د حکمتيار و د کرزي رمو ((دبله مارانو)) په مسکو ولاهور کې څه وکړل؟

0 636

د حکمتيار و د کرزي رمو ((دبله مارانو)) په مسکو ولاهور کې څه وکړل؟

حکمتيار: په افغان جنګ کې تر ټولو زيات تاوان پاکستان ته رسېدلی، موږ په افغانستان کې د پاکستان د بقاء لپاره جنګيږو

((جهاد افغانستان دفاع پاکستان))

سيد حسين پاچا

خبريال :

همدا راز د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار په پاکستان کې په خپلو خبرو کې ويلي و، چې په افغان جنګ کې تر ټولو زيات تاوان پاکستان ته رسېدلی دی. هغه زياته کړې وه چې موږ په افغانستان کې د پاکستان د بقا لپاره جنګېږو، نو پاکستان دې راسره پکې مرسته وکړي.

حکمتيار :

د پاکستان مجاهد پوځ (؟!) او د پاکستان د ديپلوماسۍ دستګاه په مهارت سره کولای شي د افغان جهاد مفاد او منفعت وساتي.

اذا لم تستح فاصنع ما شئت (رواه البخاري)

کله چې شرم (حيا) نه درځي، نو بيا چې دې څه خوښه وي کوه او وايه.

ډېر ځله انسان د حيا (شرم) او پېغور له امله هم يو کار ته زړه نه ښه کوي، خو زموږ ځينې ځينې بيا ډېره سپين سترګي کوي او عواقبو ته يې هم نه ګوري.

زما خو يې د ښاغلي زلمي هېوادمل په اصطلاح له اتمر او له دې نورو دبله مارو او چلتارو سره سروکار نشته او نه يې کومه پروا راځي، خو د مفسر خروټي پر دې بېنزاکته خبرې پورې هک پک شوم چې دی لا اوس هم هماغه د خپلو زړو مربيانو ضياءالحق، اختر عبدالرحمان، نصيرالله بابر او د حميدګل زوړ منتر وايی چې ((جهاد افغانستان دفاع پاکستان))، خو اوس د غني له برکته د مشر لالا پر شنو ډالرو شخوند وهي، کوړکی چېرته وباسي او هګۍ چيرته اچوي؟

دوه شرمه :

داسې انګېرل کيږي چې ښاغلی کرزی به نور پاکستان ته پر خپل تګ شرمېده او ښاغلی حکمتيار به مسکو ته، نو ځکه داسې برېښي چې ښاغلي کرزي د خپلې سياسي پوهې او چالاکۍ له برکته ټول دغه زاړه سولېدلي دبله ماران يې دا ځل د حکمتيار تر چتر لاندې خپلو زړو يارانو ته ورولېږل چې له هغه ځايه يې د حکومت پر خلاف وهڅوي.

پوښتنه :

ښاغلي حکمتيار له رباني ومسعود سره په ګډه ولس ته دا ويل چې موږ د الله تعالی د رضا او د اسلام د سرلوړۍ لپاره جهاد کوو، خو نن يې ومنله چې ((موږ په افغانستان کې د پاکستان د بقا لپاره جنګيږو))، ان تر دې چې د شمال ټلواله د مارشال فهيم په شمول تر ننه حکومت ته دا ګواښنې کوي چې ((که زور راباندې راشي، نو موږ به بيا ټوپک ته لاس کړو او غرونو ته به وخېژو)). له صلاح الدين رباني، عطا خطا، بسم الله محمدي، مسعودخېل، ملا معنوي، يونس قانوني، اسماعيل خان و ډاکټر عبدالله راواخله تر جرئت وګذر او داسې نورو دبله مارو پورې ټول په حکومت کې ښه غوښنه برخه لري او هم په واک کې دي. هم په حکومت کې دي او هم په ايوزيسيون کې، هم يې پروژې په لاس کې دي او هم يې قراردادونه، خو زموږ خروټی مفسر ايله اوس د شنو ډالرو په خوند راغلی او آخوا ته که بيا له ضياءالحق راواخله تر حميدګل وکرنيل امامه پورې ټولو ان تر سياسي ملايانو پورې به دا نارې سورې وهلې چې ((جهاد افغانستان دفاع پاکستان)) خو زموږ درېواړو پتنګانو ((اخوان، ماويست وستمي – اخواني)) به ويل چې موږ په افغانستان کې د اسلامي نظام لپاره جنګيږو، حال دا چې خواجه محمد آصف په زغرده رسنيو ته وويل :

د امريکا په مشرۍ د ترهګرۍ ضد په نوم جګړه ((زموږ نه وه، بلکې موږ پردۍ جګړه او جعلي جهاد کړی دی.

مولانا محمد خان شيراني :

د پاکستان په ښوونيز ((تعليمي)) نصاب کې د قرآن کريم د جهاد په باره کې اياتونه د امريکا د ډاډمنتيا لپاره شامل کړل شوي وو، چې د کمونېزم پر خلاف خلک جنګ ته چمتو کړای شي.

قاضي حسين احمد د امريکا سفير ته :

زه ستاسې ملګری يم ستاسې پر ضد څرګندونې د عامو خلکو ارامولو لپاره دی.

Attack on Afghanistan: Ex-JI chief had opposed US action

His comments came a day after former political advisor to US Embassy Amanullah Khan claimed in his book that the former JI chief had assured the then US envoy that his anti-American comments were only for public consumption.

مولانا سميع الحق :

د امريکې د ماتې په خاطر له روسانو پيسې او وسلې اخېستل روا دي.

خلقۍ شيري رحمان :

کابل کې هر حکومت بايد د پاکستان پلوي وي . د پاکستان له پلويتوب پرته د افغانستان په نوم هېواد ځای نه لري.

زاړه اسناد بيا داسې وايی :

The Five Evils who destroyed Afghanistan:

Former interior minister of Pakistan, General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:

Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Ali Bhutto. He (Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.

Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar, Ahmad Shah Mahsood, Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan. I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus, we started to destabilize” and “burn Afghanistan”.

Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

General Akhter Abdur Rehman:

General Akhter Abdur Rehman who was the head of ISI during Zia ul Haq era, once said KABUL MUST BURN.

جنرل اور معصوم مُلا

خواجه ضياء الدين بټ

((ملا عمر نے کہا کہ دیکھو یہ امریکہ والے مجھے ٹورسٹ کہتے ہیں، میں نے اسے بتایا تمہیں ٹورسٹ نہیں ٹیررسٹ کہتے ہیں، وہ بڑی خطرناک چیز ہوتی ہے۔ دیکھیں ملا عمر تو اتنا سیدھا آدمی تھا کہ اسے یہ فرق بھی نہیں پتہ)).

“Mullah Omar said,” Look, these Americans call me Tourist, I told him that you do not call Tourist, it is a very dangerous thing. ” See Mullah Omar was so straightforward man that he did not even know that difference.

ملا عمر وويل ، وګورئ چې ((امريکايان ما ته سيلاني وايی)).  ما ورته وويل چې ((هغوی تاسې ته سيلاني نه، بلکې تروريست (ترهګر) وايی)) چې ډېر يو خطرناک شی دی. وګورئ چې هغه دومره يو ساده سړی وو چې د سيلاني و ترهګر توپير يې نه شو کولی.

طالب بيا داسې راپېژني :

The Rise of Taliban

Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:

The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F & S) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the maddrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force.”

بېنظيره له ليموند ورځپاڼې سره :

طالبان د برتانيه طرحه وه چې مالي ونظامي لګښتونه يې امريکا وسعودي پر غاړه دي او روزنه يې زموږ ده چې زموږ د موخو (اهدافو) لپاره کار کوي.

پلار يې موږ جهاديان او لور يې بيا طالبان د نظاميانو او څارګرې ادارې په زور وزېږول. د وخت مشرتابه يې پخپله ژبه له ګارډين منښته کوي او په زغرده وايی. د ملابرادر اوسنۍ نوې يارانه له روسانو سره ښه په درځ کې مخته روانه ده. ستانکزی و شاهين اوس د روسانو ډول ته په مسکو کې ناڅي او زموږ توسن خانزاده مشر بيا د خپلې چپنې لاندې خپله د غلو او د ډاکوانو رمه کله يوې خوا او کله بلې خوا ته، کله يې خپله او کله يې د حکمتيار تر څارنې لاندې د مسکو او د لاهور په کوڅو کې ځغلوي راځغلوي او لار ترې ورکه ده چې څه وکړي؟ هغه ايمان، هغه اسلام، هغه شهامت، هغه غورې او دربې او هغه افغانيت اخر دا شو چې د واک د ترلاسه کولو لپاره لکه توسن کوڅه ډب ….. يو او بل لورې ته ځغلي.

مکار ديکتاتور پروېز مشرف :

Musharraf: Pakistan and India’s backing for ‘proxies’ in Afghanistan must stop

In interview with the Guardian, former Pakistan president voices his support for Ashraf Ghani and hints that he cultivated the Taliban.

  • In an interview with the Guardian, Musharraf admitted that when he was in power, Pakistan sought to undermine the government of former Afghan president Hamid Karzai because Karzai had “helped India stab Pakistanin the back”. But now the time had come to “totally cooperate” with Ashraf Ghani, the Afghan president since September, who Musharraf believes is “the last hope for peace in the region”.

  • “In President Karzai’s times, yes, indeed, he was damaging Pakistan and therefore we were working against his interest. Obviously we had to protect our own interest,” Musharraf said. “But now President Ashraf Ghani has come and he is trying to restore balance in Afghanistan. We must totally cooperate with him.”

بېځايه جګړه ناسم دښمن

کرلوته ګال : پاکستان چې په ښکاره د امريکا دوست بلل کېده، خو په حقيقت کې ناژمن ((بې وفا)) ثابت شو

د The Wrong Enemy کتاب ليکوال Carlotta Gall د خپلې سريزې foreword په وروستۍ برخه کې داسې وايی :

The war has been a tragedy costing untold thousands of lives and lasting far too long. The Afghans were never advocating of terrorism yet they bore the brunt of the punishment for 9/11. Pakistan, supposedly an ally, has proved to be perfidious, driving the violence in Afghanistan for its own cynical, hegemonic reasons. Pakistan’s generals and mullahs have done great harm to their own people as well as their Afghan neighbours and NATO allies. Pakistan, not Afghanistan, has been the true enemy.

امريکايانو د افغان جګړې سره لېوالتيا په کمېدو شوه او  زما خپله پرېکړه دا وه چې ټولو هغو په اړه چې په افغان جګړه کې راښکيل ول پر ما حق وو چې د جګړې په ډګر کې د پېښو په اړه بيان ثبت کړم.

دا جګړه يوه تراژيدي (غميزه) وه چې په زرګونو ناڅرګنده مرګونه (ناويلې مرګ ژوبله) يی درلوده او ډېره اوږده شوه. افغانان هېڅکله هم د ترهګرۍ ملاتړي (خواخوږي) نه ول، خو بيا هم د ۹/۱۱ پېښې سزا (د سزا ګوزار) دوی ته ورکړل شوه.

پاکستان چې په ښکاره د امريکې دوست بلل کېده، خو په حقيقت کې بې وفا ثابت شو. په افغانستان کې پاکستان پر خپله ټولنه باندې د ولکې او د خپلو ناروا دلايلو لپاره زور زياتی او تشدد پر مخ بيايي. پاکستاني جنرالانو او ملايانو خپلو خلکو ته او په ګاونډ کې افغانانو او همدارنګه د ناټو متحدينو او ملګرو ته ډير ضرر او زيان اړولی دی. افغانستان نه، بلکې پاکستان رښتينی دښمن دی.

I do not pretend to be objective in this war. I am on the side of the victims. The human suffering has been far too great, and we have a duty to ponder the reasons for such a calamity.

د برتانوي او امريکايي چارواکيو په زغرده او راڼه پيغامونه :

برتانوي سفير شيراد کوپرکول :

څه چې ما واورېدل هغه دا وو چې پاکستانيانو ملا برادر موندلی او نيولی دی. د هغوی موخه دا وه چې هغه قابو کړي او دا پيغام ورکړي چې :

((که تاسو غواړئ کومه معامله وکړئ، نو بايد له پاکستان سره يې وکړئ)).

د سي آی ای پخوانی مشر بروسريډل :

((پاکستان له موږ سره دوه مخې لوبه کوي)).

جنرال حميدګل :

سمه ده چې جهاد به افغانانو کړی وي، خو لارښوونه يې زما وه.

[د حميدګل پر دې خبره لا ښاغلي قريب الرحمان سعيد لږ غبرګون ښوولی وو، خو حکمتيار پرې تر ننه غلی پاتې شو.]

دې ټولو اړوندو اسنادو او ثبوتو ته په کتو اوس ښاغلی حکمتيار چې خپل دواړه زاړه جهادي ملګري ماويست او ستمي – اخوانی يې له لاسه ورکړی، د افغانستان جهاد له موږ جهاديانو راواخله تر نننيو ړندو او ناپوه طالبانو پورې چې هر يو يې له خپلې خولې په نشراتو او چاپي اثارو کې منلې چې زموږ جهاد پر واقعيت ولاړ نه وو يا په بله مانا رښتينې ريښه يې نه لرله څه ځواب لري؟

ولس په بېسارې مينې اسلامي وايماني جذبې دومره قرباني ورکړې، هغه هم په دې تمه چې الله تعالی به ورته جنت ورکوي، که بالفرض الله تعالی زموږ د جهاديانو وطالبانو، حقانيانو او داعشيانو دا جهاد الله تعالی منظور نه وي او د نياو (عدالت) پر ورځ خبره خرابه شي، نو ولس ته به د دې تاوان څوک ورکوي؟

  • حکمتيار، رباني، مسعود و طالبان؟
  • پاکستان، امريکا، سعودي وامارات؟

جنت خو د الله تعالی په واک کې دی نه د حکمتيار او نه د دې نورو. تر پرونه خو چا په حکومت کې نه پرېښووه، نو جنت به چا ته څنګه ورکړي؟

غني خو د امريکا په ملاتړ بيرته کابل ته راوست، ولې بيا هم د زړو يارانو خوا ته ولاړ او د مخالفت لاره يې خپله کړه.

دا سياسي ملايان به څه وايی؟

ننګونه:

پاکستان چې د پښو له نوکانو د سر تر وېښتانو پورې په سودي پور کې ډوب دی او هرې خوا ته لاس اچوي، نو له موږ او دوی سره به څنګه مرسته وکړي؟ يو څوک چې خپله وږی وي بل ته به څه ورکړي؟

حکومت خو يوازې د وسلو پر زور هم نه چليږي. که چلېدای، نو افغانستان به اوس وختي د پنجاب په خېټه کې پروت وای، خو پنجاب يې يوازې د وسلې پر زور نه، بلکې پر مالي – اقتصادي او بيا رغاونه خپلولای شي نه پر سختدريځو ډلو ټپلو او پنجاب نن دې پايلې ته رسېدلی چې له نړۍ په تېره بيا له امريکا و ناټو او هم له نړيوالې ټولنې د جهادي وطالبي او نورو اړوندو بېسوادو باندې نه شل کيږي، نو ښه به دا وي چې له ښاغلي غني سره د دولت پر دولت اړيکو پر يوه لاره پورې وځي.

د ښاغلي محمد زمان مزمل ښه پر دې سر خلاص شوی چې د ارواښاد  صمد حامد د مړينې پر تړاو يې د يو چا په تړاو داسې ويلي وو:

دغه با ايمانه محمدزی د ډېرو هغو پيکه اخوانيانو نه سل ځله دروند وخوت چې امريکا ته په ارزانه په لاس ورغلل.

دا په حقيقت کې د هغه د زړه له تله د ډېر درد خبره ده چې ترې راوتلې ده او د خپلې ګروهې لاروی او مشرتابه يې پرې له هغه چا سره پرتله کړی دی چې يو وخت يې ارواښاد محمد ظاهرشاه کافر بللو، خو نن ترې خپله مشوړه خرابه شوې او لوری لودن ترې ورک دی چې څه وکړي؟

چا چې د ښاغلي کرزي منلې ښاد به نه شي. الله تعالی دې موږ ټولو ته د سمې لارې لارښوونه وکړي او هېوادنۍ رښتينې مينه دې څښتن تعالی په موږ ټولو کې پيدا کړي. طالب به له دې نور هم سپک ورت شي چې د نورو غمازانو او اغيارو دروازو ته دريږي. د نجات يوازېنۍ لار ټولو اړخونو ته له خپل حکومت او مشرتابه سره مخ پر مخ نېغې او سمې روښانه خبرې دي چې بايد په هېواد کې ترسره شي او بس.

سمه ده چې په عبادت کې مخ قبلې ته اړين دی، ولې په سياست او خپلمنيځي مسايلو کې خپل هېواد موږ ته هوبهو د عبادتي قبلې هومره ارزښت لري. درنښت او عزت پخپله خاوره کې دی نه په بل ځای کې.

په درنښت

سيد حسين پاچا

نبيل: پاکستان خپل لاسپوڅي په شا وټپول

https://khabarial.com/archives/34230

له پاکستان څخه راغلي افغان سياستوال نن په کابل کې لاريون کوي

https://khabarial.com/archives/34225

مولانا فضل الرحمان د عمران خان حکومت ړنګولو وړانديز وکړ

https://www.bbc.com/pashto/world-48776185

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply