حمدالله محب سوله یوه پېچلې پروسه وبلله

0 652

محمدروښان ښاد _

 

په دې کې شک نشته چې سوله  تر جنګ سخته ده، ځکه چې سوله زغمو قرباني او خپل قېمت غواړي او هرڅوک د دغې قربانۍ او قېمت ورکولو ته چمتو نه وي، مګر ولسمشر غني په تېرو  پنځو کالو کې د مهم لومړیتوب په توګه د سولې پېچلې پروسه داسې په تدبیر، جرئت او قوت وپالله چې هیچا یې هم توقع نه لرله.

نوموړي سوله په ملي او بین المللي بحث بدله کړه او په دې اړه یې هم د هیواد په داخل کې ، هم په ملي او هم په بین المللي کچه اجماع رامنځته کړې. د دې ټولو باوجود ښاغلي محب په وینا لا هم سوله یوه پېچلې مسله ده او پېچلې ځکه ده چې له یوې خوا د سولې قېمت واضح نه دی او دا هم نه ده معلومه چې څوک څوک د سولې د دغه قېمت ورکولو ته چمتو دي. په دې کې شک نشته چې ولس د سولې لپاره  تل قرباني ورکړې او لا هم د دغه قېمت ورکولو ته تیار دی.

ښاغلي محب دا هم وویل چې د حکومت او د ولسمشر غني د بې قید او شرطه بلنې او سولې د مذاکراتو د پیلولو باوجود لا هم وسله وال طالبان سولې ته چمتو نه دي او دلیل یې دادی چې وسله وال طالبان مستقل نه دي او نه هم په  تنهایي سره تصامیم نیولی شي. هغه څرګنده کړه، وسله وال طالبان دوه وړاندیزه لري او وایي چې افغانستان اشغال شوی او امریکایي عسکر باید له افغانستان څخه ووځي او دلته شرعي نظام راشي.

دوی دا خبرې په داسې حال کې کوي چې دوی په خپله حتی د سولې د مذاکراتو لپاره  چې دوحې ته ځي، نه په خپل سر د تګ تصمیم نیولی شي او نه هم د تګ لپاره د ټکټ پیسې لري او د مالي امکاناتو په ګډون دوی ټول جنګي مهمات او وسایل له  پاکستان څخه ترلاسه  کوي او که داسې نه وي، نو لطفاً دې دوی ووایي چې دوی د جنګ دغومره زیات لګښت له کومه کوي؟ همدارنګه له پاکستان سره د وسله والو طالبانو او یا برعکس له وسله والو  طالبانو سره  د پاکستان اړیکې هم نه دي واضح شوي او دا هغه پوښتنې دي چې په  اړه یې باید ولس ته وضاحت ورکړل شي.

د ښاغلي محب په  وینا د سولې پېچلې پروسه یوازې تر څو کسانو او یا دوحې پورې محدودول به نامناسب وي. د نوموړي په وینا افغانستان، امریکا او طالبان د جنګ درې ښکېل اړخونه دي او د جنګ د پایته رسېدو لپاره  حتمي ده چې دا درې واړه اړخونه په خپلو کې سره جرګه شي او مخامخ مذاکرات وکړي، مګر وسله وال طالبان تر دې مهاله له  افغان دولت سره مخامخ مذاکراتو ته چمتو نه دي او تر هغو چې دوی له افغان دولت سره مخامخ د سولې مذاکرات ونه کړي، نو نه سوله راتلونکې ده او نه هم څوک د دې دعوه کولی شي چې وسله وال طالبان د سولې پلویان او غوښتونکي دي، ځکه که دوی واقعاً سوله  غواړي او یا د سولې واک او صلاحیت لري، نو بیا باید له افغان دولت سره د سولې بین  الافغاني مذاکراتو او ډیالوګ ته چمتووالی وښیي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply