د ولسمشر غني ټینګار

0 575

محمدروښان ښاد_

د ولسمشر غني د واکمنۍ دوره د قوانینو د اصلاح او توشیح له پلوه هم بېسارې وه، ځکه په تېرو څلورنیمو کالو کې په سلګونو قوانین اصلاح او توشیح شول. دا د قانون د حاکمیت او فساد سره د مبارزې په برخه کې د ولسمشر غني سیاسي اراده او جدیت ښیي، ځکه د فساد یو مهم عامل په قوانینو کې د تضاد او خړپړتیا شته والی دی.

ولسمشر غني د همدغو تضادونو د لیرې کولو په موخه خپل دویم مرستیال استاد سرور دانش ته دنده سپارلې وه چې په قوانینو کې باید اصلاحات راشي او همدارنګه په کومو برخو کې چې د قوانینو اړتیا وي هغو ته باید قوانین برابر شي او په دې برخه کې نهایت زیات کار او پرمختګ وشو.

په افغانستان کې د قوانینو لړۍ د غازي امان الله په وخت کې را پیل شوه او بیا د جګړو او ناورنیو له امله په ټپه ودرېده. دا چې ولسمشر غني له پیله د هغه نیمګړي څپرکي د بشپړولو ژمنه کړې، نو دادی د قوانینو په برخه کې یې هم خپل تمرکز ساتلی دی او باور دی چې ډېرې هغه برخې، پروژې او کارونه چې د غازي امان الله خان په وخت کې پلان، پلي او پیل شوي وو، هغه به ترسره شي او په دې ډول به دغه نیمګړی څپرکی د ولسمشري غني په هڅو او پاملرنه بشپړ شي.

دا چې زموږ سیاسي او اداري نظام د قوانینو د تشریح لپاره یو منسجم سیستم نلري، د قانونو د احکامو له تضادونو او ابهامونو څخه د سو‌ء استفادې یو ناسم کولتور په پراخه توګه خپور شوی دی. له دې امله ستونزې ورځ تر بلې زیاتېدلې او ډېرو خلکو د خپلو ناسمو کارونو د تعبیر او توجیه لپاره مختلف دلایل لټول، مګر د اوسنیو قوانینو له تطبیق وروسته به هیڅوک هم دغه ډول دلایلو ته پناه نه وړي او نه به هم برائت اخلي.

له قوانینو څخه د ابهامونو او تضادونو لیرې کول د ولسمشر غني  د کاري لومړیتوبونو په سر کې دي او په لومړنیو مرحلو کې يې حل ته اقدام وکړ. همدا راز ټولې پروسې چې د نظام په بیروکراسۍ پورې تړلې وي، د امکان تر بریده یې ساده  کړه او لا یې هم مسوولینو ته جدي لارښوونه همدا ده چې د موثریت او ښه والي په موخه باید چارې او پروسې اسانه کړي، ځکه ولس له کاغذپرانۍ څخه تر پوزې رسېدلی او هره ورځ شکایتونه کوي.

د دې لپاره چې هېوادوال وکړای شي ،په اسانۍ سره له دولتي خدمتونو او اسانتیاوو ګټه واخلي، نو باید چارې د قوانینو په رڼا کې په ښه توګه ترسره شي.پدې برخه کې یوه بېلګه د ګمرکونو د نظام سمون دی چې اړونده اسناد یې له ۲۴ مخو څخه یو مخ ته راکم شول. زموږ د تادیاتو سیستم اسان شو او ټول سیستمونه چې په پاڼو پورې مربوط وو، لکه پاسپورټ، تذکره، قباله او نور سندونه چې په دولتي ثبت او راجستر پورې مربوط وي، په ډېر ساده او اسان شکل به له سره ورغېږي. دا کار به هم دولت ته شتمني پیدا کړي او هم به هېوادوالو ته اسانتیا.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply