د فشارونو پروا نه لري

0 489

اېمل پیاوړی _

په افغانستان کې د ولسمشر کرزي په وخت کې چې ناوړه دود رامنځته شو، هغه دا وو چې ځینو سیاسیونو د ځان مطرح کولو، د خپلو شخصي ګټو د پاللو، د مقام، منصب او امتیاز ترلاسه کولو لپاره وخت ناوخته فشارونه واردول او ولسمشر کرزي به د هر ځلي فشار د دفعه کولو لپاره د هغوی غوښتنې په ورین تندي منلې او په دیارلسو کالو کې یې هغوی په امتیاز او باج ورکولو سره راضي وساتل. له همدې امله اوس هم وخت ناوخت سیاسیون پر ولسمشر غني د فشار واردولو هڅه کوي، خو ولسمشر غني د فشارونو پروا نه لري.

جمهور رئیس غني داسې مهال کار پیل کړ چې له یوې خوا نړیوال سوله ساتي ځواکونه د وتلو په حال کې وو او له بلې خوا نړیوالې مرستې کمې  شوې وې. خلک پر خپل راتلونکي بې باوره وو،  د مافیا، اختلاس او اداري فساد له امله اکثره وزارتونه او ادارې فلج وې، ملي بودجې  میلیونونه ډالر کسر درلود، بین المللي ځواکونه  هم له افغانستان څخه د وتلو په حال کې وو او جګړه ورځ تر بلې پراخېدله، امنیتي او دفاعي ځواکونه په اړتیا وړ وسایلو او وسایطو سنبال نه وو او د افغانستان دښمنانو فکر کاوه، چې په څو میاشتو کې به نوی حکومت سقوط کړي. له هرې خوا فشار موجود وو، مګر ولسمشر غني د هیڅ فشار پروا ونه لرله او د هغو د دفعه کولو لپاره یې د باج او امتیاز ورکولو پرځای په موثرو او معقولو لارو فکر وکړ.

ملي یووالي حکومت د امنیتي، مالي، اداري فساد ستونزو او همدارنګه په خپل راتلونکي د خلکو د بې باورۍ باوجود په بېلابېلو برخو کې د موثرو اقداماتو په ترسره کولو سره وتوانېد چې په تېرو څلورنیموکالو کې پام وړ فعالیتونه او لاسته راوړنې ولري. د خلکو ملاتړ او باور خپل کړي. د دوی نهیلي په هیله مندي او بې باوري په باور او وېره په ډاډ بدله کړي. په دې منځ کې سیاسیونو شکایتونو، اعتراضونه او بدې ورځې وکړې، مګر ولسمشر غني یې ځکه اندېښنه ونه کړه، هغه پوهېده چې دوی خپل شخصي غم او ګټې ژاړي. د ولس په فکر او اندېښنه کې نه دي.

ملي یووالي حکومت د هېواد د اساسي قانون د حفاظت په خاطر ولسواک نظام پیاوړی کړ، په راتلونکي یې د خلکو باور زیات کړ، د امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیاوې یې لوړې کړې او په اړتیا وړ وسایلو او وسایطو یې سنبال کړل او د افغانستان بین المللي شریکان یې قانع کړل چې له افغانستان سره د مالي او نظامي مرستو د دوام ژمنه تازه کړي. ژمنې تازه شوې، له پامه لوېدلی او هېر شوی افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو د پام وړ وګرځېده او دوی په دې پوه شول چې ولسمشر غني له بحران څخه د افغانستان د وتلو اراده او توان لري.   

ملي یووالي حکومت په پرلپسې او هر اړخیزو کوښښونو سره د بهرني سیاست د تطبیق په لاره کې د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع، ملي او سیمه ییزې پروژې، اقتصادي تحرک او د لویو اقتصادي پروژو د پلانونو او عملي کولو، اصلاحاتو او فساد سره دمبارزې، په حکومت کې د ښځو رول د پیاوړتیا، د سولې د تامین، تروریزم سره د مبارزې او ښې حکومتوالي په برخو کې عملي ګامونه واخیستل. د زورواکانو ښکرونه یې ور مات کړل. سیاسیونو ته حواله شوې پیسې یې ورباندې بندې کړې. په ادارو یې د دوی نفوذ کم کړ او په وضاحت سره یې ورته وویل چې د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره باید ځوانو کدرونو ته واک او مسوولیت انتقال شي او همدا کار یې وکړ. دا مهال چې افغانستان د سولې او ټاکنو په درشل کې دی نو سیاسیون یو ځل بیا په دولت د فشار راوړلو هڅه کوي، مګر ولسمشر غني به یې بیا هم چندان پروا ونه لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply