په فضا کې بلېک هولز يا تورغارونه څه شی دي؟

0 684

نوراحمد عايل ـ
د بلېک هولز په اړه لومړنۍ ليکنه چې د فضا په اړه د‌لومړنيو معلوماتو د لاس ته راوړلو په موخه مې په ۲۰۰۷ کال ليکلې وه ،نن مې بيا ګوګل کړه او دلته يې درته پوسټ کوم.

تور غار Black hole چې په دري ژبه کې ورته سياه چال يا شګاف سياه وايي، يوه عجيبه ښکارنده(پديده) ده،چې په لومړي ځل د نامتوساينس پوه John Archoald wheeler له خوا په ١٩٦٨ زېږدي کال کې په فضا کې وپېژندل شو.

په راتلونکې مقالوکې چې ( دلمريز نظام د راتلونکې )تر سرليک لاندې به يې ولولو،ووايو چې په څه ډول به لمر د هايدروجن اوهستوي تعاملونوله پاى ته رسېدو وروسته د يوڅه وخت لپاره منبسط اوبيا خپل داخل ته ورغړي ،چې بالاخره د وخت په تېرېدو به يې حجم له صفر سره مساوي شي خوکتله او جاذبه به يې پر ځاى وي ،زياتره ستوري په دې برخليک اخته کېږي او خورا ډېر ستوري لا مخکې په دې سرنوشت اخته شوي چې په کايناتو کې د black hole (تورغار) د منځ ته راتلو لامل شوي دي.
يانې بلېک هولونه د سترو سترو ستورو د چاودلو په پايله کې چې نور کوچني ستوري ځانته ورکش کړي او حجم يې صفر خو کتله او جاذبې يې پر ځای وي سره راټولوېږي او متراکم کېږي او وروسته د ميليونونو او ميلياردونو داسې ستورو په ورکش کولو سره يې جاذبه دومره قوي شي چې روښنايي نشي ترې وتلی‌ او ستوری يا سياره يې چې ساحې ته ورغله بيا نشي ترې خلاصېدلی.
د black hole يا تور غار کشش او دهغه څنډې چې د ايوېنټ هورېزون (Event horizon) په نامه يادېږي له همدې څخه بلېک هول پېژندل کېږي چې روښانه ښکاري او دومره ځواکمنه جاذبه لري چې که هر شى د ددې غار په چارپېر کې ځاى ونيسي بيا يې تېښته ناممکنه ده،د غار جاذبه به يې سوکه سوکه ځان ته کش کړي، په ځان کې به يې ورک کړي چې نور ورڅخه بيا تېښته نه شي کولاى.
نامتو ساينس پوه مارټين ريز(Martin Rees) په خپل کتاب (Our Comsmic Habitat) کې ليکي ،چې کاينات پخوا لا د تور غار په جوړېدو سوري دي، تورغار چې بې کچې جاذبه لري هر شى يې چې کش کړ دومره يې متراکم کوي چې په يوه نقطه کې يې سره راټولوي او بې نهايته وړوکي ټکي يې پاى ته رسوي،کېداى شي تورغار(black hole) په فضا کې له نورو کايناتو څخه جلا اوځانګړي وانګېرو، ځکه چې هېڅ ساينسي قانون پرې نه پلى کېږي. هر کهکشان په خپل مرکز کې يو سترsupermassive black hole بلېک هول لري.

که چېرته ټوله دنيا (ځمکه) د تورغار په دې ساحه کې راشي له يوې ثانيې څخه په کم وخت کې به ځمکه دومره منقبضه کړي چې د ستنې له سپم (سوري)څخه به هم د تېرېدو توان ولري او بيا به همدلته دستي ځاى په ځاى وژوول شي،چې صفرته به تقرب وکړي.
د انشټاين د نظريې پر بنسټ د مادې ترحده زيات تراکم د فضا د ښکته تللو يا ښوېدلو (فرورفتګي) لامل کېږي . نو د کايناتو تر ګردو متراکمه برخه تورغار دى،چې په رښتيا سره په فضا کې د ډېر ژورکډي د منځ ته راتلو سبب شوى.او له نورو کايناتو څخه يې خپله اړيکه پرې کړې ده.
د يادونې وړ ده ،چې په فضا کې ځينې تورې سوړې د ستورو له ښويدنې څخه منځ ته نه دي راغلې،بلکې د ستورو په منځ کې چې کله ډېر ستوري سره راجمع شوې دا سوړې يې جوړې کړې دي ، د بېلګې په ډول د ټولو کهکشانونوپه مرکز کې تورغار سوپر مسيو بلېک هول موجود دى ،چې ټول ستوري ،ددې غار په چورلېزکې د خوځښت په حال کې دي.

همدارنګه نامتو انګرېز فزيکپوه سټيفن هاکينگ (Stephen hawking)وايي ،چې د لويې چاودنې په پېښه کې لومړنى تور غار (primordial)تشکيل شوى دى،چې موږ ته يې په دې ستره فضا کې ځاى ځايګى معلوم نه دى.

تورغار د ليدو وړ نه دى ځکه چې د کشش ځواک يې دومره قوي دى چې رڼا نشي کولاى له هغه څخه منعکسه شي .

موږ يوازې هغه شيان له ځمکې څخه ليدلاى شو،چې يا له خپل ځان څخه رڼا لري او يا يې رڼا ځمکې ته رارسېږي ،لکه لمر اونور نږدي ستوري چې د رڼا انعکاس يې له ځمکې څخه ليدل کېږي او يا رارسېږي لکه سپوږمۍاوځينې نورې سيارې لکه زهره،مريخ،اومشتري.

ساينس پوهانو د ځينو توروسوړو موقعيت په ستورو د تورغارد جاذبې ځواک د قوي اغېزو پربنسټ ټاکلى دى.

لومړنۍتوره سوړه (Cygnus x_1) په ١٩٧١ زېږدي کال موندل شوه.

په ٢٠٠٢ زېږدي کال دوه نورې تورې سوړې چې د يو بل پر شاوخوا د څرخېدو په حال کې وې وموندل شوې ، دا دوه تورې سوړې په کهکشان کې(NGC 6240) کې موقيعت لري ، چې په خپل منځ کې د درې زره نوري کالونويا(٢٨٤٠١٨٤٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠) کيلومتره په اندازه واټن لري او ٣٥٤١٥ کيلومتره په ساعت کې له يوبل سره نژدې کېږي.

د دواړو تورو سوړو کتله سل ميليونه ځلې له لمر څخه ستره ده شاوخوا سل ميليونه کاله وروسته به ډېر سره نږدې شي ،تردې چې د يوځاى والي چټکتيا به يې د رڼاسرعت ته ورسېږي ،چې دواړه به خارق العاده ټکر سره وکړي ،هغه اهتزازونه چې له دې ټکر څخه منځ ته راځي ټول کايناتو ته به خپاره شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply