دولت په د دولت اړیکې ته نه درناوی د پاکستان لویه ستونزه ده

0 551

اېمل پیاوړی

 

د پاکستان لوی ستونزه داده چې له افغانستان سره د دولت په دولت اړیکې لرلو ته درناوی نه لري. که څه هم دواړه هیوادونه یو بل په رسمیت پېژني او په دواړو هیوادونو کې د سفارتونو په کچه اړیکې دوام لري، خو د دې باوجود هم پاکستان د افغانستان سره دغو اړیکو ته نه ارزښت ورکوي او نه هم ورته درناوی لري. دلیل یې دادی چې پاکستان په وسله والو ګروپونو پانګونه کوي، له هغوی سره اړیکې لري او غواړي چې د دوی له لارې په افغانستان کې خپلې ګټې تامین کړي.

مګر پاکستان له دې لارې نه یوازې مخته نشي تللی، بلکې تاوان کوي او دا تاوان په خپله د پاکستان حیثیت، شهرت او اعتماد ته رسېږي، ځکه افغانستان کرار نه دی ناست په دې مورد یې کره او باوري اسناد نړیوالې ټولنې ته وړاندې کړي او له همدې امله پاکستان دا مهال تر نړیوال فشار لاندې ده او حتی په سیمه او نړۍ کې د ترهګرۍ د ملاتړي او صادرونکي هیواد په توګه شهرت لري.

دا د افغانستان او سیمې د امنیت لپاره بنیادي مساله ده، ځکه ترهګري د ټولو لپاره ګډ تهدید او خطر ګڼل کېږي او له بده مرغه پاکستان د دغه تهدید په پراخولو کې فعال رول لري. پاکستان د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې دوه سوه زره وسله وال پرسونل لري او هغوی پرلپسې زور، تشدد او تاوتریخوالي ته لاس اچوي او دا عمل په جرئت ترسره کوي. دوی نه یوازې د ډیورنډ کرښې دې غاړه ترهګري فعالیتونه رهبري کوي، بلکې د کرښې هغه غاړه قبایل او پښتانه او بلوڅ هم د پاکستان د پوځ دا کړنې نه یوازې غندي، بلکې د دوی د ظلمونو او وحشتونو له امله تر پوزې راغلي دي.

 بنیادي ستونزه تروریستي شبکې دي؛ ځکه موږ (تراوسه)د دولتونو په کچه هغې همغږۍ ته نه یوو رسېدلي (چې ستونزه حل کړو)، له بنیادي ننګونو سره مخ یوو؛ د دولتونو تر منځ د حاکمیت تساوي او د لوبې بین المللي قوانینو باندې توافق چې د دولتونو تر منځ اړیکې تعریفوي، د سیمه ییز ثبات لپاره کلیدي دي؛ موږ اړتیا لرو چې له پاکستان سره مشترک درک ته ورسېږو، څلور اړخیزه بهیر زموږ لپاره ډېر منظم چوکاټ رامنځته کړ ، مګر د پاکستان د همکارۍ د نشتوالي له امله هغه هڅې هم په ټپه ودرېدلې.

نو پاکستان سره دولت په دولت د روابطو ستونزه د طالبانو، القاعده او نورو تروریستانو له ستونزې څخه لویه ده، ځکه د دغو ټولو تهدیدونو اساسي حل لاره یې د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ستونزې حل کې نغښتی ده، ځکه د هغوی پټنځایونه وجود لري. ایا څوک شته چې په کویټه کې د طالبانو د دفترونو د موجودیت څخه انکار وکړي؟

هلته هغوی په ښکاره سربازګیري کوي؛ هغوی تمویلېږي؛ تدارکات او لوژیستیکي امکانات یې تنظیمېږي؛ دغسې ډلو ته د پټنځایونو ورکول د بین المللي قوانینو خلاف او دولت په دولت اړیکو ته د نه درناوي په مانا  دي. تر هغو چې پاکستان خپل دغه عمل بدل نه کړي او د وسله والو ګروپونو پرځای له افغان دولت سره خپلو اړیکو ته رښتینی ارزښت ورنه کړي، نو د جنګ، بې باورۍ، تروریزم او نورې ستونزې به همداسې پرځای پاتې وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply