پخوانی ولسمشر او دبله ماران يې

0 883

پخوانی ولسمشر او دبله ماران يې

روسان پر تاسې باور نه کوي، ولې هر ځل ورځغلئ؟

څوک چې د غني او د حکومت درناوی نه ساتي رب العالمين به يې سپک کړي

غني د اولی الامر په داېره کې راځي چې درناوی يې د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې په کار دی، دومره ساده توب هم په سياست کې په کار نه دی

سيد حسين پاچا

ملا عبدالغني برادر :

د افغانستان مساله نظامي حل نه لري.

د افغانستان  اشغال بايد ختم شي

حامد کرزی :

له روسيې سره اړيکي زموږ له مهمو اړيکو دي. د افغانستان د خلکو په استازيتوب د سولې په مذاکراتو کې د روسيې له ونډې مننه کوي.

تاند :

[[کله چې عطامحمد نور او محقق ويناوې وکړې د طالب پلاوی غوسه راوپارېده او له روسي‌کوربنو يې وغوښتل چې دوی له نورو افغان مېلمنو جلا کړي.

اميرخان متقي د عطامحمد نور تر وينا وروسته په تونده لهجه کرزي او د هغه همسفرو ته وويل: لومړی خپل مينځ کې همغږي شئ، چا رالېږلي ياست، د چا استازولي کوی او څه غواړی وواياست؟

عطامحمد نور غوښتل د مسکو د تېرې غونډې په نسبت چې افغانستان ته له راستنېدو سره خلکو زيات نقد کړ، داځل عاطفي نقش ولري، مصلحتي تمثيل وکړي او طالبانو ته وښيي، چې جګړه کې دوی بې طرفه دي، د طالبانو په مرګ د سربازانو په اندازه خواشينی دی او د اعتماد فضا ايجاد کړي، خو طالبان د پخوانيو مجاهدينو د يو برحال قوماندان داسې خبرو اورېدو وقهرول، طالبان اوس هم پخوانيو جنګسالارانو او په ټوله کې د کرزي ډلې ته د افغانستان د بحران د غځوونکو په نظر ګوري او بدګمانه دي.

دغه ناسته ظاهراً د افغانستان او مسکو د ديپلوماتيکو اړيکو د سلمې کليزې په مناسبت په تشريفاتي بڼه جوړه شوې وه، خو روسانو اساساً وغوښتل له دې ناستې تر ديپلوماسۍ ډيره د امريکا او افغان دولت پروړاندې د خپل اهميت د مانور په توګه کار واخلي.

طالب پلاوي ته د يوې جنګي ډلې په نسبت د يو برحال دولت د استازو په شان پروتوکول ورکړل شو، د افغانستان په کشاله کې ښکېل دوه مشهور روسي چارواکي د بهرنيو چارو وزير سرګي لوروف او د پوتين ځانګړی استازی ضمير کابلوف پکې حاضر ول.]]

ښاغلی خانزاده مشره،

درناوی درته لرم او زړه مې درباندې د يو سياستوال او پخواني ولسمشر په توګه بديږي، خو نه پوهېږم چې ولې تاسې د شنګهای په غونډو کې دواړه ځلې د يوې وړې تېروتنې يا ساده توب مرتکب شوئ؟ او له هغې راوروسته بيا د سليم ساپي په مرکه کې چې که د امريکا وپاکستان جنګ ونښلي زه به د پاکستان لوری ونيسم، خو هماغه مشرف بيا له ګارډين سره په زغرده داسې ويلي :

Musharraf: Pakistan and India’s backing for ‘proxies’ in Afghanistan must stop

In interview with the Guardian, former Pakistan president voices his support for Ashraf Ghani and hints that he cultivated the Taliban.

  • In an interview with the Guardian, Musharraf admitted that when he was in power, Pakistan sought to undermine the government of former Afghan president Hamid Karzai because Karzai had “helped India stab Pakistanin the back”. But now the time had come to “totally cooperate” with Ashraf Ghani, the Afghan president since September, who Musharraf believes is “the last hope for peace in the region”.

  • “In President Karzai’s times, yes, indeed, he was damaging Pakistan and therefore we were working against his interest. Obviously we had to protect our own interest,” Musharraf said. “But now President Ashraf Ghani has come and he is trying to restore balance in Afghanistan. We must totally cooperate with him.”

دا دوه ځلې دې بيا له خپلې رمې سره مسکو ته منډه کړه. تېرځل يې هم ستا په شتون کې د اتمر تاييد (ملاتړ) وکړ او نن يې دا دی د سلمې کليزې په نمانځنه کې د متقي پر خوله سپک کړې او هغه بېنزاکته ستاسې درناوي ته ونه کتل، نو ته خو لږ هوښيار شه!

همداسې تېر ته په کتو لويه مصلحتي جرګه دې راوغوښته، خو چې جرګې ستا د خوښې خبره ونه کړه، نو نېغ پر نېغه دې مخالفت وکړ، ولې؟

د شنګهای له سياسي تېروتنې وروسته چې دلته انګلستان ته راغلئ چې برتانيا ستاسې او د اوباما ترمينځ سپارښتنه وکړي او هغه تېروتنه درته وبښي، خو داسې انګېرل کيږي چې ښاغلي اوباما ستاسې د ليدو لېوالتيا نه لرله او ستاسې د هغه بېنزاکتيو نه خپه شوی وو، نور يې هېڅ درته څه ونه ويل، خو خوشې يې کړې او پريې ښوولې، يا په بله مانا د اوباما له پامه بد راغلې او تر ننه ان د جمهوريپالو په دوره کې هم هغسې ونه پالل شوې، لکه څومره چې ستا ورته تلوسه وه.

همداسې د پروېز مشرف حال درواخله چې کله ښاغلي اوباما بروسريډل ته دنده وسپارله چې د مشرف کړه وړه د القاعدې د مشرانو په تړاو وڅېړي، نو دا ورته جوته شوه چې مشرف ورسره د ائتلاف د يو متحد په توګه دوکه کوي، نو اوباما ته يې وويل :

((پاکستان له موږ سره دوه مخې لوبه کوي)).

(بي بي سي : پټ پاکستان  Secret Pakistan)

شېراد کوپر کول د برتانيا پخوانی سفير :

څه چې ما واورېدل هغه دا وو چې پاکستانيانو ملا برادر موندلی او نيولی دی. د هغوی موخه دا وه چې هغه قابو کړي او دا پيغام ورکړي چې : ((که تاسو غواړئ کومه معامله وکړئ، نو بايد له پاکستان سره يې وکړئ)).

بروسريډل او شيراد کوپر کول دواړه بهرني غيرمسلم تبعه دي، خو هغوی پوه شول چې لوبه څه ده؟ له بده مرغه چې تاسې له شلو سفرونو سره سره لا تر ننه پوه نه شوئ او سر مو نه خلاصيږي.

تاسې د خپل ورور ارواښاد احمد ولي کرزي د جنازې يعنې خاورو ته د سپارلو په وخت کې پر طالبانو غږ وکړ او وروڼه دې وبلل او د خپل ورور له مرګه ورتېر شوئ، خو نن هماغه بېنزاکته اميرخان متقي په مسکو کې پر تاسو نېغ درځي چې نه يوازې ستاسې د درناوی لحاظ نه ساتي، بلکې د هغه مجلس درناوی نه ساتي، نو تاسې به کله د داسې بېنزاکتو سره پخپله ژبه پوه شې؟

د همدې ملا عبدالغني برادر په تړاو دې څومره منډې ترړې پاکستان ته وکړې چې د مشرف غوندې يو ګانګړپ (دوکه مار)) او د  زرداري غوندې يو لوپر هم تاسې شل ځله تږي له اسلام اباده رخصت کړئ. آخر ته خو لږ پوه شه!

هماغه مشرف چې له امريکا يې ورپسې راوشړه او دلته انګلستان ته راغی او له دې ځايه د بيا واک ته رسېدو په تمه پاکستان ته وشړه او هلته يې پرې د پيشو په شان هغسې نخرې وکړې چې له هېواده يې تېښتې ته اړ کړ او نن هم د عربو په غېږ کې په دې تمه پروت دی چې که لندن وسپينه ماڼۍ يې تېره ګناه وبښي، خو تاسې دغه نزاکتونه نه ساتئ.

همداسې تېر ته په کتو د داود خان او ډاکټر نجيب الله ناخوالې راواخله چې څه ورسره وشول؟

پايله ومشوره :

د يو افغان، دوست او خواخوږي په توګه زما مشوره خو دا ده چې تاسې ځينې نزاکتونه شرعًا، سياستًا واخلاقًا مراعات کړئ يا په بله مانا شرعي، سياسي واخلاقي تقوی يا پرهېز په ځان کې پيدا کړئ چې دا به تاسې او رمې ته به دې له هر اړخيز پلوه ښه او په ګټه وي، نه دا چې د خلکو د هسې يو شپېلک پسې د تمې لپاره ځغلئ او خپل حيثيت او اعتبار ته تاوان اړوئ.

خير دی که پورته شرعي، سياسي واخلاقي نصيحت مې نه منئ، نو د خپلې ژبې او فرهنګ په دغه لنډۍ او يو متل به راسره منښته کوئ :

تيږه (کاڼی) چې چېرې پرته / پروت وي درنه / دروند وي.

يا دا چې :

ديدن مې کور ته پسې يووړ

په قدرمن اشنا مې ځان بېقدره کنه

په درنښت

سيد حسين پاچا

ملا برادر په لومړي ځل رسنيو ته راڅرګند شو

https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-48430356

ملا برادر: د سولې لپاره بايد لومړی د افغانستان “اشغال” ختم شي

https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-48430354

د مسکو نننۍ غونډه کې به پر اوربند ټينګار وشي

https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-48442894

د مسکو “بين الافغاني” خبرو کي د افغان حکومت استازي نشته- طالبان

https://www.pashtovoa.com/a/moscow-summit-about-afghan-peace-/4936836.html

د مسکو د غونډې برخوال به نن ګډه اعلاميه خپره کړي

http://www.taand.com/archives/127886

امرالله صالح: کابل مېشتي سياسيون يو ځل بيا مسکو ته لاړ او (ترهګرو طالبانو) ته يې غوږ کېښود

https://rohi.af/fullstory.php?id=77867

پر ولسمشر غني، طالبانو، کرزي – اتمر او د دوی پر ډله پانګونه کيږي

https://rohi.af/fullstory.php?id=77866

په مسکو کې مجاهدينو او طالبانو شخړه کړې

http://www.taand.com/archives/127850

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply