د غني پېژندنه او هغه څه غواړي؟

0 664

له قيد وشرط پرته خپلمينځي مخامخ خبرې، له پاکستان سره د طالبانو پر اړيکو، د تړلو دروازو تر شا د پټو خبرو روڼتيا، د ترورېزم، د جرمي اقتصاد مخنيوی او تضمين غواړي

امريکا وپاکستان پخپلو کې سره ډېر ژور پېچلي او مرموز اړيکي لري

د افغانستان په اړه د اېريک پرېنس نوې څرګندونې يوه ګواښنه ژبه ده

سيد حسين پاچا

ضياء الحق :

پاکستان په خپل ګاونډ کې خپل سري او د پاکستان د ارزوګانو مخالف افغانستان د زغملو وړ نه بولي.

افغانان نه شي کولای د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي.

د ځينو مستندو لاسوندونو پر بنسټ ويل کيږي چې ضياءالحق د افغان مجاهدينو په تړاو د امريکا د هغه وخت وړانديز په دريو شرايطو ومنلو :

  • وسله به د دوی پر لاس ويشي
  • وسله به د دوی پر خوښه ويشي
  • کله چې روسان له افغانستانه وځي، نو موږ پوه شه او افغان مجاهدين.

وضاحت :

موږ چی څه له افغانستان سره څه کول، نو تاسې به له موږ سره کار نه لرئ. دا په حقيقت کې پر پاکستان د افغانستان خرڅول وو.

د پاکستان د هغه وخت د بهرنيو چارو وزير اغا شاهي وايی چی امريکا زمونږ درې واړه شرطونه ومنل. دا اوسنۍ خبرې هم د همدې موافقې په اساس د افغانانو په تاوان او دافغانستان د استقلال د له منځه تګ په بيه روانې دي او متاسفانه داسې څوک افغانستان د پاکستان غلام کوي چی هغه په افغانستان کې زېږېدلی دی.

زموږ پخوانی ولسمشر حامد کرزی او دا ځينې نور دبله ماران چې ماسکو ته يې له ځان مخته کړي ول، دا داسې مانا لري لکه يو شپون چې رمه له ځان سره مخته کړي وي.

غني زموږ د يوې ښې روښانه راتلونکې او روان راتلونکي اباد افغانستان لپاره چې زموږ ملي – اسلامي هويت، سياسي بقا او خپلواکي مو پکې تضمين شوي وي داسې يوه ستره سټه او ستره هستي ده چې حساب پرې کېدای شي او زموږ ځينې ګاونډيان تر د خپلو شومو موخو لپاره وېره خوري، نو ځکه د خپلو هغو پخوانيو اړيکو او ژورو، پټو (مرموزو) و پېچلو پر بنسټ د تړلو دروازو تر شا خبرو ته ترجيح ورکوي، خو ښاغلی غني غواړي چې دغه تړلې دروازې ماتې او د کوټې غولي ته ورننوځي او ځان پر حقايقو پوه او ملت ته يې روښانه کړي.

ښاغلي غني د اغا شاهي د هغه خبرې وضاحت هم له خپلو نړيوالو دوستانو غواړي چې پرې پوه شي. دا اوسني حرکتونه هم له تېرو وختونو او پرېکړو سره تړاو لري که څنګه؟ د ښاغلي غني غوښتنه ډېره ژوره ده، خو چې څوک پرې پوه شي. ځکه يې غني هغه تېر ژور هر اړخيز ستراتيژيک استخباراتي، نظامي، لوژيستيکي، سياسي، اقتصادي او د جرمي اقتصاد ريښې راسپړل غواړي، خو د ښاغلي کرزي او ورسره تللې ړندې رمې په دې خبرو سر نه خلاصيږي او د نوي يا منځمهاله ((مؤقت)) خبرې کوي. دوی دې يو ځلې خپل ځانونه د ايمان واسلام او د افغانيت په هېنداره کې وويني چې غني څه وايی او څه غواړي؟ او دوی څه کوي او لا اوس هم د چا ډول ته نڅا کوي؟

ښاغلي غني داسې غوښتنه کړې چې زموږ نړيوال دوستان يې له هر اړخيز پلوه له ځوابه عاجز دي. اګر چې ښاغلي غني يې د خلاصون لپاره ورته آيډيا idea/clue ورکړې ده، خو که تعقيب يې کړي.

موږ به ورته له ورايه دعا کوو. تر اوسه خو ښه سم روان دی او په راتلونکې کې هم ورته د خپل رب العالمين لايزال ذات څخه د همدغسې روښانه او پرېکنده پرېکړو د برياليتوب غوښتنه کوو.

په درنښت

سيد حسين پاچا

ولسمشر غني: د سولې ضمانت ځکه غواړو چې سراسري امنيت راولي

https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-47515466

غني وايي بايد د پاکستان او طالبانو روابط روښانه شي

https://www.pashtovoa.com/a/Ghani-asked-for-clarity-about-hidden-relations-between-Pakistan-and-Taliban/4822126.html

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply