید وروسته ده له قربانیانو سره د مرستې په هدف پاکستان ته ۴۵ کروړه هندي کلدارې استولې وې.
دا نیوکه کوونکي زیاتوي، شارخ خان ولې په هندي کشمیر کې د پلوامې خونړي برید له قربانیانو سره مرسته نه ‌کوي چې په یو بل هېواد کې له نورو سره مرسته کوي.
دوی همدا راز وايي، امیتابهـ بچن او سلمان‌خان د دې برید په اړه سم دستي غبرګونونه څرګند کړل، خو شارخ‌خان تر دې دمه د برید په اړه د خواخوږې هيڅ پیغام نه‌ دی څرګند کړی.
منتقدین وايي، که د شارخ د فلمونو کتل دوی بند کړي، خان پاکستان ته ۴۵ کروړه څه چې د ۴۵ روپیو وس هم نه ‌لري، خو په ورته وخت کې يې پلویانو د شارخ‌خان هغه پخوانۍ ویډیو هم نشر کړې چې دی د ترهګري پر وړاندې څرګندونې کوي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply