سوله مه پکو کوئ!

0 510

محمدروښان ښاد ـ

په کوردننه او د سیمې په کچه داسې هڅې روانې دي چې د افغان سولې برابر شوی فرصت ضایع کړي، ځکه چې ولسمشر غني د سولې لپاره هر ګام اخلي، نو دوی ورته خنډونه جوړوي. ولسمشر غني د لوی اختر په ورځو کې اوربند اعلان کړ، مګر وسله والو طالبانو د پاکستان، ایران او روسیې په لمسون ونه مانه.

جمهوررئیس غني وسله وال طالبان د جګړې په ډګر کې مات او کمزوري کړل، پر پاکستان یې فشار زیات کړ او دېته یې مجبور کړ چې د وسله والو طالبانو له تمویل او تجهیز باید لاس واخلي. همداسې څه کېدونکي وو، پاکستان او طالبان دواړه وارخطا شول، مګر پاکستان وسله وال طالبان له پاکستان سره لېنک کړل او هغوی ته یې له روسیې څخه مرستې جلب کړې، روسانو وسله والو طالبانو ته نوې وسلې ورکړې. ایران هم ورسره مرستې وکړې.

ولسمشر غني نړۍ او امریکا قانع کړه چې باید د سولې د تامین لپاره د جنګ ترڅنګ په سوله هم تمرکز وکړي او په دې برخه کې همکاري وکړي ، نړۍ او امریکا د سولې عملي هڅې پیل کړې، دې هڅو ته ورځ تر بلې چې څومره د افغانانو هیلې زیاتېدې، نو همدومره یې په کوردننه او دباندې په ګاونډ کې ستونزې او خنډونه زیاتېدل.

افغان سیاسیونو په یوه او بله پلمه ستونزې ایجاد کړې، امریکا هم په دې هڅو کې صادقانه اقدام ځکه نه کاوه، چې دوی کور په کور د هر جنګسالار کورته ورتلل او د تړلو دروازو تر شا یې ورسره ناستې کولې. په دې ډول یې ورځ تر بلې حکومت څنډې ته کاوه، بالاخره یې حکومت دېته مجبوره کړه چې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د امریکا په رول نقد وکړي او په واضح ډول یې دا هر څه د رسنیو پر وړاندې وویل چې امریکایانو هم توند غبرګون وښوده.

ولسمشر غني د سولې مشورتي لویه جرګه راوغوښتله او موخه یې دا وه چې د ولس ستونزې او اندېښنې باید واورېدل شي او همدارنګه د سولې پروسې په اړه دوی ته معلومات ورکړل شي او همدارنګه د ولس استازي د سولې په اړه خپل وړاندیزونه له حکومت سره شریک کړي، تر څو د سولې پروسه په ښه توګه ترسره شي، اوس چې سولې مشورتي لویې جرګې ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، نو ځینو سیاسیونو له یادې جرګې سره خپل پرېکون اعلان کړ.

همدارنګه د قطر لویې جرګې ته دولت د افغان شموله پلاوي په جوړولو کار پیل کړ. په دې اړه غونډې او مشورې وشوې او بالاخره د ټولو اقشارو د استازو په شمول ۲۵۰ کسیز پلاوی انتخاب شو. د یاد پلاوي پر وړاندې بیا هم ځینو داخلي افرادو او هم طالبانو تخریب شروع کړ او بالاخره دادی دوحې ته د یاد پلاوي تګ وځنډېده او په دې ډول داسې معلومېږي چې د سولې برابر شوی فرصت کرار کرار په ضایع کېدو دی، مګر که خدای مکړه دا فرصت ضایع کېږي، نو مسوولیت به یې په لومړي قدم کې د امریکا، په دویم قدم کې د وسله والو طالبانو او په دریم قدم کې د افغان سیاسیونو په غاړه وي، ځکه دوی په هیڅ قېمت هم حکومت د باعزته او تلپاتې سولې تامین ته نه پرېږدي. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply