د خليلزاد د پام وړ

0 559

د خليلزاد د پام وړ :

د ټرمپ تلوار به ناوړې پايلې ولري

طالبان د سولې او خبرو پر ځای لا وپړسول شول

پاکستان ملا برادر د معاملې لپاره ساتلی وو، طالبان د حاجي ميرويس خان نېکه له تاريخه زده کړه نه کوي. د سولې هڅې وخبرې بايد په رښتينو واقعيتونو ولاړې وي. تېر ته په کتو د مسکو واسلام اباد د بهرنيو سازشونو په پايله کې مو د وخت دوه ولسمشران داوود خان و نجيب له لاسه ورکړل، خو چې دا ځل دا بل له لاسه ورنه کړو

سيد حسين پاچا

بي بي سي، مرموز پاکستان (Secret Pakistan) :

شيراډ کوپرکول :

څه چې ما واورېدل هغه دا وو چې پاکستانيانو ملا برادر موندلی او نيولی دی. د هغوی موخه دا وه چې هغه قابو کړي او دا پيغام ورکړي چې :

((که تاسو غواړئ کومه معامله وکړئ، نو بايد له پاکستان سره يې وکړئ)).

بروسرېډل اوباما ته ويلي وو :

((پاکستان له موږ سره دوه مخې لوبه کوي)).

ښاغلی خليلزاد تاسې ته د يو افغاني الاصله امريکايي په توګه پته ده چې :

تجربو ثابته کړې چې له هېواده بهر هلې ځلې چا ته ګټه نه ده کړې. ميرويس نېکه چې له يو لورې د محمد شيباني، له بل لورې د شاه محمد اسماعيل صفوي او له بل لوري د محمد ظهيرالدين بابر يا په بله مانا د شيبانيانو، صفويانو او ګورګينيانو يا د مغولو ترمينځ په ستونزو او ناخوالو کې ګېر وو او پښتانه يې ترمينځ سره وېشلي وو. له حجه د راستنېدو په وخت کې يې د حجاز د علماو فتوی له ځان سره راوړې وه او له خپل ټاټوبي کندهاره يې خوځښت شروع کړ.

همداسې د ستر احمد شاه بابا پښتني امپراتوري له ستر تاريخي کندهاره سرچينه اخېستې. له سمرقند وبخارا ورپسې همداسې له اصفهان ومشهد ه نيولې تر هندوستان پورې دا ټوله سيمه يې په خپل واک کې راوستې وه. له بده مرغه د کورنيو شخړو او نااهلۍ له امله يې سلطنت کمزوری او تر ننه لا کله د يو تاړاکګر او کله د بل تاړاکګر له لورې کله په يوه پلمه او کله په بله پلمه د کمونېزم وامپريالېزم او د اسلام وکمونېزم، ډېموکراسۍ او سختدريځۍ تر بېلا بېلو ايډيولوژيو پر راتپلو تر نننۍ کچې راورسېد او نن هم زموږ سياسي واک له ځان سره يرغمل کړی. له راولپينډۍ وپېښوره، تر مري واسلام اباده راواخله تر بيت الله الحرام وننيو هڅو له مسکو، قطر وبېجنګ پورې چې سپينه ماڼۍ هم پکې ښکېل ده. زموږ ګاونډي چې د واشنګټن، مسکو او د بېجنګ ترمينځ د دلال دنده مخته وړي سوله او واک يې راڅخه له اتيايمې لسيزې راواخله تر ننه له ځان يرغمل کړی. کله پر يو چا او کله مو پر بل چا پلوري او خبرې د افغانيت واسلاميت هم کوو، خو په حقيقت کې افغانيت واسلاميت سره سره هغه اخلاقياتو هم راڅخه ځغاسته کړې.

دا د هغه چا لپاره د شرم خبره ده چې دعوه د اسلاميت کوي. ولس له هر اړخه وژل کيږي او درنه بيه يې مظلوم ولس پرېکوي، خو سوله له غيرمسلمو سره کوي او پسکې د عربو پر غوښو په قطر کې اچوي، خو د خپل هېواد له ولسمشر سره نېغ پر نېغه مخامخ خبرو ته نه حاضريږي. له زوروره تضمين غواړي او له خپل سره جوړه نه کوي، نو سبا ته له زورور سره سوله به يې دې ولس ته څه ګټه وکړي؟

د ګران هېواد هره برخه مې له تاريخي برياوو او عظمتونو ډکه ده چې له کندهاره واخله تر هرات، بلخ، غزنی، ننګرهار وکابل او داسې نورې برخې هر يو ځانته تاريخ و وياړ لري، خو بيا هم طالب پر خپلې مور يا په بله مانا پر خپله چرګۍ شرميږي او د پنجابي دلال په نغوته له غيرمسلمو سره د عربو پر دسترخوان شخوند وهي او پسکې ولې، خو خپلې خاورې ((مور)) ته نه راځي چې له غني سره مخ پر مخ خبرې وکړي او خپلمينځي خبرې به د حل يوازېنۍ لاره وي چې رامخته شي.

د ځينو کره لاسوندونو پر بنسټ زموږ جهاد له پيله چې د جهاديانو د اسلامي نظام يا اسلامي حکومت په هيله تر طالبي اسلامي امارت و داعشي اسلامي دولت پورې ټول په عيني واقعيتونو ولاړ نه دي، نو داسې سوله او نظامونه چې هغه پر زمکنيو حقايقو ولاړ نه وي دې ولس او خاورې ته به څه ګټه وکړي؟ الله تعالی هېڅ يو نبي و رسول ته له اسمانه (جنته) وړيا ډوډۍ نه ده رااچولې، بلکې هر يو يې هڅولی چې د خپلو امتونو لپاره د الله تعالی له لارښوونې سره سم څنګه د ژوند چارې مخته يوسي، خو زموږ پروني وننني ساده ګان بيا خپله ځانونه د سيمه ييزو او بهرنيو لوبغاړو په مرسته د نبوت ورسالت له مرتبې پورته ګڼي، کنه بله هېڅ لار ورته نشته چې د اسلامي واخلاقي او هم د نړيوالو ارزښتونو په رڼا کې د سولې لار خپله کړي.

تر ډېره داسې بريښي چې د ملا عبدالغني برادر راخلاصول يوه سمبوليکه بڼه لري. تر څو چې د نړيوال دلال غوښتنې پوره شوې نه وي، نو طالب به همداسې پر هوا ځوړند وي. کله به يې يو مارکېټ (پلورنځی) او کله به يې بل مارکېټ (پلورنځي) ته د بولۍ (auction) لپاره وړاندې کوي. هر چا چې پرې لوړه بيه ورکړه بيا به د هماغه وي او بس.

ايا ښه به دا نه وي چې طالب د خپل اسارت ځنځير له خپلې غاړې وغورځوي او له خپل ولسمشر سره د خپل ولس غوښتنو ته ځواب ووايی او هغه سوله ده، نو بيا ولې هسې پلمې لټوي او نن و سبا کوي؟

ټرمپ کاکا اوس دا خاوره بېمسووليته نه شي پرېښوولی. دا سوچ به يې ګوند پخواني ولسمشر ښاغلي بوش له ځان سره کړی وو چې وروسته ښاغلي اوباما هم حل نه شوه کړه، خو ټرمپ سوداګر دی او دلته اوس نړيوال اخلاقي مسووليتونه مخې ته پراته دي چې يا به ټرمپ کاکا دا ټول مسووليتونه له پامه غورځوي او يا به ځان ورته ټينګوي چې سمه نړيواله او افغاني حل لار ورته پيدا شي. که ځغلي، نو خوښه يې خپله، خو د وخيمو عواقبو مسووليت به د امريکا د حکومت، نړيوالو او سيمه ييزو لوبغاړو پر غاړه وي.

طالب ته هم په کار ده چې له خپل سياسي درايت (پوهې) کار واخلي او خپلمنځي روغې جوړې ته تن ورکړي، کنه تاريخي واسلامي او هم به يې اخلاقي مسووليت پر غاړه وي. د خدای لپاره د شرم خبره ده چې اوس طالبان له حکومت سره خبرو ته نه کښيني او پلمې لټوي. که دوی خپلواک وي، نو ولې سر له ننه اوربند نه اعلانوي او خبرو ته نه راوړاندې کيږي؟

په درنښت

سيد حسين پاچا

پاکستان له طالبانو وغوښتل چې له خپل حکومت سره خبرې وکړي

http://www.taand.com/archives/130382

خليلزاد: له بين الافغاني خبرو پيلېدو سره سم بايد دايمي اوربند پيل شي

https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-48973341

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply